نړۍ

دقذافي او زوی جسدونه یی کومه صحرا کی ښخ کړل شوو

Libyans file past the bodies of Gaddafi and his son prior to their burial(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۵) دلیبیا نوی حکومت دخبري رسینو له لوری د خپرو شویو خبرونو پخلی کړی دی چی، دلیبیا پخواني وژل شوی مشر معمر قذافي, دنوموړ دزوي معتصم القذافی دوخت ددفاع وزیر جسدونه له څلورو ورځو څخه وروسته ددغه هیواد کوم ریګستان کی نامالوم ځای کی  خاروته سپارلی دي.

دلیبیا دنوی انتقالي شورای دوو غړو ددي لپاره دقذافي او دنوموړي دزوی دجسدونو په نامالوم ځای کی دخښولو  پریکړه ورکړی وه، چی یا خو داسي نه وی چی وروسته دنوموړي دخواخوږو له لخوا څخه ورباندی زیارتونه جوړ شي، اویاهم دقذافي ددښمنانو له لوري قذافي او دزوی جسدونه بیرته له خاورو څخه را ویسیتل شي.

دانتقالي شورای دغو دواړو کسانو دشورای په وړاندي تعهد کړی دي چی دقذفي او دنوموړی دزوی دښخولو دځایونو په اړه به چاته مالومات نه ورکوي.

سرچیني وایی قذافي،  د نوموړي زوی دده دحکومت  د دفاع دوزیر ومړوته دقذافي دوخت دامام خالد تانتوش له لوري دجنازي لمونځ ورکول شوی دي او وروسته کوم نامالوم ځای کی ښخ کړل شوی دی.

 د(NTC) ټلویزیون خبریال عبدالمجید ملیګټا وویل دقذافي دجنازي داخیري دیدار لپاره دنوموړي دوه نژدی خپلوان هر یو منصور داوو ابراهیم چی یو وخت کی دجهوري ګارډ قومندان وو، اوهمدارنګه دنوموړی بل وراره احمد ابراهیم، راغوښتل شوی وو.

دغه دواړه کسان هغه وخت  دلیبیا دانتقالی شورای له لوري ونیول شول کله چی دسرت وښارته څیرمه ددوي قافله دناټو دهوایی ځواکونو تربرید لاندی راغلی وه،  خبریال وایی قذافی، زوی اونوموړي دفاع وزیر ته دشپی په نیمایی کی دجنازي لمونځ ورکول شوی وو، او سهار وختي ددرو سره کسانو مړي له ښاره څخه لری کومي صحرا په لور انتقال شول.

ویل کیږی په طرابلس پردیوالونه باندی دقذافي له عکس سره یوځای داسی توری لیکل شوی دي، دلیبیا خلګو دیکتاتور قذافي له دوزخ څخه تاسوته پیغام رالیږلی دي وایی زه دلته په دوزخ کی یم.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x