افغانستان

طالبان: د کابل ادارې د چارواکو کورنۍ هم د عامو افغانانو په څېر خپلو کورونو کې ژوند کولای شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو په دې وروستیو کې د جګړو له امله د بې ځایه شوو کورنیو د مخ پر زیاتېدو شمېرو ته په غبرګون کې ویلي، چې ډیری خلک د بې ځایه «پروپاګند» ښکار شوي او داچې د طالبانو لخوا د هیچا کور ته ګواښ نه شته، آن چې د کابل حکومت لوړ پوړو چارواکو کورنۍ هم لکه د عامو افغانانو په څېر کولای شي د طالبانو لخوا په تازه نیول شوو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، د ولایاتو په مراکزو د طالبانو لخوا عملیات د کابل حکومت د جنګ غوښتونکي«دریځ» غبرګون بلل شوی؛ خو څرګنده کړې یې ده چې د نهو ولایتونو په نیولو سره تراوسه هلته د خلکو سر او مال سره ټینګ احتیاط شوی دی.

طالبانو ویلي، چې د ښارونو د نیولو په مهال یې په تکراري توګه ښاریانو او په ځانګړې توګه د کابل ادارې د چارواکو کورنیو ته هم ډاډ ورکړی چې په خپلو مینو کې پاتې شي؛ مګر د طالبانو په باور بیاهم ځینې کورنۍ د بې ځایه تبلیغاتو له امله کابل او نورو سیمو ته کډه شوې دي.

په دغه خبرپانه کې طالبانو د سره صلیب او یونیسیف په ګډون یو شمېر ادارې تورنې کړي، چې د جګړې د لوړو ارقامو په خپرولو سره یې د خلکو ترمنځ وارخطايي زیاته کړې ده.

طالبانو په دغه مهال یو ځل بیا د کورونو د امنیت او خوندیتوب په اړه عامو ښاریانو او د کابل حکومت چارواکو ته داسې اعلان کړی: «اسلامي امارت یوځل بیا په صراحت سره اعلانوي چې زموږ لخوا د هیچا کور او کورنۍ ته کوم تهدید متوجه نه دی، د کابل رژیم نظامي او ملکي کارمندان او د هغوی د کورنیو په ګډون هيڅوک دې خپل کورونه نه پریږدې، زموږ مجاهدین يې د کور، ځان، مال او عزت ساتنه کوي.»

د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه طالبان وايي، چې خپل تهاجمي عملیات یې په خورا دقت سره پلان کړي او له همدې امله په هیڅ ځای یې ملکي خلکو ته ددوی لخوا زیان نه دی رسېدلی، بلکې د طالبانو په خبره د کابل حکومت او ددوی د بهرنیو ملاتړو په «ړندو» هوايي بریدونو کې جوماتونه، کلینیکونه، ښوونځي او بازارونه ویجاړ شوي او ملکي تلفات هم پېښ شوي، چې طالبانو یې د فوري بندولو غوښتنه وکړه.

ددې خبرپاڼې پایله کې طالبانو د ملکي خلکو د تلفاتو او بې ځایه کېدو د عامل معلولو په نړیوالو بشري سازمانونو غږ کړی چې ددغو پېښو د څېړلو لپاره باید یو بې طرفه کمیسیون وټاکي څو د ملکي خلکو د بې ځایه کېدو اصلي عاملین په ډاګه شي:
«د دې لپاره چې د وروستیو ملکي تلفاتو او کډوالۍ عوامل معلوم شي موږ پيشنهاد کوو چې د ملګرو ملتونو، نړوالو بشري ادارو، سورصلیب او نورو بې طرفه جهتونو په ترکیب کې دې یو هیئت جوړ شي د اسلامي امارت استازي به هم ورسره وي او په هیواد کې دي د وروستیو متضررینو په اړه بې پرې او آزاده پلټنه وکړي، ترڅو معلومه شي چې خلک د مجاهدینو له خوا متضرر شوي او که د کابل ادارې او بهرنیو ملاتړو د بمبارونو له امله شهیدان او زخمیان شوي او خپل کورونه یې پرې ایښي دي.»

باید وویل شي چې امریکايي او د کابل حکومت الوتکو له تیرو څو اونیو راهیسې په کندهار، لښکرګاه او هرات ولایتونو کې د هوايي او توپچي بریدونو له امله ګڼ ملکي تأسیسات ویجاړ کړی او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټولو ولیده چی په کندهار کی مو د عبدالرازق د کورنی ښه عزت او احترام وکړ. د عبدالرازق په خبره ویل یی چی ماته د طالبانو کورونه او د هغوی خپل او خپلوان ټول معلوم دی خو یوه ورځ یی هم پر هغوی تجاوز ونکړ. کله چی طالبانو سپین بولدک ونیوه نو په رسنیو کی ټولی دنیا ولیده چی د عبدالرازق کور څنګه د طالبانو لخواچور او تالا کیږی، خاشه څنګه وژل کیږی په سلهاوو نور څنګه له خپلو کورونو څخه راویستل کیږی او وژل کیږی.

ګمنام سپاهي

یاره طوطی خانه
دا درسره نه منو چې رازق پر هغوی تجاوز ونکړ. رازق هغه ګلونه وکرل چې له دوستم څخه یې هم تمه نه کیده. دا څرنګه پشتون، څرنګه د کندهار د خاورې بچی وو.
خو که طالب د هغوی د کورنۍ سره ورته چلند کړی وي نو دا بیا د طالب بدنامي او بده کړنه ده چې بیا به ډیره ستونزمنه شي د طالب او د رازق تر منځ فرق وکړای شو.

قیامت دی

ایله چی اوس می د طالب خخه د انسان خبره واوریده. افرین عفوه وکری یو بل ته سره تیر شی خو دوستم محقق خلیلی عطانور قانونی د مسعود ورونه شیرزوی سیاف حکمتیار پرینژدی، هدف می قتل نه دی بلکی تبعید یی کری. طالبانو ګوری دا زندانیان مه خوشیکوی دی کی قاتلین شته دی. هیخ زای مه ورانوی که تاسو حاکم واست ستاسو سره به وی که نه د ددی ملت مال دی. پوهنتونه مکتبونه پرانیزی. طالبانو لیری پرتو سیمو کی مکاتب شروع کری لکه روزګان هلمند بادغیس غور زابل او داسی نور. هزاره ګانو منطقی په دغو ولایتونو کی همدا… نور لوستل »

Adam Khan
طوطی

کوم ## به مو پر خبرو باور وکړی؟ سپین بولدک کی خلکو د طالب چلند له خلکو سره ولید ضرورت نورو خبرو ته نشته.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx