
روسیه: د مذاکراتي پروسې په چټکتیا کې مرستې ته چمتو یو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې فدارسیون ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» دوحې ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د افغان سولې پروسې او روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټويټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو مرستیال مشر او د سیاسي دفتر رئیس هم شتون درلود او په مهال یې طالبانو خپله دا ژمنتیا تکرار کړه، چې د افغانستان د کشالې سیاسي حل ته ژمن دي.
نعیم وړاندې زیاته کړې، چې د کابل حکومت له لوري پر ولس او عامه تاسیساتو د روانو بمباریو یادونه هم وشوه او ټینګار وشو، چې د سیاسي حل په لاره کې باید خنډونه وانه چول شي.
ورته مهال د روسیې استازي ویلي، چې د افغانستان د کشالي په حل ، د ستونزو په له منځه وړلو او د مذاکراتي پروسې د چټکوالي په برخه کې مرستې کوي.
1/3 نن له غرمې مخکې د ا.ا.ا سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئیس محترم ملا برادر آخند او ور سره هيئت او د روسيې فدراسيون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمي كابلوف تر منځ ناسته وشوه.
په ناسته کې د هيواد د روان وضعيت او دمذكراتو د وروستيو حالات په اړه خبرې وشوې.— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) August 11, 2021
دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې درنې جګړې روانې دي او طالبان توانېدلي چې د نهه ولایتونو مرکزونه ونیسي.
طالبان وایي، تر نظامي حل وړاندې سیاسي پروسې ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي د افغانستان کشاله د خبرو له لارې حل شي.
دغه (روسي) رذيلان بې له دې چي په خړو اوبو کي د خپلي خوښي ماهيان ونيسي، بله هيڅ ګټه يې افغانانو ته نه ده رسېدلې، بلکي موږ ته د تېرو څه له پاسه څلوېښتو کلونو ټول مصايب د دغو پستو کسانو له خوا را پېښ سوي دي. هيڅ پيشي د خدای لپاره موږک نه نيسي. افغانان ولي د دوی په خوله سوله کوي، ولي خپله نه سره جوړېږي؟ خپله دا جرئت او وړتيا نه لري؟
خپله سره ټول د قدرت وږی دی. ملا صیب د نوبت او د وظیفې په ډوډی لوی شوی هغه اوس قطر ولید او اولادونه یی د دوبی او قطر په بوهنتونو کی سبق وایی. خپلو کی څنګه جوړ شی؟ پخوانیو مشرانو مو په کعبی شریفی کی قسم ونکړ چی کله بیرته راوګرځیدل هماغه جنګونه یی بیا شروع کړل چی اوس یی د نفاق او بد بختی نتیجه وینو.
دا بلوچی خولې بیا ورپسی کوم سنت دی؟ ملا ټیټکی بیا وایی چی دا خولی ٫### ډیر په سر کوله نو ځکه یی نن سبا عباس ستانکزی هم په سر ږدی. چی سر دی لوڅ بیا د ملا### کوی چی بیا دا بلوچی خولی په سر کړی درته څه نه وایی. ممکن دا په ریښتیا سنت وی. وایی ږیره زما واک یی د ملا. عجب اسلام دی په کوران.
طوطی د صحابی نوم په داسی مثال او طریقه مه اخله.هغوی واقعی او رشتنی مسلمانان وه. د طالب خخه زما هم شه نه رازی.