شعـــــرونه

ستا په بېلتون مې زړۀ سوری شو/ ريحان

شفاعت ريحان

ستا په بېلتون مې زړۀ سوری شو سم راپاتي نۀ و
د ژوند و غېږي ته زياتي قدم را پاتي نۀ و

د مخه ښې د دردو زور دې تکرار وړی و که
زما د سترګو په کچکول کې نم را پاتي نۀ و

په ډک محفل کې مې ستا نوم اخيسته څۀ بلا وم
شونډې بې واکه شوې او ټکی زغم راپاتي نۀ و

تۀ چې روان وې ما له زړۀ درپسې ساندې کړلې
څۀ به مې کړي وای بل چل و چم را پاتي نۀ و

والله او بالله مې ويل چې را ايسار دې کړمه
تۀ پاتېدې نۀ، ماته بل قسم را پاتي نۀ و

دنيا که ډکه وه خو زۀ تکي تنها وم پکې
لکه دا تۀ بل داسې هيڅ ادم را پاتي نۀ و

شفاعتکه! د زړۀ رنځ و هغه هم راپېښ شو
مسيحا يار نۀ و او کوم مرهم را پاتي نۀ و

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx