نظــر

د دښمن د پوچو تبليغاتو د شنډولو لارې

فاتح افغان

په دې وروستيو کې د اسلامي امارت له لوري ګڼ شمېر ولسوالۍ او ولايتونه فتحه کړل، دښمن چې د مخامخ جګړې توان يې له لاسه ورکړی د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره يې رواني جګړې او تبليغاتو ته مخه کړې، موږ ګورو په غربي رسنيو کې د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره ډول ډول پروپاګند او تبليغات کيږي، کله وايې طالبانو په بولدک کې ټولوژنه کړې، کله وايې چې طالبان انجونې په زور نکاح کوي، کله وايې چې د طالبانو تر خپل واک لاندې ساحو کې په خلکو يو لړ محدوديتونه وضعه کړي دي.

يوازې غربي رسنۍ د دې پوچو تبليغاتو تشهيروونکې نه دي کورنيو رسنيو چې زياتره يې د اشغالګرو له لوري تمويليږي د طالبانو د بدنامۍ لپاره خپل ټول توان په کار اچولی، د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي، ټوله هڅه يې دا ده چې طالب د وطن دښمن معرفي کړي، اتلولۍ يې پاکستان ته منسوبې کړي، د طالب مشرتابه بدنامولو ته يې کار ويلی، لاسته راوړنې يې کمرنګه کوي، سوله ضد يې معرفي کوي، خلکو ته داسې ذهنيت ورکوي چې د دې جګړې پيل کوونکی طالب دی، او د اسلامي امارت په قيادت باندې د کشرانو د باور زيانمنولو لپاره هلې ځلې کوي.

د اسلامي امارت پر ضد پيل شوې دغه جګړه اوسنۍ نه ده بلکه د تېر امارت له پيل څخه راروانه ده، او شايد ژر پای هم ونه مومي، دښمن به له خپلو شومو اهدافو څخه ژر لاس وانخلي، نو ځکه يې د مقابلې لپاره هم اوږد مهاله پلان ته اړتيا ده.
چې زياتره وخت د رد لپاره يې اسلامي امارت اعلاميو او وضاحتونو ته مجبوريږي،

دغو تبليغاتو ته په سپکه کتل ندي پکار، دا مخرب تبليغات موږ ته په هيواد دننه ستونزې ايجادوي، فتنې راپاروي او ګډوډي رامنځته کوي، خو پوښتنه دا ده چې د دغو مخربو تبليغاتو مخنيوی څرنګه وشي او څه ډول تعامل ورسره پکار ده؟ دا هغه سوال ده چې په راتلونکې ليکنه کې مو يې د ځواب موندلو هڅه کړې.

دا چې دغه تبليغاتزياتره په غلطو معلوماتو، درواغو او کاذبو ادعاوو بنا وي، نو ځکه يې شنډول هم د الله تعالی په فضل ډير آسانه دي.

ميډيا د دفاع لومړی خط دی، موږ يوې قوي خارجي او داخلي ميډيا ته اړتيا لرو، ترڅو د دښمنانو د تبليغاتو مخنيوی وکړو، په خارجي رسنيو کې د امارت دفاع وکړو، خپلو خلکو ته قناعت ورکړو، د دښمن د تبليغاتو له اثر څخه يې خوندي کړو، بناء اسلامي امارت بايد خپله چاپي، انټرنيټي، سمعي او بصري ميډيا نوره هم قوي کړي، مسلکي ځوانان په عالي کچه ورته وروزي، له اسلامپالو ځوانانو څخه مهم تخنيکي او پوهشخصيتونه جذب کړي سره بسيج او همغږي يې کړي، دندې او کارونه ورباندې وويشي، لنډ مهالي او اوږدمهالي پلانونه ورکړي، او خپله ميډيا له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته راولي.

د يپلوماتيکې هلې ځلې هم په دې برخه کې مؤثرې واقع کيدای شي داسې چې د قطر دفتر له هغو هيوادونو سره په دې اړه خبره وکړي چې رسنۍ يې د اسلامي امارت پرضد پراخ تبليغات کوي، کورنۍ رسنۍ هم قانع کړل شي چې د طالبانو په مخالفت کې ستاسې هيڅ خير نه دی، بلکه دغه تبليغات د سولې پروسه زيانمنوي، او د افغانستان د کشالې د اوږديدو سبب ګرځي.

مجاهدين بايد هڅه وکړي چې د اسلامي امارت د سولې پيغام تر نړيوالو ورسوي، شبهات يې رد او انديښنې يې رفع کړي، د اسلامي نظام تعميري اړخ خلکو ته تشريح کړي، د ځينې مهمو قضاياوو په اړه معلوماتي ليکنې وکړي، او مجاهدين په حقيقي معنا ولس ته وروپيژندل شي چې ستاسې بچيان او ستاسې د ازادی اتلان دي.

په ميډيا کې کار کوونکي مجاهدين بايد د اسلامي امارت نشراتي پاليسي په پام کې ونيسي، په ښه توګه خلک حق لارې ته رادعوت کړي او بايد د دې التزام وکړي چې دښمن ته سپکه خبره ونکړي، له ښکنځلو ډډه وکړي، ولو که دښمن له لوري هر ډول کنځاوې کيږي، مجاهدين په خپل سر بايد ويډيوګانې نشر نکړي بلکه د فرهنګي کميسيون له لارې نشر ته وسپارل شي، په دې توګه ان شاء الله د ډيرو تبليغاتو مخه ډب کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

تاسو فقط یو سو ورزی انتظار وکری چی د پاکستان ایران او امریکا خلاف کرنی وکری بیا درته پته شی جی تبلیغ سه شی دی. زما خبری بابیزی مه بولی زانونه د سری زامن کری سم اسلامیت راولی خپل د خیتو خخه فتوا مه ورکوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx