نظــر

د جګړې ممکنه زیانونه؛ مسؤلیت د چا په غاړه دی؟!‎‎

محمد آصف آزاد

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړۍ له څلوېښتو زیاتو هېوادونو مستقیماً یرغل راووړ او د افغانستان د تسلیمولو په اراده یې د نړۍ د خطرناکو وسلو له استعماله بیا تر بې مخینې رسنیزې او تبلیغاتي جګړې ونشو کولی چې د دې ملت د غلام ګرځولو په هدف کې بریالي شي او دې ملت یې تر هغه خپل مقاومت روان وساته چې بلاخره د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د یرغل سرلارې امریکا د ټولو اشرباڼو په استازولۍ د قطر په دوحه کې د نړیوالو په حضور کې د طالب مشرانو په وړاندې د افغانستان اشغال پای ته رسول ومنل او له هېواده وتلو ته غاړه اېښیدونکي شول؛ خو دا هغه وخت چې د دې ملت د مقاومت په وړاندې د امریکا دریو ولسمشرانو په خپلو څلورو دورو کې د بشپړ او بېدرېغه وس کارولو وروسته او د ټرمپ وروستۍ ستراتېژۍ هم پایله ناکامه ثابته شوه.

له دې لنډې مقدماتي خبرو هدف دا دی چې په زور و زر سمبالې نیږدې نیمې نړۍ د طالب په مقابل کې له شل کلن جنګ کولو او بشپړ وس کارولو وروسته ماته خوړل ومنل؛ نو دا د نورو په مرستو پایېدونکې نیم ژواندې کابلۍ اداره به یې پر وړاندې بریالۍ شي؟!

نیږدې میاشت وړاندې طالبانو تقریباً په دوو میاشتو کې د افغانستان شاوخوا دوه سوه ولسوالۍ ونیولې او اوس دا دی وار د ولایتونو تر نیولو ورسېد، چې د اګست له ۶مې یې بیا د همدې میاشتې تر ۱۰مې نهه ولایتونه، نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان په خپل کنترول کې راوستي.

د کابل ادارې مشر اشرف غني ویلي و، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، په خبره یې حکومت به یې په شپږو میاشتو کې سقوط شي.
همدا تېره میاشت په مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې که وغواړي کولی شي په ۱۴ورځو کې ټول افغانستان ونیسي.
او همدا نن په نن ټکی اسیا کې لولو چې “واشنګټن پوسټ د یو شمېر امریکایي نظامي‌ چارواکو له قوله لیکلي، چې تر دې وړاندې تمه وه د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به کابل حکومت له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي؛ خو اوسنی وضعیت ښيي، چې حکومت به ښایي په نوي ورځو او یا هم حتی په دېرشو ورځو کې د طالبانو په وړاندې را وپرځېږي.”

که له دې خبرو او وړاندوینو ور هاخوا عملاً د طالبانو وروستۍ چټک پرمختګونو ته پام وکړو، نو ویلی شو چې د اشرف غني شپږ میاشتینۍ او د امریکا ۹۰ ورځنۍ مودې وړاندوینې دواړو کې موده لا زیاته ښودل شوې او له دې په کمه موده کې یې سقوط یقیني ښکاري.
خو که بیا هم دا ټولې وړاندوینې پرېږدو او راشو خپله د اشرف غني اقرار او وړاندوینه ومنو چې په وینا یې حکومت یې شپږو میاشتو څخه د زیات مقاومت تاب نلري او بلاخره به سقوط کیږي. ښه نو، چې له شپږو میاشتو مقاومت وروسته د خپل حکومت په سقوط باوري دی؛ نو شپږ میاشتیني مقاومت ته څه اړتیا؟!

شپږ میاشتینۍ مقاومت، چې نهایت کې یې بیا هم سقوط او ناکامي ده، نو دا مقاومت په کولو ارزي؟!
دا شپږ میاشتینۍ د ارګ په چوکۍ ناسته په دې ارزي چې دې هوس لپاره د مقاومت په پلمه د هېواد ښارونه بمبار شي، ودانۍ او تاسیسات وران شي، د خلکو شتمنیو ته زیان واوړي، خلک بې کوره شي او آن خپلې څوکۍ ته سپر کړي عسکـر مو ووژل شي؟! ښکاره ده چې دې پوښتنې ته به د هر سالم انسان ځواب منفي وي.

چې نیږدې دوه سوه ولسوالیو کې مو مقاومت نتیجه ورنکړه، شاوخوا شپږو مهمو عایداتي بندرونو د نیولو مختلفې هڅې مو ناکامه شوې، مختلف قطعات، عسکر او ملېشو مو پرمختګ ونکړ؛ نو اوس به په ښارونو کې په بمبار سره ستاسې بری په برخه شي؟! بیا په ښاري سیمو کې بمبار کله بې له ورانیو او ویجاړیو کومه ګټه درلودلی شي؟!

وروستۍ دا چې، دې ټولو حالاتو او تحولاتو ته په کتو، نه باید نور ارګ مېشتي د دې هېواد او ملت په مقابل کې په دښمنۍ او تخریب اړولو ټینګار وکړي. نور بس دی، او د دې ملت او هېواد په وړاندې مو همدا شل کلن د دښمنۍ اخلاص! بس دی چې ښکاره مو کړ. نور مو د خدای او ملت په وړاندې د خپلو جرمونو د ډېر والي باعث مه ګرځئ.
خو که له دې ټولو سره سره بیا هم څو شر خوښي او جګړه غوښتونکي خپلې سرتمبګۍ ته دوام ورکوي؛ نو له دې پرته بله معنا نشي لرلی چې دا خلک تر خپلې وروستۍ شیبې د خلکو او هېواد په مقابل کې له جګړې لاس نه اخلي او تر وروستیو په لوی لاس د دې ملت د ژوند او شتمنیو ته د زیان اړولو قصد او اراده لري؛ چې بیا به د دې ټولو ممکنه ورانیو او زیانونو زیان د همدوی په غاړه وي او خدای او ملت ته به یې حتماً ځواب ورکونکي وي. او له دې وروسته په ښارونو کې د مقاومت په بهانه د یوې مرمۍ فیر، د یوې افغانۍ زیان، د یوې خښتې تخریب او آن د خپلو عسکرو د یوه تن د مرګ ذمه واري به د همدې جګړه غوښتونکو په غاړه وي، او یو وخت به یې د ځواب ویلو لپاره ودریږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

یو ستاسو فتوا او قضاوت دی بل د حکومت. اصلی قضاوت تر الله تعالی وروسته ملت شه کولای شی. اولس هم حکومت ملامت کوی هم تاسو طالبان او کفار.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx