ټولنیزه برخه

د ټولنیزو رسنیو زیانونه او پر ټولنه یې منفي اغېزې

شبانه پوپلزۍ

ټولنیزې رسنۍ پر ګټو او اسانتیاوو سربېره ځینې زیانونه هم لري او له حده زیات کارول یې انسان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کوي، دا چې زیانونه یې څه دي او پر ټولنه یې کومې منفي اغېزې کړي، په دې لیکنه کې به یې زیانونو او منفي اغېزو ته اشاره وشي؛ نو که غواړئ د ټولنیزو رسنیو د زیاتې کارونې پر زیانونو پوه شئ، دا لیکنه ولولئ.

ځینې اسانتیاوې او پرمختګونه د بې شمېره ګټو تر څنګ ځینې زیانونه هم لري، چې ټولنیزې رسنۍ هم د خپلو ګټو تر څنګ ځینې زیانونه هم لري. لومړی خو دا باید و وایو، چې په هر څه کې منځنۍ حالت غوره کول په کار دي، یعنې نه باید افراط وشي او نه هم تفریط، خو له بده مرغه چې موږ افغانان بیا تل افراط کوو او یا تفریط کوو، چې د ټولنیزو رسنیو په کارونه کې هم ډېری کسان افراط کوي او له حده ډېر یې ځانونه په دې برخه کې بوخت کړي، چې دې چارې په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کړي. هغه کسان چې له حده ډېر په ټولنیزو رسنیو کې ځان بوختوي له دې ستونزو سره مخ کېږي.

۱ـ ذهني ګډوډي: که ټول ورځ یو انسان په ټولنیزو رسنیو کې بوخت وي، هغه خامخا له ذهني ګډوډۍ سره مخ کېږي؛ ځکه له یوې خوا د ده ټوله انرژي په دې مصرفېږي او د نور کار او خبرو حوصله ورسره نه وي، له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری داسې موضوعات خپریږي، چې په ذهنی لحاظ انمسان نارارامه کوي او ځوروي یې، بیا خصوصن لکه افغانستان غوندې یو هیواد کې چې ټول ورځ د دې هیواد ناخوالې، ستونزې او وحشتونه پر ټولنیزو رسنیو خپریږي.

۲ـ د زده کړې او کتاب لوستلو مخنیوی کوي: هغه کسان چې ټوله ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې ځان بوخت کړي، هغه د خپل درس او کتاب له پاره وخت نه مومي او نه هم د کتاب لوستلو حوصله ورسره وي، چې دا چاره یې په ژوند کې د تنبلۍ او ژوند له پرمختګونو څخه د شاه ته پاتې کېدو لامل کېږي. نو زده کوونکي او زده کړیالان باید دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او له حده زیات ځان په دې برخه کې بوخت نه کړي، چې د زده کړي او پرمختګ خڼد یې شي.

۳ـ د خوب د کموالي لامل کېږي: ځینې کسانو دومره ځان په فیسبوک، انستاګرام، یوټوب او نورو مسایلو کې بوخت کړی وي، چې تر نیمو شپو په کې اخته وي، چې دا چاره یې د بې خوبۍ ستړیا او ذهني ګډودۍ لامل کېږي. دا سمه ده چې اوس د ټولنیزو رسنیو کارونه یو ضرورت دی، خو دومره هم باید له حده زیات ځان په کې مصروف نه کړو، چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ شو.

۴ـ روغتیایي ستونزې: که ټول ورځ مو موبایل مخې ته نیولی وي او ځان په کې بوخت کړو، نو دا مو د سترګو د کمزورتیا د ورمېږ یا غاړې د ډیسکونو له نږدیوالې او یا لیروالي سره مخ کوي، همدارنګه که یو انسان ډېر ځنډ په یو حالت کې ناست وي او ځان ته حرکت ور نه کړي، د وینې په جریان کې هم ستونزه پیدا کېږي، چې دا چاره بیا د بېلا بېلو ستونزو لامل کېږي.

۵ـ د ټولنې د وګړو تر منځ یې صمیمیت او خواخوږي له منځه وړې: ټولنیزو رسنیو ټولنه هم زیانمنه کړې، ځکه په ټولنه کې اوس د پخوا په پرتله څوک یو له بل سره دومره مجلس، خبرې او کیسې نه کوي، ځکه هر سړی په خپل موبایل کې اخته وي او په دې کار سره یو بل ته پاملرنه کمه شوې. پخوا په کورنیو او میلمستیاوو، کې به چې ټول سره راټول شوه، خبرې او کیسې به یې کولې، خو اوس چې ټکنالوژۍ پرمختګ کړی، څوک کیسې نه کوي او هر سړی په خپل موبایل کې اخته وي، چې د ټولنې تر منځ د لیروالي او خواخوږي د له منځه تلو لامل شوي دي.

د دې له پاره چې د ټولنیزو رسنیو له کارونې څخه زیانمن نه شو، اړینه ده، چې په کارونه کې یې زیاتی ونه کړو او پر ځای او وخت سره یو وکاروو، ځکه زیانونه یې باید په پام کې ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx