ورزش

میسي رسما د پاریس سان جان کلب لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې برسلونا کلب له لیونل میسي سره په حیرانونکي توګه تړون ونه غځاوه، اوس یې رسما د فرانسوي فوټبال کلب پاریس سان جرمان سره د دوه کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ.

د پاریس سان جرمان کلب د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لیونل میسي سره یې د کلنۍ ۳۵ ملیونه یورو په بدل کې د دوه کالونو لپاره موافقه وکړه، او کولی شي د دریم کال لپاره هم دغه تړون وغځوي.

دا د فوټبال په تاریخ کې د لوبغاړو د انتقال تر ټولو ځانګړې پېښه ده چې د نړۍ تر ټولو نامتو فوټبالر له یوه کلب څخه بل ته انتقالیږي. نوموړی تر دې دمه یوازې په لالیګا لیګ کې لوبېدلی چې له دې وروسته به په فرانسوي لیګ (لیګ ۱) کې ولوبیږي.

د نړۍ مشهور او نامتو فوټبالر د مالي ستونزو او د هسپانوي لیګ لالیګا د ځینې اصولو او مقرراتو له کبله ونشو کړای د برسلونا کلب سره خپل تړون وغځوي چې په پای کې یې دغه ۲۱ کلن سفر پای ته ورسېد.

که څه هم دغه پریکړه د میسي لپاره تر ټولو سخته او حیرانونکې وه، خو اوس وایي خوښ دی چې د نیمار او خپلو ځینو هېوادوالو لوبغاړو ترڅنګ د پاریس لوبډلې له لوري لوبیږي.

نوموړي د تړون لاسلیکولو وروسته رسنیز کنفرانس ته وویل، «زه خوښ یم چې په پاریس لوبډله کې د خپل کیريئر یوه نوي پړاو ته داخل شوم، دغه کلب زما د هیلو سره سمون خوري، تکړه لوبغاړي او د روزنې کارمندان لري، زما هدف دادی چې یادې لوبډلې ته د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټم».

۳۴ کلن میسي د سه شنبې په ورځ خپلې طبي ازموینې ترسره کړې او په رسمي ډول یې د پاریس کلب مشر «ناصر الخلیفي» سره یوځای پر تړون لاسلیک وکړ.

میسي به په دغه لوبډله کې ۳۰ نمبر لرونکی قمیص په تن کوي، په داسې حال کې چې د نوموړي مشهور نمبر ۱۰ دی. راپورونه وایي چې د میسي نږدې ملګري خپل لسم نمبر میسي ته وړاندیز کړی و خو هغه ۳۰ نمبر غوره کړ. میسي د برسلونا سره د خپل کیریئر پېل هم په ۳۰ نمبر شرټ کې کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx