افغانستان

طالبانو د غزني ولايت له نیولو وروسته والي او امنيه قومندان کابل ته پرېښي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان د خپلو بې ساري پرمختګونو په لړ کې نن سهار د غزني ښار ته ننوتي، هلته يې د ولايت مقام، د امنيه قومندانۍ ودانۍ، ملي امنيت رياست، محبس او د ښار يو شمېر سيمې نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

وروستي رپوټونه وايي، طالبانو د غزني والي او امنيه قومندان ته د خوندي وتلو لاره ورکړې او دواړه له يو شمېر پرسونل سره د کابل پر لور روان شول.

د غزني ولايت امنيتي سرچينو منلې، چې طالبان ښار ته داخل شوي، د ولايت د مقام سربېره يې يو شمېر دولتي ودانۍ يې هم نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

 

طالبانو هم په غزني کې د خپلو جنګياليو د پرمختګ پخلی کړی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټ کې ويلي، چې د دوی جنګيالي د غزني ښار ته داخل شوي، د ولايت مقام، امنيه قومندانۍ، ملي امنيت رياست، د چټک غبرګون مرکز، روضه صفر ۶ قطعه، کلابیر ګيټ، درېيمه حوزه او محبس يې نیولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

طالبان وايي، په غزني ښار کې يې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او پرېمانې وسلې يې هم نيولي دي.
ځايي سرچينې وايي، طالبان د ملي امنیت رياست له نیولو پس بالاحصار او پي ار ټي مرکز ته څېرمه له عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

د غزني او د هېواد په نورو برخو کې د تازه پرمختګونو او معلوماتو لپاره له نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمید

د ویب پانه څخه مو بیطرفه کلمه لری کړی. دیر واضح ده چی بیطرفه نه یاست خپلواکی په هکله مو نه پوهیږم.
معلومات مو دقیق دی. مننه

مولوي زاده

نو د ولايت تر نیولو وروسته يې والي او امنيه قومندان او نور ولي کابل ته پرېښوول؟ دا خو د ډول ډول جرمونو ترسره کوونکي مجرمين، خاينين او ظالمان ول بايد محکمې ته سپارل سوي وای. جالبه ده ؟

Adam Khan
Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx