افغانستان

د فراه والي، مرستيال او ښاروال طالبانو ته تسليم شوي، د هلمند امنیه قومندانۍ هم سقوط شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د فراه والي احمد مسعود بختور، د ولايت مرستیال داود شېرزاد او د فراه ښاروال نجيب الله ادبيار په شمول يو شمېر ولايتي چارواکي طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو هم ويلي، چې ياد چارواکي دوی ته تسلیم شوي او د دوی له لوري ورته بشپړ ډاډ او امن ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې، چې طالبانو وړمه ورځ د فراه ولايت مرکز، امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او د هوايي ډګر سربېره ټولې دولتي ودانۍ نيولي دي.

خو په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي ستار حبیبي، د لوا قومندان عبدالصمد شمس او د ولايتي شورا رئيس دادالله قانع له پنځوسو ټانکو سره ايران ته تښتېدلي دي.

بل پلو له هلمنده تر لاسه شوي رپوټونه وايي، چې طالبانو د ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند امنيه قومندانۍ مرکز نيولی او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسيون استازي د هلمند له امنيه قومندانۍ څخه په ژوندۍ بڼه په خپل ويډيويي رپوټ کې د امنيه قومندانۍ په اړه معلومات ورکول.

په ورته وخت کې طالبانو نن سهار د غزني ولايت مرکز له ټولو ملحقاتو سره ونيوه، والي داود لغماني او امنيه قومندان ته يې د خوندي وتلو لاره ورکړې ده.

وروستي رپوټونه وايي، چې طالبانو د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ کمربند هم مات کړی او د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټ کې ويلي، چې د دوی جنګياليو د پای ناوې، تالاني او ګوګرک سيمو کې د عسکرو پر ګڼو مرکزونو بریدونه کړي، چې تر اوسه شپږ پوستې نيول شوي، تر شلو پورې عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم ترې نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx