افغانستان

عمران خان: طالبان د سیاسي حل لپاره د اشرف غني ګوښه کول اړین بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، طالبان باور لري چې د اشرف غني‌ تر ګوښه کېدو وړاندې د سولې خبرې بریالۍ کېدای نشي.

عمران خان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې څو میاشتې وړاندې یې له طالب مشرانو سره ولیدل او هغوی یې د افغانستان د کشالې سیاسي حل ته وهڅول، خو دده په خبره، هغوی ټینګار درلود، چې د مذاکرې د بریا لپاره باید اشرف غني له دندې ګوښه شي.

خان زیاته کړې، چې له انارشیزم څخه د افغانستان د خوندیتوب یوازینۍ لاره داده چې سیاسي جوړجاړی وشي «هڅه مې وکړه طالبان سولې ته تشویق کړم، خو متاسفانه د طالب مشرانو ټینګار دا وو چې تر څو اشرف غني‌ په واک کې نه وي، موږ ورسره مذاکره نه کوو.»

طالبانو که څه هم تر دې دمه د عمران خان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا خبرې داسې مهال دي چې افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او طالبان د دوه سوه ولسوالیو تر سقوط وروسته د لسو ولایتونو د مرکزونو په نیولو توانېدلي.

ورته مهال په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي، خو د پرمختګ څرک نه پکې تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

He barks unnecessary.

طوطی

مګر څه عمران خان د طالبانو سخنګوی دی؟

قیامت دی

طالبه که چیری جور جاری او یوه صلحه سره وکری او د اشرف غنی د استعداد خخه استفاده وکری دیر به شه وی. نیمګرتیاوی لری لکه تاسو چی یی لری. سره کشینی یو مسولیت ورته وسپاری وطن جور کری. اشرف غنی دیر تکره متخصص دی. د دی پر زای چی زی امریکا او نورو ته خدمت کوه شه دی خپل اولس ته خدمت وکری. که خبره د جنایت شی نو تاسو تول مجرمین یاست تاسو به تول دخیره الله تعالی ته جواب وایاست هم حکومت او هم طالب سخت ظلمونه کری.

طوطی

طالب د متخصص، استاذ، داکتر او معلم په قدر څه پوهیږی. هغوی د وظیفی په ډوډی په مدرسو کی لوی شوی. تا کله خپل ژوند کی کوم ملا لیدلی چی هغه بیزس ولری؟ ملا چی هر څومره عالم شی خو ښځه او لور به یی مطلق بیسواده او له علمه لری وی خو محدین او سلفیان بیا له دوی جدا دی. ملا چی هر څومره ستر شی صرف آینده کی به یوه مدرسه جوړه وی چی خپل قسور له نورو طالبانو وباسی. چیری چی کلی کی خیرات وی، ختم د قرآن وی صرف د یوی مړی ډوډی په خاطر به… نور لوستل »

قیامت دی

دا زموژ ملایان داسی دی نوره دنیا کی علما شه ژوند لری. دوی به خدای تعالی ته سه جواب وایی؟؟

ملا جانان

طوطو ځوانه، د همدغه حقیر ملا صاحب د موجودیت برکت دی چي ته نن خپل پلار پیژنې چي څوک دی (په دې شرط چي پیژنې به یې).

محمد نعیم

هو قیامت خانه! ښه خبره ده. د ده د استعداد څخه باید ګټه پورته سي. په افغانستان کي سینما او تیاتر ډیر پرمختګ نه دی کړی، ځکه چي موږ تکړه ممثلین نه لرو. موږ کولای سو چي دی د ډارمو د اکټرانو د روزني مهمه دنده وروسپارو. د ډرامو د پلاټ لمړنۍ برخه هم په ډیره ښه توګه لیکلای سي خو د ډراپ سین لپاره د کوم بل تکړه ډرامه نګار مرستي ته اړتیا لري (نیمګړتیاوي خو هر څوک لري) ځکه چي درامه د پیلولو وروسته دومره ځني ولړل سي چي منتقي انجام یې خپله د ده څخه ورک وي.… نور لوستل »

عبدالرقیب

عمران خان تر اوسه پوری د داسي بالغینو سره مخامخ سوی وو چي د رفع حاجت لپاره تشناب په بریالیتوب سره کارولای سي. کله چي د غني په شکل د داسي بالغ سره مخامخ سو چي نه یوازي د رفع حاجت وروسته استنجاء باید بل څوک ورووهي بلکه یو عادت یې تر ماشوم هم بدتر دی، هغه دا چي ماشوم د بالغ سنبهالونکي لخوا ورتړل سوې چوټه نه سي خلاصولای، چي د سنبهالونکي لپاره یوه اسانتیا دا سته چي فقط یو سهار او یو ماښام چوټه بدلوه او استنجاء وروهه او کار اسانه. د غني یو مشکل دا دی چي… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx