نړۍ

جرمني: که په افغانستان کې شريعت نافذ شي، خپلې مرستې به ورسره ودروو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د جرمني د بهرنيو چارو وزير ويلي، که د کابل حکومت سقوط شي او طالبان پر افغانستان حاکم شي، نو دوی به ورسره ټولې مالي مرستې ودروي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د جرمني له «زيډ، ډي ايف» ټلويزوني شبکې سره د خبرو پر مهال ويلي، که د کابل حکومت سقوط شي او طالبان په افغانستان کې اسلامي شريعت نافذ کړي، نو دوی به ورسره ټولې مرستې ودروي.

نوموړي زياته کړې، چې جرمني هر کال افغانستان سره د ۴۳۰ ميليونه يورو مرسته کوي او که طالبان واکمن شول، نو يوه پيسه مرسته به هم ورسره ونه کړي.

هايکو ماس زياته کړې، د افغانستان حکومت له نړيوالو مرستو پرته دوام نه شي کولی او داسې نه شي کېدای، چې طالبان دې د ټول افغانستان واکمنان وي، بلکې دوی بايد د نظام يوه برخه وي.

دی وايي، د حکومت له جوړېدو وروسته بايد دا مسئله مطرح شي، چې څه ډول قوانين وضع کېږي او داسې ګومان دی، چې طالبان د اسلامي شريعه د نافذولو هوډ لري او که اسلامي شريعت نافذ شي، نو جرمني به د داسې حکومت ملاتړ او مرسته ونه کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې، چې د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې د بهرنيو پوځيانو د وتلو لړۍ تر ډېره بشپړه شوې او د روان اګسټ تر ۳۱مې نېټې به په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو پوځي ماموريت پای ته ورسيږي.

امريکايي استخباراتو اندېښنه ښوولې، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته ښايي په نوي ورځو کې د افغانستان حکومت سقوط او پر ځای يې طالبان واکمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

ددوی مرستی ددیموکراسی په نامه د فحشآ ترویج دامپریالستی اهدافو تطبیق داسلام او مسلمانانو ګمراه کول دی لغنت دستاسی په کمکو باندی شی ددی رزیلانو دیاده وتلی کله چی په یی په دوهمه نړیواله جګړه کی ماتی وخوړه نو په په افغانستان کی میشت جرمنیانو ته افغانانو پناه او ځینی یی سلامت په هند کی جرمنیانو ته وسپارل دا نمک حرامه دی اوس دافغانانو دبی وسۍ او غربت څخه اسفاده کوی تاسی ورک شی سره د مرستو اوس به هغه نظام راځی کوم چی افغانان او ددی خاورې اصلی وارثین یی غواړی تاسی اوستاسی غلامان نور پدی وطن کی انتن… نور لوستل »

pattang

ښه نو داخو داسې مانا لري چې دافغان اولس غوښتنې نه غواړۍ او په خپل سر یې ډنګوۍ او داسلامي شریعت خلاف یاست ! نو له سعودي سره مو ولې په تیرو کالونو کې ښه رابطه لرله او په ملیاردو اصلحه مو پرې خرڅوله دې ته دوه مخي اخلاق وایې !

استاد دوکتور عبدالله

زمونږ هم ستاسې هغه زهر نه دي پکار چې د اسلام پر ضد او د فساد او فحشاء د ترویج لپاره مو فاسد رژیم ته ورکول… او پر مونږ مو چپاول ګر غله تپلي وو او د هغو حمایت مو کولو … ان شآء الله چې امن وي آزادي وي په هیواد کې مو هر څه شته الله مو ستاسې جیرو ته نه احتیاجوي … مخ مو ورک شه د ابلیس لشکرو .

میرافغان

ستاسو داسي څرګندوني د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو ته د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو پر ضد جهاد
کولو ته هڅوي۔ او د کابل د چور واکو او درباري ډالر خورو تش په نامه عالمانو دا ادعا چي په افغانستان کي خو اسلامي حکومت دی تر سوال لاندي راولي۔

عبدالواحد اڅګزۍ

جرمنی اوجاپان په کفاروکی بهترین ملکونه دی ما۲۴کاله په جرمنی کی کارکړۍ دۍ اودری کاله په جاپان کی اوددوی پرمخ تګ هم دقرآنکریم پرآیاتودعمل په سبب سوی دۍ،مثلاً پروعده وفا،بیله رشوته دمدعیانوپه منځ کښی ددوی دقانون فیصله،دغریب اومجبوره غم خوړل داټول دقرآنکریم احکام دی،دوی په دوهم جهانی جنګ کی ډیردربدره سول تنهامخلصوحکومتوچه دملت سره یی مینه درلوده پرپښوودرول داسی نه وه لکه زموږ کرزۍ اواشرفغنی چه هرڅه یی پخپل اکونټوکی دخپلوحکومتوسره جمع کړل ملت یی وفقراوبچاره ګۍ ته دامریکاپه ګولیودرپه دره کۍ،افغانستان هرڅه لری خویومخلص اوایمانداره حکومت غواړی مطابق دقرآنکریم داحکامو،باید له مجرمینو غلاسوی پیسی بیرته واخستلی سی ،دقرآنکریم مطابق… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

تر جرمنیانو بی غیرته او غلام قوم نړۍ کی نشته، کشکی هیتلر ژوندی وی او اوسنو غلامو جرمنیانو ته یی له یهودانو د غیرت او ازادۍ درس زده کړی وی. اوسنی غلام جرمنیان چه اوس هم پکی د امریکا نظامی هډی شتون لری خارجی پالیسی یی د امریکا لخوا جوړ او تطبیقیږی .دوهم نړیوال جنګ وروسته جرمنی د امریکا او روسانو ترمنځ وویشل شو ، امریکایی اړخ یعنی لویدیز جرمنی کی د امریکا لوی نظامی بیسونه شتون لری څه چه یی خوشه وی د خبلی خوښی څوک د جرمنی لوړپوړی چارواکی شی . تر دی چه افغانانو ورله د روسی… نور لوستل »

محمد صالح

په عربي کي متل دی چي کل طویل احمق. جرمنیان په درسته اروپا کي طویل القامته دي. په افغانستان کي د شریعت نفاذ پریږده. په جرمني کي هغه قانون د الغاء لپاره کمپاین وچلوه چي یوه نارینه ته پر خپله میرمن باندي د جنسي تیري په جرم سزا ورکوي. د نورمبرګ د محاکمو وروسته په جرمني کي قانونسازي د سرکس د جوکرانو لوبه ګرزیدلې ده.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx