روغتیا

الوتکه کې له سفر وړاندې له دغه خواړو ډډه وکړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۰ل): ډیر خلک په دې نه پوهیږي چې د سفر پرمهال روغتیایي ستونزې رامنځته کېدل مستقیما هغه څه پورې اړه لري چې تېره ورځ یا له سفر څه موده وړاندې وخوړل شي، په دې توګه په بدن د ځینې خواړو منفي اغیز یو نه منل کېدونکی حقیقت دی.

یوې روسۍ ورځپاڼې Fb.Ru هغه خواړه په ډاګه کړي چې له سفر لږ تر لږه ۲۴ ساعته وړاندې خوړل یې د سفر پرمهال د ساه بندیدو او یا حساسیت لامل کیږي، دغه خواړه په لاندې ډول دي:

کافي

سفر ته د انتظار پرمهال زیاتره خلک خپل وخت په کافي څښلو تیروي، خو په دې نه دي پوه چې زیاته کافي څښل د تشو بولو مقدار زیاتوي، که غواړئ د الوتکې سفر په تشناب کې تېر نه کړئ له سفر وړاندې له کافي څښلو ډډه وکړئ، ددې پرځای غوره داده چې اوبه وڅښئ، خو کولی شئ له سفر وروسته له کافي خوند واخلئ.

ګازي څښاکونه

هوایي سفر د اکسیجن کمښت سره تړاو لري کوم چې د تنفسي ستونزو سره د خلکو لپاره خطرناک ثابتېدلی شي، په دې برخه کې رسمي څیړنې تاییدوي چې د ساه بندۍ نږدې څلورمه برخه ستونزې چې په الوتکه کې مسافر اغیزمنوي د الوتنې دمخه د ګازي څښاکونو له امله رامنځته کیږي.

وچه میوه

که څه هم وچه میوه د یو شمېر ګټو ترڅنګ انسان ته د ډیرې مودې پورې د مړښت احساس ورکوي، خو ځینې مهال له عیبونو هم خالي نه دي، دا په داسې حال کې د هغه کس لپاره هم د حساسیت لامل کیږي چې څوک له پخوا دغه ستونزه ونه لري، نو غوره ده چې د سفر څخه وړاندې ونه خوړل شي، او د یادونې وړ ده چې هوایي شرکتونه په الوتکه کې وچه میوه نه وړاندې کوي.

لوبیایي حبوبات

د فضایي طب لپاره د ټولنې په وینا، د اتموسفیر فشار کې بدلون په کولمو کې د ګاز اندازه ۲۵ سلنه ډیروي، او د ناستې حالت هم خرابوي، په الوتکه کې دغه ستونزه جدي کیږي باید له خوړو یې ډډه وشي.

تور چاکلیټ (کاکو)

ځینې خلک په دې باوري دي چې کافي د کافیین یوازینۍ سرچینه ده په داسې حال کې چې تور چاکلیټ هم د کافي په څېر کافیین لري، له همدې امله هغه زیانونه چې د الوتنې پرمهال له کافي څښلو رامنځته کیږي د تور چاکلیټ خوړلو پرمهال رامنځته کیږي، ډیر خلک کاکو د خپګان او سټریس له منځه وړلو لپاره خوري خو باید د سفر پرمهال ترې ډډه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx