د سولې څارلیکنې

سلام حضرت سلطان!

طارق بدر

موږ راغلو!

اې حکیم صاحب سنايي! اې بهلول دانا! اې ابوریحان البیروني!

اې حضرت سلطان بتشکن موږ راغلو!

له دې ځایه، چې تلو، د ډېرو په خوا او خاطر کې نه راتلل، چې بیا به راځو، داسې به راځو او فاتح به راځو!

خو موږ راغلو!

یا حضرت سلطان!

موږ درته ملامت یو، موږ پوره زور وواهه چې ستاسې له مقدسې مقبرې د کفر پلونه ژر له منځه یوسو، موږ د دې عظیم ټاټوبي چې د هند پر براعظم ګي يې د اسلام را وخېژاوه، د ازادۍ لپاره تر ځان بمونه تاو کړل، تاته ياد دي!؟

دلته مو د پولنډیانو ککرۍ او د هغوی د افغان‌نما ملګرو هډونه ستاسې په پښو کې توی کړل، خو بیا هم موږ ناوخته شو، موږ وبښئ!

حضرت سلطان!

شل کاله وړاندې پوره شل کاله وړاندې، کله چې زموږ د وروستي ځوان د پګړۍ ول له دې مقدسې خاورې پنا کېده، ستاسې بې وسي، ستاسې ارمان او ستاسې افسوس موږ درک کاوه؛ خو یا حضرت سلطان! موږ راغلو او د الله جل جلاله په نصرت بریالي راغلو!

ستاسې بالاحصار د شیشې، پوډرو او چرسو د زنګېدلو ځوانانو له وجوده پاک شو، ته سر راپورته کړه، اوس پرې د هماغه توحید توغ رپاند دی چې تاسې يې پر وړاندې د سومنات بوت هم سجدې ته اړ کړ!

حضرت سلطان!

ستاسې د دې علم، فرهنګ، هنر او ایماني عظمت په ټاټوبي کې د هغو څېرو تصویرونه وشلول شول، چې د کفر په تله لوی، درانه او مخور معرفي شوي وو؛ دلته ستاسې خپل اولادونه ستاسې د لارې لارویان او ستاسې د هدف ګډ ارمانجن را ورسيدل!

یا حضرت حکیم!

نور به ستاسې شریف مزار د عرفاوو او علماوو مرکز وي، دلته به د زیارت په پلمه د ساتېریو بنډارونه نه وي او دا ځای به نور د ناروا اړیکو د ځوانو جوړو د دیدار مرکز نه وي!

حضرت حکیم!

دلته به نور  د هوا په څپو کې د سندرو شور نه وي، بلکې شریعت غږ به ستاسې د عرفان او تصوف انګازې خپروي او ستاسې هویت به ژوندی ساتي!

یا البیروني!

موږ را ورسېدلو، خو د نړۍ د ځيره خورو د پیسو سيلابونو کې ستاسې مزار هماغسې خړ پاتې دی، موږ بښنه غواړو، چې پوره شل کاله مو د کفر تر سیوري لاندې پرېښودئ، خو موږ وبښئ، موږ پوره زور ووهه او لایکلف الله نفسا الا وسعها…

یا البیروني!

موږ ژمنه کوو، چې دلته به ستاسې د لارویانو قدر کېږي، دا مقدس ټاټوبی به د نړۍ د سیلانانو ځای وي او ستاسې د افکارو، نظریاتو او پوهې د خپراوي لپاره به زموږ ستوري پوهان دغسې مبارزه کوي، لکه څنګه چې مو د نظامي کفر پر وړاندې خپلې سینې باد باد کړي!

اې د اولیاوو خاورې!

تاسې ته دې د حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د لارویانو راتګ مبارک وي، شل کاله د کفر پر وړاندې د کفر ځپونکي نسل له روزلو مو مننه!

اې د ازادۍ خاورې

تاته مو سلام دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا څه د شرکه ډکې نارې سورې او سوالونه دي —»( یا حضرت حکیم!)«—»( اې حضرت سلطان بتشکن موږ راغلو!)«— ….. دبې علمه شیخ همدا کفر بس دی . ورسه د هغه فاسد ګیلانې او مجددي له قبرونو هم راتاو شه چې مراد ومقصد دې حاصل شي

احمد

پوهیږم چې اوس راباندې دڅه او څه ټاپه وهي خو زه مسلمان یم او حنفي مذهب یم . مګر له شرک د الله په ذات پناه غواړم . دغو یاد کړو ته چې تا د خپلو نانواتېو عذرونه وکړل ، نو که په یادو شوو کې څه توان وي دوی دې هغه مفسد چرسیان بنګیان او پوډریان او بد کاران له ځانه منع کړي . خیر دی دا سوالونه او عذرونه صرف الله ته وکړه هغه ذات خالق ، مالک ،او کارساز دیاو بس .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x