د قذافي جسد به نن په يو مجهول ځای کې خاورته وسپارل شي
(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۵) د ليبيا د ملي انتقالي شوری يو لوړ پوړي چارواکي اعلان وکړ چې د ليبيا د پخواني بيواکه شوي ولسمشر (معمر قذافی) او د هغه د ځوي جسدونه په نن د سې شنبې په ورځ د مختصرو مراسمو په ترڅ کې چې ځينې دينې علماء به پکې ونډه اخلي د ليبيا په دښته کې په يو نا معلوم او پټ ځای کې خاورو ته سپارل کیږي.
نومړي چارواکي (رویترز) سره په تليفوني تماس کې وويل:
«د قذافي جسد به نن له ساده مراسمو وروسته خاوروته سپارل کيږي، او ځينې علماء او شیخان به دغو مراسمو ته حاضريږي».
نومړي زیاته کړه: «د خښیدو ځای به د ليبيا د لويې دښتې په يو مجهول ځای کې وي، نومړي دې ته هم اشاره وکړه چې د قذافي جسد ورانیدو ته نږدې شوی، چې نور ساتل يې امکان نه لري».
پورتني چارواکي دا هم وويل چې د قذافي جسد د ده قوم ته د سپارولو پريکړه هم ونه منل شوه، او د ده ځوی (معتصم) به هم د دهمدغو مراسمو په ترڅ کې خښيږي.