افغانستان

د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمري، ۱۴۰۰ل): د ولایاتو د مرکزونو د نیولو په دوام طالبانو نن ماښام د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار په بشپړه توګه نیولی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د ولایت مقام، امنیه قومنداني، د ملي امنیت ریاست او ګڼې دولتي ودانۍ یې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، په لسګونو عسکر ورته تسلیم شوي او یو شمېر نور عسکر له دولتي چارواکو سره یوځای لوا ته تښتېدلي، چې هلته هم ورپسې تعقیبي عملیات روان دي.

دا په تیرو ۷ ورځو کې ۱۳ ولایت دی چې د طالبانو لخوا نیول کیږي.

د تیرې جمعې ورځې راهیسې د نیمروز، جوزجان، سرپل، کندوز، تخار، سمنګان، فراه، بغلان، بدخشان، غزني، هرات او بادغیس په ګډون ۱۳ ولایتونو مرکزونه له دولتي ځواکونه څخه نیولي او په زرګونو عسکر له وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شول.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو مرکزونه هم د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندي دي او ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د هلمند ولایت مقام طالبانو ته تسلیم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx