
امریکا خپل سفارت د کابل هوايي ډګر ته لیږدوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۰ل): سي ان ان نړیوالې شبکې خبر ورکړی چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل سفارت د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ولیږدوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» وايي، چې هېواد به یې کابل کې خپل سفارت پرانیستی پریږدي؛ خو یو شمېر امریکايي عسکر به د کابل نړیوال هوايي ډګر ته واستوي ترڅو د دیپلوماتانو په خوندي را ایستلو کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، راتلونکو څو ورځو کې په کابل کې د امریکایي سفارت د ملکي مامورینو شمېر راټيټوي او امریکا ته د لېږدولو لپاره یې یو شمېر امریکایي مرین عسکر په مؤقت ډول د کابل هوایي ډګر ته لېږي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی په افغانستان کې د ډيپلوماټیک حضور او قونسلي خدمتونو د پای ته رسولو هوډ نه لري.
تردې وړاندې نیویارک ټایمز د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی ؤ چې ډاکټر زلمی خلیلزاد او امریکايي چارواکي له طالبانو غواړي چې د کابل د نیولو په صورت کې د امریکا او نورو هېوادونو د سفارت امنیت ډاډ ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تیرې یوې اونۍ په دوران کې د غزني او هرات په ګډون ۱۳ ولایتونه ونیول او ګڼ نور یې تر کلکې محاصرې لاندې نیولي دي.
Ha Ha Ha
It is then easy to run away