weena qalam

د شيطان د راتلو لاري

 لیکوال: مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

شيطان دانسان دبې لاري کولولپاره ډېري لاري چاري کاروي خوپه عمومي توگه دمسلمانانودبې لاري کولولپاره له دوولارو کاراخلي:

اول:که دامسلمان گناهگاروي،ددين داحکاموپه هکله  په تفريط اوکوتاهۍ کي مبتلاوي نوده ته گناوي اوخواهشات ښائسته کړي څوپه دې سره يې دالله پاک له لاري غافل کړي.

که دهغه په زړه کي توبې ته ميلان پيداشي نوبياورته وايي چي اوس خوځوان يې!عمردي ډېرپاته دی بيابه دعمرپه آخرکي توبه اوباسې!

همدارازورته وايي چي الله پاک بخښونکی اومهربان دی،پرتابه هم رحم وکړي اوترگناه به دي درتېرشي.

په دغسي غولوونکوخبروسره شيطان په دې هڅه کي وي چي انسان له الله پاک څخه لري وساتي.

داصحيح ده چي الله پاک غفور او رحيم دی خوانسان بايددالله پاک دبخښني  اومهربانۍ اسباب اختيارکړي.

داسي کارونه بايدوکړي چي دهغوله امله دالله پاک دمهربانۍ وړ وگرزي.

که دالله پاک دمغفرت اومهربانۍ اسباب اختيارنه کړل شي نوهسي بې ځايه دمغفرت اومهربانۍ اميدلرل ناپوهي ده.

لکه دبېلگي په توگه که څوک غنم وکري نوبيابايددغنمو دراشنه کېدلواميدولري.

که چاازغي کرلي وي نودغنموياگلانواميدترې لرل  بې ځايه دي.

همدارازکه څوک په يوه داسي موټرکي کښېني چي هغه روغ وي اودکابل په لور روان وي،نواوس بايدکابل ته درسېدلواميدولري.
که په داسي موټرکي کښېني چي هغه خراب دی،ټايرونه اوانجن نه لري بلکي په زمکه پروت دی  نوکابل درسېدلواميدلرل  بې عقلي ده.

نودالله پاک دمغفرت اميدهم بايدهغه وخت ولرل شي چي څه اسباب خودمغفرت برابرشي.

خوبياهم دالله پاک فضل ډېرپراخ دی.

همدارازلکه څنگه چي الله پاک غفوراورحيم دی نوددې سره دسخت عذاب خاوندهم دی الله پاک فرمايي: اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (98)(پوه شئ چي بې شکه الله دسخت عذاب ورکولو والاهم دی اوډېربخښونکی مهربان هم دی!!

په دې آيت مبارک کي اشاره ده چي ايمان دخوف(ډار)اورجاء(اميد)ترمنځ دی.

له الله څخه به څوک نه بېغمه کېږي  اونه به ترې نااميده کېږي.

بلکي هم به ترې اميدلري اوهم به ترې وېره لري.

دوهمه طريقه دشيطان داده چي که څوک عبادت کوونکی وو،نوبياورته افراط اوپه دين کي زياتوالی ښائسته کړي څودين يې په دې طريقه ورخراب کړي.

دشيطان کوشش داوي چي بنده په داسي عبادت کي  اخته کړي چي دهغه نه الله پاک حکم کړی وي،نه يې له نبي اکرم صلی الله عليه وسلم  څخه ثبوت وي،نه يې له صحابووڅخه ثبوت وي اونه هم دمجتهدينوپه اجتهادکي دهغه کارثبوت وي.نوعبادت به هم کوي خوالله پاک ته به دقبول وړنه وي .

ځان به ستړی کړي خونه يوازي داچي دعبادت فائده به ونه ويني بلکي گناه به ورپسي وليکل شي داځکه چي ددين داحکاموپه هکله افراط کول هم ناروادی.

الله جل جلالله فرمايلي دي:
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ (171النساء)

ژباړه:اې اهل کتابو!په خپل دين کي موبې اندازې تېری مه کوئ!اوپرالله تعالی له حقه پرته بل څه مه واياست!!

په دې آيت مبارک کي اهل کتاب په دين کي له غلوکولوڅخه منع شوي دي.

دغلولفظي معنی تر اندازې دتېرېدلوده اوامام جصاص په احکام القرآن کي فرمايلي دي:اَلغُلوُفِي الدِينِ هُوَمُجَاوَزَةُ حَدِالحَقِ فِيهِ!!
يعني ددين په هکله غلوداده چي په دين کي دکوم شي کومه اندازه مقرره شوې وي ترهغه مخته تېرېدل!!

همدارازالله جل جلاله فرمايي:((قُلْْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيراً وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ)).
ژیاړه:(اې پيغمبره!-صلی الله عليه وسلم)ورته ووايه!اې کتاب والاوو!په دين کي موتراندازې زيات ناحقه تېری مه کوئ اودهغوخلگوپه هوسونوپسي مه ځئ

چي لاړومبی هم خپله بې لاري شوي دي اوهم يې نورډېربې لاري کړي دي او له سمي نېغي لاري بل خوا اوښتي دي!!

په حديث شريف کي راغلي دي:(( إيَّاكم والغلوَّ في الدِّين؛ فإنَّما هلك مَن كان قبلكم بالغلوِّ في الدِّين (رواه النسائي)
يعني په دين کي له زياتي کولوځان ساتئ ځکه چي ترتاسومخکيني امتونه په دين کي دزياتي کولو له امله تباه شوي دي!!

په دين کي دغلواوزياتي کولوله امله يهوداونصاری گمراه شوي وو،نوله دې امله نبي عليه السلام خپل امت له دې ناوړه کارڅخه منع کړی دی.

داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم په خپلومبارکوويناوواوکاروسره دعباداتو،معاملاتواودژوندانه دټولوکارولپاره داعتدال حدودټاکلي دي.
ترهغوشاته پاته کېدل تفريط(کوتاهي)اومخته تېرېدل افراط اوگناه ده

 له دې امله يې په دين کي دبدعت کولوپه کلکه غندنه کړې ده.

بدعت څه ته وايي؟

بدعت په لغت کي نوي شي ته وايي اوپه اصطلاح کي دشريعت يې علامه بدرالدين عيني الحنفي-رحمه الله-داسي تعريف کوي:والبدعة في الاصل احداث امرلم يکن في زمن رسول الله صلی الله عليه وسلم(عمدة القاري ص:۳۵۶ج:۵)

يعني بدعت په اصل کي دداسي نوي کارايجادول دي چي دنبي عليه السلام په زمانه کي موجودنه وو!!

مفتي کفايت الله صاحب ليکي:بدعت هغوشيانوته ويل کېږي دکومواصل چي له شريعت څخه ثابت نه وي،يعني قرآن مجيداوپه حديث شريف کي دهغه ثبوت پيدانه شي اودرسول الله-صلی الله عليه وسلم-،صحابه کرامو،تابعينواوتبع تابعينوپه زمانه کي دهغه وجودنه وي،اوهغه ددين کارپه گڼلوسره وکړل شي  ياپرېښودل شي(تعليم الاسلام څلورمه حصه ص:۲۷)

مولاناشبيراحمدعثماني-رحمه الله-ليکي:بدعت ويل کېږي داسي کارکول چي دهغه اصل په قرآن اوسنت اوقرون مشهودلهابالخيرکي نه وي،اودغه کارددين اوثواب کارگڼلوسره کول.(حمائل شريف ص:۷۰۸)

يعني يوداسي کارچي دهغه ثبوت په شريعت کي نه وي دثواب په نيت کول دابدعت دی.
همدارازپه ثابت کارکي دقيدونوزياتول هم بدعت دی.

مثلايوعبادت عام راغلی دی،هغه په يوه وخت پوري خاصول اوپه هغه وخت کي يې دزيات ثواب عقيده لرل داهم بدعت دی.

نودشيطان داکوښښ وي چي گناهگارپه گناهونوکي مصروف وساتي اوديندارپه بدعت کي اخته کړي څوپه دې سره دی خپل شوم هدف ته ځان ورسوي چي هغه دانسان بدمرغه کول دي.

الله پاک دي مونږدده له دې شوم هدف څخه وساتي  آمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د