ورزش

میسي به د پاریس سان جرمان کلب څخه څومره پيسې ترلاسه کوي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د فوټبال په تاریخ کې دغه اونۍ تر ټولو تاریخي وه چې د نړۍ مشهور ستوري لیونل میسي د برسلونا مشهور کلب له ۱۷ کلونو وروسته پریښود او د فرانسوي کلب پاریس سان جرمان سره یوځای شو.

میسي چې د فوټبال د هر ډول تر ټولو غوره لوبغاړی دی، د پاریس لوبډلې سره په وړیا ډول تړون لاسلیک کړ، خو کلنی معاش یې شاوخوا ۳۵ ملیونه یورو چې ۴۱ ملیونه ډالر کیږي ټاکل شوی دی.

۳۴ کلن میسي دوه ورځې وړاندې د پاریس سان جرمان کلب سره د دوه کالونو لپاره تړون لاسلیک کړ خو د دریم کال فرصت هم لري، چې د فوټبال د انتقال په برخه کې تر ټولو تاریخي ورځ بلل کیږي.

میسي د پنجشنبې په ورځ د پي ایس جي لوبډلې نورو لوبغاړو سره یوځای لومړي تمرینات ترسره کړل، خو لا معلومه نه ده هغه به خپله لومړۍ لوبه کله ترسره کوي.

سوال راپورته کیږي چې میسي په یوه میاشت، یوه اونۍ، یوه ورځ، یو ساعت، یوه دقیقه او یوه ثانیه کې له پي ایس جي لوبډلې څخه څومره پیسې ترلاسه کوي؟

د هغه تړون په اساس چې میسي د پاریس سان جرمان سره لاسلیک کړی، میسي به په هر سیزن کې ۳۵ ملیونه یورو معاش ترلاسه کوي، که چیرې نوموړي د پاریس لپاره د چمپينز لیګ اتلولي وګټي شاوخوا ۱۰ ملیونه بونس به هم ورکړي.

دغه راز نوموړی به په دې اساس په یوه میاشت کې ۲۹ لکه یورو، په یوه اونۍ کې ۶۷۵ زره یورو، په یوه ورځ کې ۹۶ زره ۴۲۸ یورو، په یوه ساعت کې ۴ زره ۱۸، په یوه دقیقه کې ۶۷ او په یوه ثانیه کې ۱.۱ یورو ترلاسه کوي.

راپورونه وایي چې دا د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو زیات قیمتي تړون دی چې ترسره شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx