افغانستان

د کندهار تاریخي ښار طالبانو ونیولو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ زمري، ۱۴۰۰ل): له یوې میاشتې سختو جګړو او بمباریو وروسته ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو تیره شپه د کندهار تاریخي ښار په بشپړه توګه نیولی دی.
طالبانو له وړمې ورځې راهیسې د کندهار ښار په محبس او شاوخوا سیمو له څلورو طرفونو څخه سخت بریدونه پیل کړل، چې د محبس او یو شمېر نورو سیمو له نیولو وروسته یې پرون مازدیګر د کندهار ښار مرکزي برخې هم ونیولې او یوازې د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په ګډون په څو محدودو ځایونو کې حکومتي چارواکي کلابند پاتې شول.
که څه هم له پرون مازدیګر راهیسې د ښار په ځینو سیمو کې د طالبانو او صفر درې (ملا صاحب د سرای) د قطعې ترمنځ شدیدې نښتې روانې وې؛ خو د شپې ناوخته ځايي خلکو خبر ورکړ چې کندهار ښار په بشپړه د طالبانو په ولکه کې شو او دولتي چارواکي ۲۰۵ میوند قول اردو ته تښتېدلي دي.
ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د کندهار والي روح الله خانزاده له خپل پرسونل سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
طالبانو او حکومتي چارواکو تراوسه پورې رسما د کندهار ښار د سقوط په اړه څه ویلي نه دي.
دا په تیرو اته ورځو کې پنځلسم ولایت دی چې د طالبانو لخوا نیول کیږي.
طالبانو تردې وړاندې د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، فراه، بغلان، بدخشان، غزني، هرات، بادغیس، هلمند او غور ولایتونو مرکزونه نیولي وو.
کندهار چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر مجاهد ټاټوبی،‎افغانستان لومړۍ پلازمینه او له تاریخي او اقتصادي پلوه مهم ښار بلل کیږي، ښايي له نیول کېدو سره یې ګڼ نور ولایتونه له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شي او طالبان په یوه منډه د کابل تر دروازو ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

DA ABDALI MASIANO AW DA OMER 3 WRERONO MUBARAK SHAH
SHAME ON NANGARHARIES
I WISH BABA KHALIS WAS HERE

ZA DA ASIA PA ZARAH KI KHWAZIDALI MUSALMAN YAMAH
MA RAZA MARGAYA ZA DARZAMMA DARRAWAN YAMAH

BABA KHALIS

Sayed

Afghanistan is practically under the occupation of Afghanistan. Pakistan invaded on our soil via Taliban.

طوطی

طالبان دی اوس کند هار کی خپل د زړه خوښی امارت اعلان کړی چی پته یی ولګیږی چی څومره د دنیا ملکونه یی په رسمیت پیژنی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx