افغانستان

د هلمند او غور ولایتونه هم له جګړې پرته د طالبانو لاس ته ولوېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ زمري، ۱۴۰۰ل): په څو ساعتونو کې په پرلپسې توګه د تاریخي ښارونو غزني، هرات او کندهار د نیولو په تعقیب طالبانو شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د غور ولایت مرکز هم په بشپړه توګه نیولي دي.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه چې له تیرو څو اونیو راهیسې د سختو جګړو او «ړندو» بمباریو شاهد ؤ، چې په ترڅ کی یې د نظامیانو ترڅنګ په هوايي او توپچي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واووښتله.

په تیرو څو ورځو کې د امنیه قومندانۍ، د قطعه خاص مرکز، د پولیسو اکاډمي، د نظم عامه کنډک او ځینو نورو دولتي ودانیو د کنترول لپاره بیاهم سختې نښتې ترسره شوې؛ خو له پرون ماسپښین راهیسې د لښکرګاه ښار زیاتره برخې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوې او تیره شپه د ولایت مقام هم د طالبانو لخوا ونیول شو.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو ویاند حافظ راشد هلمندي دا خبر تایید کړی؛ خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د پرون ورځې په جریان کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او شاوخوا لوا ګانو څخه په سلګونو دولتي عسکر له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شول او لاهم د تسلیمۍ لړۍ روانه ده.

ویل کیږي چې د هلمند ولایتي چارواکو ته لاره ورکړل شوې ترڅو ښوراب پوځي اډې ته ځانونه ورسوي.

په یو جلا خبر کې د غور ولایت مرکز څخه ځايي سرچینې وايي، چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د فیروزکوه ښار له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوی دی.

تراوسه د والي او نورو دولتي چارواکو په هکله معلومات نشته؛ خو داسې ګونګوسې دي چې هغوی هوايي ډګر ته تللي ترڅو له هغه ځایه کابل ته وتښتي.

دا په تیرو اته ورځو کې پنځلسم ولایت دی چې د طالبانو لخوا نیول کیږي.

طالبانو تردې وړاندې د نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، سمنګان، فراه، بغلان، بدخشان، غزني، هرات، بادغیس، کندهار او هلمند ولایتونو مرکزونه نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

طالبه که محبوبیت غواری او خدایی مسولیت ادا کول غواری د لاندی کارونه وکری: اول: پوهنتونونه مکاتب تعلیمی اداری شروع کری. دوهم: تول زنانه چی په پوهنتونو کی دی یا مکاتبوکی ورته د حجاب خبره اعلان کری او تشویق یی کری چی درسونو ته ادامه ورکری. دریم: هغه تولګی چی نارینه او زنانه ګد درس درلود اول امکانات وګوری بیا یی په مرور د زمان سرا جلا کری. دریم: معاش سیستم د کابل سره خبره وکری چی دمخکی په شان ادامه ورکری. سلورم: تول دولتی کارمندان را خپلو وظیفو ته راوبلی چی په عادی طریقه ادامه ورکری. زکه طالبان تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx