شعـــــرونه

فاتح طالب د احمد شاه بابا پر مزار/ د قاري سعید نوی شعر

قاري عبدالستار  سعید

 

سلام سلام، دادی راورسیدم

زغره په تن، په لاس کې توره بابا

ستړی بچی دې یم، مرقد ته ولاړ

سر کړه راپورته، امپراطوره بابا

 

دا زه چې نه وم ته خبر یې که نه

وم له نړۍ سره په شر اوښتی

د پاني پت تاریخ دې بیا تازه شو

بیا وم د کفر په اشر اوښتی

 

ته به خبر وې، که به نه وې خبر

چې ستا انګړ ته وو پردي راغلي

د کندهار درنو کوڅو ته بابا

وو د بیزو او خوګ بچي راغلي

 

یو نه و، دوه نه و، لس شل هم نه وو

دا ځل بې شمیرو ،  و یرغل راوړی

ګبر و ترسا، ملحد، زندیق واړه وو

چا و تلمود، چا و بایبل راوړی

 

بابا د ستا زړه به یې نه ومني

چې څنګه ټول جهان راوبلوسېده

د افغان سر او مال یې لوټ اعلان کړ

ځمکه تبۍ شوه، اسمان وغورېده

 

یو خوا نړۍ، لښکر لښکر سیاهي

له توپ تخنیک، وسلو ډالرو سره

بل خوا د ستا د پیروانو لنډ صف

له زنګ وهلیو، تورو زغرو سره

 

موږ د الله په نوم جګړه پیل کړه

بې له الله، بله اسره مو نه وه

توره مو وه، خو زنګ وهلې غوندې

ستا غوندې ځلنده نیزه مو نه وه

 

دښمن یوازې وطن نه و اشغال

ایمان، وجدان، حیا غیرت یې هم ووړ

ته یې ډاکو د هندوستان بللې

د ستا تاریخ د پاني پت یې هم ووړ

 

غربیانو داسې لاتیان وزیږول

چې نه یې دین، نه یې تاریخ پيژندو

نه د خپل دین، فرهنګ په خوند پوهیدل

نه یې ذلت له زهرو تریخ پيژندو

 

د ستا جهاد یې ترهګري بلـله

د ستا دستار ته یې په سپکه کتل

ستا کارنامې یې پیغورونه ګڼل

هر افتخار ته یې په سپکه کتل

 

د ستا (حافظ) ته یې (رحمت) نه ویل

فقیر الله صاحب یې خپل نه ګاڼه

له ( میا عمر) تر ( ملا عمره) پورې

هیڅ یو اتل یې هم اتل نه ګاڼه

 

بابا ارمان چې مې شل ژبې وای نن

چې له شل قسمه ناکردو غمیزو

مې شل او زر داستانه تېر وای درته

د شل کلنو حماسو، غمیزو

 

څنګه د اور په مخکې ودریدو

څنګه شوې ماتې د نمرود ارادې

څنګه د حق په توره دوه نیمه شوې

د عاد، شداد او د ثمود ارادې

 

څنګه تنکي زلمي په موسکو شونډو

د لمبو غیږې ته په مینه لاړل

څه ګلورین ژڼي فدا شول په دین

څه پاک ارواح تر علیینه لاړل

 

څه د باروتو ږلۍ واوریدې

څه د کلسټرو ټکې پریوتلې

څه قامتونه مو را ونړیدل

څنګه پګړۍ له ځمکې پریوتلې

 

بابا خو موږه هم د ستا بچي وو

مونږه ( عمر ) مونږه ( جلال) درلودو

لکه ( منصور) له اوره نه ډاریدو

مونږه باور په لایزال درلودو

 

پای مو د لوی الله په لویه مرسته

د تیريګرو مرکنډۍ ماتې کړې

چې ستا په پاک وطن یې پل ایښی و

موږ یې ښنګري او پُښتۍ ماتې کړې

 

دا دی بیا ستا سر ته سرلوړی ولاړ

درته مې زیری د حریت راوړی

د ستر ازمون غشي مې خښ  پر بدن

مګر ایمان مې سلامت راوړی

 

نور به د ستا د پاک مزار له څنګه

د اشغالګرو شوبلې نه غوریږي

نور به دې روح د دې سرلوړي وطن

په محکومیت او اشغال نه ځوریږي

 

بابا وعده ده، د سعید ژمنه ده

ستا د همت او غیرت لار به ساتو

جهان که هر څه کوي، کړي دي، خو موږ

په لاس نیزه په سر دستار به ساتو

 

(جمعه مبارکه د زمري ۲۲ مه ۱۴۰۰ هجري شمسي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام الله خاموش

له سترګو مې اوښکې وڅڅیدې د ډيرې خوښۍ نه
نظم نه وو رښتينې مينه وه. لويه ربه ټوله نړۍ په خپل سپيڅلي نظام ونازوه.

قیامت دی

سپیزلی نظام نه د طالب جان نظام. سو ورزی او میاشتی بعد به ګوری چی سه وحشت روان دی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx