افغانستان

غور: ناڅرګندو وسله والو۱۴ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): غور ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو ۱۴ولسي وګړي وژلي دي.
د غور ولایت چارواکي وايي چې وسلوالود غور ولایت مرکز چغچران څخه ۲۵ کیلومتره لرې درې مسافر وړونکي فلاینګ کوچونه درولي، ۱۴ مسافر یې ترې کوز کړي او وژلي دي.
د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې وسله والو درې مسافر وړونکي فلاینګ کوچونه موټر د شپې درولي او د تذکرو له لیدلو وروسته یې ۱۵ کسان ترې کوز کړي او وژلي دي.
د خطیبي په وینا په وژل شوو کسانو کې ۲ ماشومان، ۳ښځې او ۹ نارینه دي. خطیبي وايي چې وژل شوي کسانو د غور ولایت د مرکز څخه د لعل سرجنګل ولسوالۍ په لورې تلل.
د نوموړي په وینا وسلوالو دوی راښکته کړي، د سرک پر سر يې په کتار درولي او بیا یې ویشتلي دي.
چارواکي وايي چې یو تن په تېښته بریالی شویدی.
په وژل شوو کسانو کې د غور ولایت د والي مشاور هم شامل دی.
د پېښې مسئولیت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fareed

څر ګند کساندې ورور شمالی ټلواله ورسرا دبلیک وټر کمپانی خرفه یې جنیات کاران دې غوړې ازهان عام دانتخاباتی جوړجاړې څخ بل لورته واړه وی داظلم عناصر هیڅ رحم نه لرې په هرجنایت چی وی خپله منحوسه چهرا پټه وی لیکن اوس افغانان خپل دوست دښمان پیژنی اګرکا مزدورې رسنی هم د دې په حدمت کی ړنده تبلیغات کوی ———— وسلام

قاري سعيدخوستئ

آه زموژ بي ناموسان او شمالي لندغر سومره اسرائيل مزاجه دي دوئ دخپلو سياسي اهدافو په لاسته راؤڑلو كي په هيچ جرم بي غيرتئ بي ناموسئ صرفه نه كوي
وژل شوي كسان هزاره كان دي چي دكرزك آوباشان غواڑي په دي سره په افغانستان كي قومي شخڑي راولاڑي كڑي
زه ترٹولو په سختو ٹكو دا عمل غندم
اودغلامئ راديو دايكٹرانو هغه سپين ستركي هم دزعملو نه ده چي دپيشي سمدستي وروسته په پلان شوي دول دپيشي مسئوليت طالبانو ته په غاڑه ورواچوه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x