افغانستان

د ملګرو ملتونو الوتکې په لومړي ځل د طالبانو تر کنترول لاندې هوايي ډګر کې ناسته وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو لخو د اتلسو ولایتونو او تر شلو زیاتو هوايي ډګرونو له نیولو وروسته د ملګرو ملتونو الوتکه په لومړي ځل د طالبانو تر کنترول لاندې هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه الوتکه تیره ورځ د بدخشان ولایت هوايي ډګر کې ناسته کړې؛ خو داچې په دغې الوتکه کې د ملګرو ملتونو مامورین وو او که بشري مرستې وې، په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.

باید وویل شي چې طالبانو په تیرې یوې اونۍ کې د بدخشان، تخار، کندوز، شبرغان، هرات، شینډنډ، فراه او بادغیس په ګډون له شلو زیات هوايي ډګرونه نیولي؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یو نړیوال سازمان الوتکه ددوی تر کنترول لاندې هوايي ډګر کې ناسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا پدی معنی چی ملل متحد طالبان په رسمیت وپیژندل، خلاصه خبره ده صرف یو ملا هیبت نشته چی راشی او پاچاهی وکړی.

pattang

طوطي مشوه د اوږده عقل د لنډ ! اوس د پر دا اوږده مشوکه د پنجرو لاندې مرداري خوره !

قیامت دی

نن تکی اسیا داسی شیان خپروی خو زما تبصری نه خپروی زکه زه نه طالب منم نه حکومت دواره خاینان دی

قیامت دی

همدا اوس خبر شوم چی د هرات ظفر قول اردو چور شوی که داسی شوی وی نو طالبه خدای دی خوار کره. فقط دوه نفره چپاولګر سر چپه را زورند کره وژنی یی مه بیا سوک داسی نه کوی. وه ظالمانو تاسو سنګه دا شیان چورته پریژدی خراب شی

قیامت دی

وه د خدای بنده ولی راته منفی لایک راکوی فقط عقده بل نو سه شی شته؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx