افغانستان

امرالله صالح: حکومت د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ زمري، ۱۴۰۰ل):  د کابل حکومت د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ويلي، چې حکومت د طالبانو د بریدونو پر ضد د درېدلو او مقاومت پرېکړه کړې ده.

امرالله صالح شېبه مخکې رسنيو ته ويلي، چې نن د جمعې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې حکومت به د طالبانو د بریدونو پر ضد دريږي.

صالح زياته کړې، چې د دې امنيتي پرېکړې له مخې حکومت او د خلکو مقاومت به له ټولو امکاناتو سره د طالبانو پر ضد مقاومت وکړي.

د صالح په وينا د اړتيا پر مهال به د امنيتي ځواکونو او پاڅونوالو لپاره هر ډول امکانات برابريږي.

صالح په داسې حال کې د طالبانو پر ضد د مقاومت خبره کړې، چې له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو د هېواد په لر و بر کې اتلس ولايتونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې طالبانو نیمروز، جوزجان، کندوز، سرپل، تخار، فراه، سمنګان، بدخشان، غزني، هلمند، کندهار، هرات، رزوګان، هلمند، زابل، غور، بادغيس او لوګر ولايتونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

په ډېری دغو ولايتونو کې له طالبانو سره جګړه نه ده شوې، واليان او امنيتي مسؤولين تر ډېره له جګړو او مرګ ژوبلې پرته ولايتونه طالبانو ته سپارلي دي.

دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې ولسوالۍ او ولايتونه له جګړو او مرګ ژوبلې پرته تسليميږي.

طالبانو ټولو حکومتي چارواکو، پوليسو او عسکرو ته د بښنې اعلان کړی او ورته يې ويلي، چې هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي او نه هم د چا د پروپاګند ښکار شي، بلکې له خپلو بچيانو سره دې په خپلو کورونو کې ډاډه ژوند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرهاد

صالحه ستا دا فاصد ، قاتل ،ظالم ، اجیر ، سیکولر ده کفراوالحاد ملاتړی دولت سره هیڅوک نه ودریږی. نن ستاسو ده ظلمونو، بی عدالیتو ،ژبنیو او قومی تبعیز، تعصوبونو وو په مقابل کی داملت پورته شوی. تاسو مفصدین او مرتدین یی مخه نشی نیولی. ستاټانګونه ،طیاری، ډالر او امپراطوریو ملاتړیو سره سره موده مدرسی طالب رانسکوروی ځکه چی دوی سره ده خدایی نسرت دی. ملت دی. وحدت.  ایمان او ده وطن مینه ده. ډیرزربه دی په پلخیشتی کی راوزړوی. ده نجیب او نورو ګوډاګیو په څیر.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د امرالله صالح د څرګندونو په اړه د تبصيرې څخه صرفنظر کوم ، ځکه چې لاندنی ضرب المثل راته ياد سو . « خر دباره ولويد ، ولې د تيزه و نه لويد » .

قیامت دی

په حکومت کی می دغه دیر بد ایسی######

دوکتور غروال

دا قاتل جاسوس اود اجنبیانو غلام واقعآ بی کرکټره او وطن پلورونکۍ مضر مکروب دی لدی خاطره هم ستر جاسوس اشرف غنی د ځان ددوهم مرستیال کړۍ دی ، دا خوګ مسلسل ددروغو تبلیغاتی چرندیات وائي په حقیقت کښی کوچنی تربیه شوی طالبانو د نیمائي څخه زیات افغانستان ورڅخه نیولۍ دی حتی ددوی اتل ساختګی جنرال اسماعیل هم ورته تسلیم شویدی ددی پلیتو د هر لفظ اظهار نه یوازی محض دروغ دی بلکه د اجنبیانو غلامی مطیع دی او دا کار ئی هم د بادار په امر تر سره کړۍ دی !!!!!

Adam Khan

Oh man, I am glad you are still here. Please do not leave the country

ګل احمد

پکه! دا یې لا بله سپکه! نور په ځان ملنډي مه وهه. دا ځل فکر نه کوم چي د ګلدرې او شکردرې محاذ به تر ډیره ټینګ وساتئ، ځکه چي په جنوبي ولایاتو کي تقریباً ټول هغه قومندانان یا وژل سوي دي او یا منفوره سوي دي چي د طالبانو د تیر حکومت پر وخت به یې مسعود ته جنګیالي په کرایه ورلیږل. په تحریک کي هغه رهبران هم اوس رسوا او معلوم دي چي ستا د نر (احمدشاه مسعود) سره یې نامشروع استخباراتي اړیکي لرلې. د تحریک مجاهدین اوس په خپلو صفوفو کي د غدارانو د موجودیت څخه خبر… نور لوستل »

ګل احمد

وایي چي دوه پک هغه هم سره ورک……. اشرفغني دي څه کړی دی. دا شپې لکه چي ډیر نه سره ګرزئ.

عبدالرقیب

د کندهار ډیره یاغي هوا ده. مړی هم پر ښور راولي. چي ۴۰۰۰ عسکرو دي د په کندهار هوایي ډګر کي مقاومت ونه کړ نو فکر نه کوو چي بل هیڅ ځای دي د کابل افغانکشه قاتلین درنګ وکړای سي.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx