روغتیا

برتانیا کې ډیمنشیا ناروغۍ تېر کال د کووید-۱۹ په پرتله ډيرې میرمنې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۰ل): په برتانیا کې رسمي څيړنو څرګنده کړې چې تېر کال دغه هېواد کې د کووید-۱۹ ناروغۍ په پرتله د ډیمنشیا (لیونتوب) ناروغي د ډیرو میرمنو د مړینې لامل شوې ده.

د څیړنو پایلو ښودلې، هره ورځ برتانیا کې ۱۲۵ میرمنې د دماغي ناروغۍ یا لیونتوب له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم د کرونا وبا له کبله په دغه هېواد کې له ښځو زیات سړي د کرونا ښکار شوي، خو په ۱۲ میاشتو کې ۴۵۹۲۲  میرمنې چې په یو ساعت کې ۵ میرمنې کیږي د ډیمنشیا ناروغۍ وژلې دي، چې د ټولو ښځو د مړینې ۱۵.۳ سلنه جوړوي.

د ملي احصایې دفتر په وینا، دغه راز د ډیمینشیا او الزایمر ناروغي له ۲۴ زرو زیات نارینه وژلي، چې د زړه او کووید-۱۹ له ناروغیو وروسته په نارینه و کې د مړینې دریم عام لامل دی.

په برتانیا کې د ډیمنشیا له کبله د ښځو زیاتې مړینې خیریه موسسې دېته اړ کړي تر څو په نړیواله کچه سمدستي فنډ راټول او د یادې ناروغۍ په مخنیوي یې خرڅ او د درملنې چاره وکړي.

په برتانیا کې ډیمنشیا ناروغۍ شاوخوا ۸ نیم لکه کسان اغیزمن کړي خو لا یې هم هیڅ ځانګړې درملنه شتون نه لري.

یاد هېواد کې د الزایمر د څیړنې مشر ټيم پیري وایي، «په داسې حال کې چې میرمنې د نارینه وو په پرتله د اوږد ژوند تمه کولی شي، دا یوازې دا نه روښانه کوي چې ولې میرمنې په غیر متناسب ډول د ډیمنشیا لخوا اغیزمنې کیږي، د نوموړي په وینا اوسمهال د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره بېلا بېلې څيړنې دوام لري چې ډير ژر به یوې پایلې ته نږدې شو.

په تېره لسیزه کې ډیمنشیا د میرمنو لپاره د مړینې لوی لامل دی، خو که عین وضعیت تر ۲۰۵۰م کال پورې دوام وکړي، او مونږ د ډیمنشیا لاملونو په اړه څیړنو ته لومړیتوب ورنکړو د هېواد په شاوخوا کورنیو کې به هم وژونکی اغیز رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په برتانیا کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۳۱ زره کسان مړه شوي په داسې حال کې چې مثبتې پېښې ۶.۱۸ ملیونو ته رسېدلې دي، اوس هم په ورځني ډول دغه هېواد کې شاوخوا ۳۰ زره مثبتې پېښې او ۱۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx