نړۍ

د پکتيکا د مرکز ښرنې دفاعي کمربند مات شو، طالبانو په کونړ او پکتيا کې هم پرمختګونه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ زمري، ۱۴۰۰ل):  د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې دفاعي کمربند مات شو، طالبان د چټک پرمختګ په حال کې دي، د فتنې غونډ‎ۍ په نوم ستره پوځي قرارګاه او اته پوستې يې نيولي دي.

طالبانو هم په پکتيکا کې د شوو پرمختګونو پخلی کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ویلي، چې د ښرنې دفاعي کمربند مات شوی، د فتنې غونډې قرارګاه او اته پوستې نيول شوي، اوس مهال جګړه په لومړۍ حوزه کې روانه ده او طالب جنګيالي د ولايت مقام پر لور د چټک پر مختګ په حال کې دي.

همدا رنګه په ختيځ کې له کونړ ولايت څخه هم تر لاسه شوي رپوټونه وايي، چې طالبانو د شلتن او اسمار ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره نيولي او دولتي عسکر او پرسونل په تېښته بريالي شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د دوی جنګياليو په دواړو ولسواليو کې پرېمانه پوځي وسائط او وسلې نيولي دي.

د پکتيا ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې د سيد کرم ولسوالۍ له امنيه قومندانۍ او ټولو اړوندو ادارو سره طالبانو نيولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سيد کرم ولسوالۍ، مرکز، امنيه قومندانۍ او اړونده دولتي ادارې يې نيولي، ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې نور يې په تېښته بريالي شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو لنډو ورځو کې د خپلو بې سارو پرمختګونو په لړ کې د هېواد په لر و بر کې اتلس ولايتونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

طالبانو تر اوسه نیمروز، جوز، کندوز، سرپل، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان،  فراه، هلمند، روزګان، زابل، کندهار، هرات، بادغیس، غور، غزني او لوګر ولايتونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

وروستي رپوټونه وايي، طالبانو د میدان وردګو ولايت پر مرکز ميدانښار هم پرېکنده بريدونه پيل کړي، تر اوسه يې د ځانګړو ځواکونو مرکز او يو شمېر مهمې دفاعي پوستې له منځه وړي دي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د چارو څارونکي وايي، طالبانو اوسمهال پلازمېنه کابل کلابنده کړې، په لوګر ولايت کې د طالبانو جنګي خط په سنګ نوشته کې دی، چې له کابل ولايته يوازې لس کيلومټره لرې دی او که وردګو ولايت هم سقوط شي، نو د کابل له څلورو لارو څخه به يې دوه په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې شي او د کابل د سقوط شېبې به نورې هم نږدې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

انشاالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx