نړۍ

اسلام آباد: د وزیرستاني مهاجرینو کمپ کې لړمانو ژوند له ګواښ سره مخ کړ

نن ټکی آسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): په اسلام آباد کې د وزیرستان د مهاجرینو لپاره جوړ شوی کمپ له وژونکو لړمانو څخه ډک دی.

دولتي چارواکي وايي چې په اسلام آباد کې د وزیرستاني مهاجرینو لپاره جوړ شوی یواځينی کمپ له لړمانو او مارانو څخه ډک دی.

په اسلام آباد کې د وزیرستاني مهاجرینو لپاره یو کمپ جوړ شوی چې له څلویښتو تر پنځوسو کورنیو په کې ژوند کوي.

وزیرستاني مهاجرین وايي چې دوی پنجاب او سند ته نه پريښودل کیږي.

د سیفرون لوړ پوړي دولتي چارواکي طارق حیات د پاکستان د سنا مجلس یوې کمېټې ته په  دې اعتراف کړی چې د مهاجرینو لپاره دغه کمپ په ناسم ځای کې جوړ شوی.

نوموړي زیاته کړې چې په کمپ کې ایله له ۴۰ – ۵۰ کورنیو پورې ژوند کوي او نور له خپلو خپلوانو او د کرایې په کورونو کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې چې کمپ له لړمانو څخه ډک دی چې د مهاجرینو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

د اسلام آباد دغه کمپګوټي کې چې زیات شمېر خلک یې په اړه مالومات هم نه لري یو شمېر مهاجرین لړمانو چېچلي چې د ځينو حالت یې د انديښنې وړ دی.

د پوځي عملیاتو له امله وزیرستاني مهاجرین د پاکستان او افغانستان نېږدې سیمو  ته مهاجر شول.

په پاکستان کې د دوی لپاره په بنو کې کمپونه جوړ شول چې د ځايي خلکو په وینا د اوسېدلو جوګه نه دي.

علي خان د میرعلي اوسېدونکی دی، نوموړی وايي چې «په دغو کمپونو د ژوند شرایط د نشت برابر دي.»

په بنو کې د وزیرستاني مهاجرینو او د ځايي خلکو تر منځ نښتې شوي. د چارواکو په وینا په بنو کې حالات کړکېچن دي.

وزیرستاني مهاجرینو له حکومته غوښتي څو ژر تر ژره پوځي عملیات پای ته ورسوي.

په پاکستان کې د وزیرستاني مهاجرینو حالت د انديښنې وړ دی خو سربېره پر دې هم مذهبي ګوندونو او نورې نړیوالې بشري حقوقو ادارې يې په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي.

ځايي خلک وايي چې دوی سره مرستې د «کوتک» په بدل کې کیږي. د دوی په وینا یو څو ځانګړو خلکو سره مرستې شوي او نور ایله هره ورځ «ډبول» کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x