ځانګړي راپورونه

طالبان د کابل په څنډو کې؛ غربيان خپل بکسونه تړي او د امریکا سفارت خپل «حساس مواد» سوځوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ زمري، ۱۴۰۰ل): له تېرو څو ورځو راهيسې طالبان د خپلو بې ساري پرمختګونو په لړ کې د کابل څنډو ته راورسېدل او په عين حال کې غربيان هڅه کوي، چې خپل بکسونه وتړي امريکا هم د خپلو ډيپلوماټانو د وېستلو پرېکړه کړې ده او غواړي، چې د سفارت ټول «حساس مواد» وسوځوي.

تېره ورځ طالبانو کابل ته پنځوس کيلومټره نږدې د لوګر ولايت مرکز پل علم ښار نیولی، اوس يې جنګي خط کابل ته لس کيلومټره نږدې په سنګ نوشته کې پروت دی.

طالبانو په اتو ورځو کې د هېواد اتلس ولايتونه له ټولو ملحقاتو سره نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.
امنيتي مسؤولينو غربي رسنيو ته ويلي، چې طالبانو په هلمند، کندهار، غزني او نورو ولايتونو کې والي او امنيتي مسؤولينو ته خوندي لارې ورکړي او ډېری دغه ولايتونه له جګړو او مرګ ژوبلې پرته نيول شوي دي.

طالبان، چې اوس د لوګر له لوري کابل ته نږدې شوي، همدارنګه د کابل ښار له غرب څخه د ميدان وردګو ولايت مرکز ميدانښار ته هم رارسېدلي، تېره شپه يې پر ميدانښار پرېکنده جګړه پيل کړې، يو شمېر مهم پرمختګونه يې کړي او ښايي نن د ورځې په اوږدو کې دغه ولايت هم سقوط شي.

د کابل ښاريانو اندېښنې

سره له دې، چې طالب مشرانو په خپلو غږيزو پيغامونو او رسمي خپرو شوو اعلاميو کې ټول عسکرو، پوليس، اربکيانو او استخباراتي کسانو ته د عمومي عفوې اعلان کړی او ملکي مامورينو ته يې امر کړی، چې خپلو دندو ته دوام ورکړي، خو بيا هم د کابل ښاريان په اندېښنه کې دي، چې ښايي د دوی سيمې د جګړې په لومړۍ کرښه بدلې شي.

د کابل حکومت د مشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، چې حکومت د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د مقاومت پرېکړه کړې ده.

امرالله صالح زياته کړې وه، چې تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په مشرۍ امنيتي غونډه کې د طالبانو پر ضد د مقاومت پرېکړه وشوه.

د صالح په وينا د طالبانو پر ضد د مقاومت لپاره به امنيتي ځواکونو او پاڅونوالو ته هر ډول اسانتياوې برابريږي.
د هېواد په کچه دوهم ستر ښار کندهار په شمول په ټول افغانستان کې اتلس ولايتونه طالبانو نيولي او د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په شمال کې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف او په ختيځ کې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د حکومت په ولکه کې دي.

په جنوب لويديځ کې حکومت تر ټولو ډېره هيله د هرات پخواني جهادي قومندان امير اسماعيل خان ته وه، چې په جنوب غرب کې به د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون مشري وکړي، خو نوموړی تېره ورځ له خپلو ټولو جنګياليو سره طالبانو ته تسليم شو او غوښتنه يې وکړه، چې نور بايد په هېواد کې د سولې او ورورولۍ فضا رامنځته شي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه او شاوخوا سيمو کې طالبان پراخ ولسي ملاتړ لري او د حکومت د سختو مرګونو بمباريو سربېره هم طالبانو ياد ولايت ونيوه او اوس په کې خلک عادي ژوند کوي.

د هرات پخواني جهادي قومندان امير اسماعيل خان

د لښکرګاه اوسېدونکي وايي، د ښار ډېره برخه د حکومتي بمباريو او جګړو له امله ويجاړه شوې، خلک خوراکي توکو ته په اسانه لاس رسی نه لري.

طالبانو وروسته تر هغه د هېواد په لر و بر کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې د امريکا او طالبانو له تړون وروسته څو ځله يې حکومت ته د بامعنا سولې خبرو وړانديز وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د دې خبرو لپاره بايد زمينه برابره شي، د دوی اووه زره بنديان خلاص او د مشرانو نومونه يې له تور ليسته وويستل شي، خو حکومت د طالبانو ياد وړاندیز ته منفي ځواب ووايه او د هېواد په ګڼو برخو کې يې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات زيات کړل.
خو چې په تېره مې مياشت کې د امريکا ولسمشر له افغانستانه د ټولو بهرنيو پوځيانو د ويستلو او د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو پرېکړه وکړه، طالبانو هم خپل بریدونه زيات کړل، په لومړيو وختونو کې يې د ولسواليو نيول پيل کړل او بيا يې د ولايتونو پر مرکزونو بریدونه شروع کړل او تر اوسه يې اتلس ولايتونه نيولي دي.

د کابل حکومت چارواکو او يو شمېر پخوانيو امريکايي جنرالانو پر ولسمشر جو بايډن نيوکې وکړې، چې ولې يې له افغانستانه خپل پوځيان ووېستل، خو ولسمشر بايډن وويل، چې د پوځيانو ويستلو په پرېکړه نه دی پښېمانه او نه غواړي، چې د امريکا بل نسل هم د راتلونکو شلو کالو لپاره په جګړه کې ښکېل پاتې شي.

د طالبانو د چټکو پرمختګونو په لړ کې امريکا او برتانيې له افغانستانه د خپلو ډيپلوماټانو د ويستلو پرېکړه کړې ده.
سپينې ماڼۍ په خپل ټويټ کې ويلي، چې ولسمشر بايډن پرون د جمعې په ورځ د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن، د دفاع وزير لويډ اسټن او د ملي امنيت سلاکار جيک سوليوان سره د افغانستان روان وضعيت او د يو شمېر ملکيانو د وېستلو په اړه خبرې کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، دفاع وزارت «پنټاګون» پرېکړه کړې، چې د خپلو ډيپلوماټانو د ويستلو لپاره به ۳۰۰۰ پوځيان د کابل هوايي ډګر ته لېږي.

د پنټاګون وياند جان کربي ويلي، چې ۳۵۰۰ پوځيان به د بېړنيو حالاتو د کنټرول لپاره کویت ته هم لېږل کيږي.
د جان کربي په وينا دوی کولای شي، چې هره ورځ زرګونه کسان د هوا له لارې له افغانستانه وباسي، خو د کابل وضعيت دومره هم ترينګلی نه دی، چې خلک دې اندېښنه وکړي.

استخباراتي اټکل

سي ان ان ټلويزون ويلي، چې په کابل کې د امريکا سفارت په يوه يادښت کې خپلو مسؤولينو ته سپارښتنه کړې، که چېرته طالبان پر کابل واکمن کيږي، نو ټول حساس مواد بايد وسوځول شي.
سي ان ان د امریکايي استخباراتو په حواله ويلي، چې ښايي تر راتلونکې يوې اونۍ او يا هم تر ۷۲ ساعتونو پورې طالبان د کابل ښار تجريد کړي

پولیټيکو امريکايي مجلې هم د سرچينو په حواله ويلي، چې پنټاګون د ټولو امريکايي ډيپلوماټانو د راويستلو پلان جوړ کړی دی.

د سرچينې په وينا منځپوړي امريکايي چارواکي له افغانستانه د ټولو امریکايي ډيپلوماټانو د ويستلو پرېکړه حتمي بولي.

په عين وخت کې برتانيې هم اعلان کړی، چې د خپلو اتباعو د راويستلو لپاره شپږ سوه عسکر کابل ته لېږي.

د جرمني، هالنډ، فنلنډ، سويډن، ايټاليا، هسپانيا په ګډون يو شمېر نورو دولتونو هم تېره ورځ ويلي و، چې په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټانو شمېر راکموي.

د ناورې او ډنمارک په شمول يو شمېر هېوادونو ويلي، چې د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې خپل سفارتونه تړي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې راغلي، چې درې ورځې مخکې د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو او افغاستان د همکارو هېوادونو درې ورځنۍ غونډه وشوه، خو کومه ځانګړې پایله يې ونه ليدل شوه.
امريکا، اروپايي ټولنې، چين او پاکستان ويلي، دوی به په افغانستان کې هغه حکومت په رسميت ونه پيژني، چې د زور له لارې نيول شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

It’s easy for them. Everything is computrised and degiitilised. They will reprint it. If they destroy are destroyed everything then who will ¹rebuild it for them? Pakistan or Iran? Russia or China? Is there any guarantee from them?

محمد نعیم

کله کله موږ په خپل خیر و شر نه پوهیږو. یو څوک داسي کار کوي چي په ظاهره زموږ بریا څرګندوي (لکه ځان ډاریدلی ښکاره کول) خو هغه زموږ په زیان وي (په ظاهره ډاریدلی دښمن کله کله د خپل ډار د تظاهر څخه د لومکي کار اخلي). د افغان ولس استازو طالبانو او د امریکا دولت تر منځ د صلحي تړون لاسلیک سوی دی چي په اساس یې دواړه جهتونه یو بل ته په بشپړ درناوي جګړه ختموي څو په راتلونکي کي ښه همکارۍ ولري. متاسفانه په دواړو خواوو کي د غمازانو ایجنټان په دې احساس سره سوځي چي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx