افغانستان

د پکتیکا ولایت مرکز هم په سوله ییزه توګه طالبانو ونیولو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو لخوا په سوله ییزه توګه د ولایاتو د مرکزونو د نیولو په لړ کې نن سهار له غرمې وړاندې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار هم د طالبانو لاس ته ورغلو.

د پکتیکا ولایت د خیرکوټ، مټاخان، یحیی خیل او څو نورو ولسوالیو له نیولو وروسته طالبانو نن سهار د ولایت په مرکز ښرنې ښار له څو طرفونو څخه بریدونه پيل کړل، چې په لومړي قدم کې یې د «پطنی» په نوم مشهوره غونډې او ۸ دفاعي پوستې ونیولې.

د ښرنې ښار لومړۍ حوزې له نیولو وروسته د قومي مشرانو یوه جرګه د طالبانو او دولتي چارواکو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره صحنې ته داخله شوه او طالبان یې په ولایت مقام له برید څخه راوګرځول.

یادې جرګې د ولایتي مقاماتو سره تر مذاکراتو وروسته ولایت مقام په سوله ییزه توګه طالبانو ته تسلیم کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولي پیغام کې د پکتیکا ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، محبس او ټولو دولتي تأسیساتو د نیولو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا زندان څخه طالب بندیان آزادیږي
د پکتیکا زندان څخه طالب بندیان آزادیږي

د پکتیکا ولایت په نیولو سره اوس د نیمروز، سرپل، کندوز، تخار، سمنګان، فراه، بغلان، بدخشان، غزني، هرات، بادغیس، کندهار، هلمند، غور، ارزګان، زابل او لوګر په ګډون ۱۹ ولایتونه په بشپړه توګه د طالبانو تر کنترول لاندې شوي او د ګڼو نورو ولایتونو مرکزونه محاصره دي، چې د ځینو ولایتونو د تسلیمۍ لپاره د قومي مشرانو هڅې لاهم جریان لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت مشر اشرف غني نن د یو ویډیو پیغام له لارې یوځل بیا د طالبانو پرضد په جګړې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د امنیتي ځواکونو د انسجام لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

طالب ته سو دیر حیاتی او مهمی مشوری: بیانزیه! پتنګه او مجاهده!! دا مشوری حتمی وروسوی. اوس نو هغسی راباندی تحمیل شوی یاست. اول… هر زای چی د امان الله خان، احمد شاه بابا میرویس نیکه محمود غزنوی وزیر محمد اکبر خان او سید جمال الدین عکسوه وی هغه مه کشته کوی او مه یی له منزی وری. دوهم….. خبرشوم چی کندهار میدان کی تقریبا ۱۵ بی پیلوته طیاری په لاس درغلی دی، داسی حساس شیان او اسناد ګاوندی هیوادونه در خخه غلاا کوی په دی کی هیج شک او شبه مه کوی چی په تاسو کی د پاکستان او… نور لوستل »

Adam Khan
Talib Gul!
When would you get the Balkh province?
Do not keep me waiting please.
https://www.youtube.com/watch?v=rJ6OytX80NI
Adam Khan
Yes, Yes, yes Balkh as fallen.
Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx