نظــر

پر افغانانو چا قيامت راوستی دی؟

سردار محمد “همدرد”

الله جل جلاله په قران عظیم الشان کې د قیامت په اړه زموږ د پیغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په واسطه باندې ددې دنیا د راتګ هدف د قیامت او اخرت په اړه موږ پوه کړي یو، زموږ د افغانانو یوه لويه بد بختي داده چې زموږ څخه الله ج خفه دی، الله اکبر په خوله وایو خو په عمل کې الله تعالی جل جلاله ته صادقه نه یو، نو الله جل جلاله له حقیقي قیامت څخه ترمخه د دنیا قیامت راباندې نازل کړی دی، چې اوس په داسې حال کې یو چې شل کاله مخکې دنیاوال راغله د افغانانو سره یې ډېرې وعدې وکړې، جنګ یې د افغانستان ښارونو ته راوست، اوس هم موږ واقعیت نه درک کوو، نه د کرونا له عذاب څخه عبرت اخلو او نه د دغو اوږدو غمیزو او جنازو څخه خلاصی لرو.

امریکا د یو لوی قوت په حیث خپله ماته ومنله، موږ افغانان لا دا د پردیو جوړ شوي لفظ (تروریست) خپل ورور ته کاروو، اوس دواړو اړخونو ته پکار ده چې نور د پردیو په هیلو پسې خپلې هیلې ونه تړي، بیا B-52 مو د ښارونو د بمبار او خرابېدو معنی ورکوي، هغه په ارګ کې د ډاکټر صاحب فاروق اعظم خبره چې (ډاکتر صاحب اشرف غني او ډاکتر صاحب عبدالله او د افغانستان ټول ملت ته یې وويل چې ما: پخوا ویلي وه، چې دا جنګ په جنګ نه ګټل کېږي، راځئ چې په خپل ملت باور وکړو، موږ د مخه او خارجیان شاته په ځان پسې کړو).

چې مقاله را څخه اوږده نشي او یا یواځې ارماني بڼه پیدا نه کړي. په دا څو ورځو کې مې د سلګونو کسانو څخه دا اورېدلي دي چې کاشکي قیامت وای پر افغانانو رحم پکار دی، هغه څوک چې خدایي مسؤلیت لري او د حالاتو درک کولای شي هغه که په ملت کې وي او که طرفونو کې، راځئ د منځګړي په حیث د طالبانو او حکومت په منځ کې ثالث باالخیر د حق خبره وکړو، الله ج هم مینځکړو ته وایي چې تاسې د دوه ډلو په منځ کې په حق سره پریکړه وکړئ، بیا چې هرې ډلې زور کاوه د مظلوم ملګري شئ.

ډیر تاریخي فرصت دی، راځئ په تدبیر، د انتقام او غچ اخیستلو په نیت نه، بلکه د وروڼو په حیث یو بل ته غاړه ورکړو، د ملي اردو عسکر او طالب په غیږ کې سره ونیسو او ووایو چې راځه وروره راتر غاړې وځه چې دا پردی جنګ وو اوس به دا ټوک ټوک افغانستان په نس وږی ملت کونډې او یتیمانو پالنه پکار ده هغه که د ملي اردو کونډه او ماشوم دی او که د طالب کونډه او ماشوم دی، راځئ چې ويره ماته کړو او په جرئت او حقیقت سره دې طوفاني کشتۍ ته نجات ورکړو.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دآيات غلط تد بيردى کړۍ دۍ دغه دمسلمانانو ترمنځ دي دا دکفاروسره جنګ دۍ الله پرمايي : دکفارواو منافقينو سره جهادوکۍ

محمد څارو

سردار محمد همدرد ته !
دغه خبري چي اوس کوې هغه مهال دي ولي نه کولې چي د هلمند د ولايت مرستيال وې او خلکو شکايتونه در څخه وکړه ، بيا يې د فراه د ولايت معاون کړې، بيا يې موقوف کړې او اوس دي دې خبرو ته پام سوی دی.
زموږ د بې وزلو خلکو بدمرغي داده چي کله لوستي کسان په واک کي وي نه دا چي د خلکو خدمت کوي، بلکي خلک يې د ظلم له لاسه مظاهرې کوي او چي بې کاره سي پر دغو خبرو راسي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x