نظــر

کابل مېشتو هېواد والو: اندېښنه مه کوئ، طالبان ددې ولس بچيان دي

احمد منصور

ومې غوښتل تاسو سره د زړه خواله وکړم، منو چې په جغرافيوي لحاظ به مو تر مينځ يو څه واټن وي خو مګر مشترکات لرو چې څوک مو هم سره جدا کولی نه شي. په طول د څلويښتو کالو کې ټول مشکلات مو سره يو ځای ګاللي، دا چې نن په کوم هدف مې تاسو مخاطب کړئ په لاندې کرښو کې به درته څرګنده شي.

محترمو!
شل کاله د مخه چې امريکا په ګران هېواد بې موجبه يرغل وکړ په نورو ولايتو خصوصاً اطرافي سيمو کې يې په دا پيمانه ظلمونه وکړل، نه شم کولی چې د هغو ظلمونو يو انځوريز ليکل په دې کوچنۍ مقاله کې مخ ته مو کېږدم ځکه ګوتې او قلم مې د ليکلو تاب نه لري او نه دا مقاله به هغو مظالمو ته ځای ورکړي خو د همغو تورو ورځو د ختمېدو په موخه، د سپين سباوون د راختو په هيله ولس په نشتو وسايلو د وخت سپر ځواک سره د مبارزې او مجاهدې ميدان ته را ووتل چې د طالب په نوم يادېدل او دا دی هماغه طالبان نن د هېواد نږدې شل ولايته تر واک لاندې لري او دغه د فتحو لړۍ لا روانه ده.

پوهېږو چې د اشغال له اوائلو بيا تر اوسه پورې د اشغال زېږنده رسنيو د طالب غلط انځور تاسو ته در ښودلی، طالب يې د يو او بل هېواد د ګوډاګي په حيث در پېژندلي او داسې يې در انګېرلې چې طالب تنها وژل کوي خو دا د دوی پوچ تبليغات دي، طالبان د دې هېواد اوسېدونکي د مدارسو علماء، طالبان د مکاتبو، پوهنتونونو محصلين او ددغه مظلوم ولس بچي دي چې د اشغال پر ضد يې مقاومت پيل کړی و، دا دی د رب په مرسته د بري تر پولې را ورسېدل طالب د امن سوکالۍ او د يو اسلامي نظام د نافذولو پيغام او پلان له ځان سره لري، هغو خلکو ته يې د عفوې غيږه خلاصه کړه چې د امريکايانو د خوښ ساتلو په موخه د ولس په وړاندې يې له هېڅ ډول ظلم درېغ نه دی کړی آن هغو ته يې هم په خپلو کورو کې په امن د اوسېدو ډاډ ورکړ چې د سلګونو طالبانو قاتلين بلل کيږي.

محترمو کابل مېشتو!
شايد تاسو ته د امارت د تېر نظام په مهال ځينې تېروتنې د مظالمو په نوم د دغو پلورل شوو رسنيو له لور در پېژندل کيږي. هو تر يو حده يې د دې صف مشران هم مني چې تېروتنې شوې وې، ځکه طالبان هم انسانان ول/دي څه پرښتي نه دي چې هېڅ ډول خطايي به ترې نه کيږي/کېده  ولې په ځينو مواردو کې به د هغه وخت اړتيا  يې وبولو  لکه د حجاب مراعتولو او په جماعت لمونځ اداء کولو کې سختي کول چې کله ځينې هېواد وال دا د طالبانو ظلم بولي په دې اړوند غواړم لنډ وضاحت ولرم.

جوته ده چې دا دواړه اوامر د الله رب العزت دي دا چې دا يوه روحاني او افغاني ټولنه ده نو بې حجابي د دې هېواد وګړي نه شي زغملی، حجاب لازمي کول په مسلمانو خويندو ظلم نه ده بلکې له انساني ليوانو څخه د ژغورلو يو ډال ده همدا ډول مسلمانې خويندې ډېرې قيمتي او ارزښت لرونکي دي ځکه ملغلرې خلک همېش په يوې ټوټه کې پټې ساتي، تر څو ګرد پرې کېنني او محفوظې وي همدا ډول مسلمانان مسلمانو ښځو ته په دا پيمانه احترام قايل دي.

لکه مخکې مې چې يادونه وکړه دا مذهبي ټولنه ده څوک هم چې د حجاب په څېر د نورو آسماني اوامرو د پلي کېدو مخنيوی کوي افغانان يې په وړاندې حساسيت ښايي. جالبه خو دا ده که د فرانسې په بازار کې د ځايي خلکو او حکومت له لوري مسلمانه خور بې حجابه کيږي خلک يې دا د فرانسې قانون بولي فرانسويان په دې ستر جرم تر سره کولو جنايتکاران نه بولي همدا ډول که په غربي هېوادو کې همجنس بازي، مخالفين نيول کيږي زمونږ د هېواد ځينې ساده لوحه وايي ښه ده چې نيول شوي ځکه همجنس بازي خو د هغو په قانون کې جواز لري.

خو که په اسلامي هېواد کې حجاب لازمي کيږي ظلم بلل کيږي، هغوی چې خلکو ته د حجاب کولو امر کوي ترهګر، دهشتګر نومول کيږي په داسې حال کې چې د نظام څښتنان هم وي حال دا چې د لمر په څېر روښانه ده هغه دا چې يو نظام په ټولنه کې د ښه نظم، د فساد د مخنيوي په موخه ځينې کارونه د زور له لارې هم آنجامولی شي، که بيا څوک ظلم يې بولي دا به د هغه کمزوري او ناپوهي وي.

د حکومت هدف خلکو ته پر امنه ماحول برابرول دي، نو بايد د کابل په شمول هغه ټول ښاري هېواد وال چې لا طالبان نه دي ور رسېدلي او د رسنيو له تبليغاتو  متاثره شوي ورته وايم انديښنه مه کوئ طالبان د ښو اخلاقو څښتنان دي، همدا ډول د رب اوامرو ته ژمن مخلوق دی، له تاسو سره به هېڅ ډول ظلم نه کيږي، طالب دلته د انسانانو په لاسو جوړ شوی نېمګړی نظام نه نافذوي بلکې د مخلوقاتو/کائناتو له لوري څوارلس پېړۍ دمخه يو رالېګل شوی قانون چې د نفاذ په موخه يې دا شل کاله قرباني ورکړه اسلامي قانون کې د زمکې د هر زنده سري حقوق معلوم دي،  هېڅ افراط او تفريط پکې شتون نه لري، ډاډه اوسئ طالب د هيچا د فشار لاندې نه دی او نه د کوم هېواد د ګټو خوندي کوونکی دی، که طالب د مادياتو او مال وږی وای په پيدا کولو کې يې د نورو هېوادو په پرتله د امريکا غلامي ورته ښه تمامېده خو دا چې طالب امريکا ته تسليم نه شو بلکې کلونه يې مقاومت ورسره وکړ آن چې ماته يې کړه دا د دې ښکارندوی ده چې طالب د رسنيو له هغو پوچو تبليغاتو او پروپاګنډو بري دی چې کړي يې دي او تاسو اورېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

لیکواله ځوانه! دا پیغام دي لږ په ځنډ پورته نه کړ؟ فقط ۲۰ کاله ځنډ. دا لیکنه به دي هغه مهال نشر ته ورکولای چي کابل میشتو هیوادوالو طالبان د وطن بچیان نه پنجاپیان بلل او په بهرنیانو یې بمبارول، د شپې کورونو ته وراوښتل، ماشومان او ښځي یې په شهادت وررسول. په پښتو کي متل دی چي وایي د سپي سړي قسات به پاتیږي. اوس یې پریږده چي دا کابل میشتي هیوادوال څه اندیښنه وکړي چي دا دی پنجاپیانو ۷۵٪ څخه زیاته خاوره اشغال کړل اوس به پر کابل هم راځي. اندیښنه ښه شی ده د خره د زوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x