ټولنیزه برخه

موفقیت او بریا څه شی دی او څرنګه کولی شو چې موفق او بریالي شو؟

ژباړه: عزیزالرحمن ناصري

نه پوهیږم کله متوجه شوي یاست او که نه؟ موږ همیش ددې پسې یو چې سل کلن مزل په یوه شپه او ورځ کې ووهو، موږ ټول له لویانو نیولې تر کشرانو او د مکتب او مدرسې له شاګردانو نیولې د لویو پوهانو او متخصصینو پورې ټول د ټولو رشتو متخصصین یو، مثلاً د ټکسي او لاین موټر ډریورانو سره چې کینې نو سمدلاسه به تحلیلونه پیل کړي او په هره رشته او هر مضمون کې به یو، یو لکچر درکړي، آن ستا شخصي ژوند کې به مداخله پیل کړي او داسې پوښتنې به درنه کوي ته وا چېرته لوی ریاست لپاره انټروي کوې، او داسې وظیفوي لایحه او کاري پلان او تقسیم اوقات به در برابر کړي ته وا چې له ده څخه بل لوی کارپوه نشته او یا د کوم لوی دفتر یا شرکت مشر دی، خو متأسفانه چې خپل دفتر سره خپه شوی استعفا یې ورکړې او اوس نو له مجبوریته ټکسي راني کوي، البته له محترمو ډریورانو څخه معذرت غواړم ځکه چې له ما نیولې ټول همداسې یو او همداسې خویونه لرو، مثلاً پخپله ما به څومره ډیرو ملګرو او دوستانو ته د ژوند او کسب او کار لارې چارې ورښودلې وي او څومره مشورې به مې ورکړې وي، خو په یقین سره ویلی شم چې له خپلو شته و، به مې هم خلاص کړي وي او د تباهۍ کندې ته به مې غورځولي وي او که نه نو نور به هیڅکله د چا لارښوونې او مشورو ته زړه ښه نکړي.

موفقیت څه شی دی؟
کله چې موږ د یو موفق او بریالي انسان په هکله فکر کوو یا خبرې کوو نو معمولا زموږ فکر ته یو داسې کس راځي چې خپل بانکي حساب کې ملیونونه پیسې ولري ، یا رئیس جمهور وي او که نه لږ تر لږه یومشهور لیکوال خو وي چې څو پرفروش ترینه لیکنې لري، مثلا که څوک ووایي چې د یو موفق او بریالي انسان نوم واخلئ؟
نو نیمایی خلک سمدلاسه وايي: بیل ګیتس، نور وایي: استیو جابز، داسې حال کې چې کیدلی شي یو ترکاري فروش هم له ډیرو زیاتو لویو خلکو څخه په خپل کار کې ډیر زیات موفق او بریالی وي، او په ښه فوق العاده ډول سره یې ترسره کوي، او د موفقو او بریالیو خلکو له ډلې څخه وي، دا ولې؟ دا ځکه چې دې شخص کوم څه غوښتل یا یې ځانته کوم هدف ټاکلی ؤ، نو هغه ته رسیدلی دی.

بنا پردې ویلی شو چې د موفقیت او بریا تعریف یو نسبي تعریف دی.

یعنې دا چې موفقیت او بریا هر چا ته خپل ځانګړی مفهوم او تعریف لري، یو شخص به موفقیت دا ګڼي چې د مایکرو سافت په څیر لوی شرکت کې لوړ مقام ترلاسه کړي، خو بل نفر به بیا وايي چې باید د همدې شرکت مالک شي، او ټول سهام دې د ده وي، او بل به وايي چې خپل پاتې کارونه د اونۍ تر اخره خلاص کړي همدا موفقیت دی، نو په ټوله کې کولی شو موفقیت او بریا په لاندې ډول سره تعریف کړو: موفقیت او بریا هغه څه ته رسیدل دي چې تاسو یې غواړئ او هڅه ورپسې کوئ.

موفق او بریالي انسانان څه ځانګړتیاوې لري؟

آیا همیشه پوه خلک موفق او بریالي وي؟ نه اصلا داسې نده آندرس اریکسون د فلوریدا پوهنتون د اروا پوهنې استاد وايي: کیدلی شي چې موفق او بریالي انسانان به په نورو یو څه لوړوالی ولري، خو دا د دې دلیل ندی چې  د دوی لوړتیا د دوی د پوهې له امله ده، ځکه چېکله ده د شطرنج له نړیوالو لوبغاړو سره خبرې کولې، متوجه شو چې د پوهې او موفقیت ترمنځ هیڅ رابطه وجود نلري. بلکې ډیرو لوبغاړو چې زیاته پوههیې نه درلوده، خو ښه لوبه یې کړې ده، یو ه بله جالبه خبره داوه چې ډير پوه خلک زیات وخت په لوبو کې ماتې خوري ځکه چې فکر کوي مجبور ندي د بریا لپاره هڅه او کوشش وکړي.

البته یوه کلیدي ځانګړتیا چې موفق انسان له نورو څخه جلا کوي داده چې د نورو د درک اوله هغوی سره د کار کولو توانايي لري.

تاسو له ځانه وپوښتۍ چې تاسې له نورو سره څرنګه کارکوئ؟ که ستاسې ټیمي کار ښه وي، او له نورو سره په اسانۍ سره اړیکې نیسئ / نیولی شئ، نو ښه ده، او که داسې نه وي نو تاسې اړتیالرئ چې خپلو ټولنیزو مهارتونو کې بهبود او ښه والی راولئ، او خپلې اړیکې له نورو سره جوړې کړئ.

د موفقیت او بریا رازونه / دارنګه یو راز باقي دی؟

نه پوهیږم چې ولې ټول خلک د رازونو د پوهیدلو عاشقان دي؟ کیدلی شي د دې په خاطر چې موږ انسانان د انحصار طلبۍ د حس عاشقان یو!

یعنې غواړو پداسې شیانو پوه شو چې نور پرې نه پوهیږي، خو کله چې دکسب اوکار او موفقیت خبرې کیږي نو بیا راته رازونه نور هم زیات جذابیت پیداکوي، ځکه چې غواړو له نورو څخه غوره اوسو.

بنا پردې که چیرې د بیل ګیتس په څیر د مایکرو سافت شرکت مالک چې ملیاردونه عاید لري له تاسې وپوښتي : آیا غواړئ پوه شئ چې د موفقیت راز څه دی؟ نو تاسې به په لازیات غور او دقت سره غوږ ونیسئ. ښه نو اوس دغه سرپټی راز څه شی دی؟

د دې لپاره چې پردغه راز پوه شئ نو د  موفقیت یو بل جالب تعریف ته پام وکړئ او هغه دادی چې: موفقیت او بریا له معمولي پوهې څخه غیر معمولي استفاده کول دي.

په یو نظر سره کیدلی شي دا د موفقیت یو غوره تعریف وي. یعنې کله چې د موفقیت خبره کیږي نو یا باید نوي شیان زده کړو، او یا هم هغه پوهه چې لرو یې په ښه ډول سره استفاده کړو.

د موفقیت او بریا لپاره کومو کومو شیانو ته اړتیا لرو؟

چې له یاده مو ونه ووځي له هرڅه دمخه د موفقیت او بریا لپاره ارادې، پشتکار او انګیزې ته اړتیالرو، دغه دوه شیان مو چې وویل داسې دي لکه د هغه موټر تیل، چې تاسې د موفقیت په لوربیايي.

خو داسې وسایل هم شته چې ستاسې د موفقیت مسیر را لنډوي، او مرسته کوي چې د ډيرو معلوماتو او لږو ستونزو په وسیله دغه مسیر طی کړئ، لکه کتاب، مقالې او ….

موږ همیشه د موفقو انسانانو داستانونه لولو او د هغوی کارنامو ته حیرانیږو او له ځان سره وایو : څومره خارق العاده انسان!! څومره راسخه اراده !! خو کله چې د دې داستانونو عمق ته ګورو نو وینو چې هیڅ عجیب او غریب شی نه وینو، بس همدومره چې هغع هدف درلود، هڅه یې وکړه، ماتې یې وخوړه، زده کړه یې وکړه، او بیا یې هڅه وکړه او بالاخره موفق او بریالی شو.

خو اوس خو د موفقیت ټول داستانونه زموږ په وړاندې دي، نو موږ نه باید ماتې وخورو، ځکه چې د زده کړې له یوې بلې مرحلې څخه پیل کوو، یعنې هغوی موږ ته د خپلو علومو او داستانونو له لارې زده کړه راکوي.

د زده کړې صنفونه او سمینارونه:

دې ورځو کې کیدلی شي چې زده کړییز صنفونه د کسب او کار دموفقیت په برخه کې افراد څو قدمه مخکې بوځي ، او د زده کړییز ارتباط له لارې د ښوونې او روزنې او زده کړو له مراحلو څخه ښه درک ولري.

مشاوره:

که غواړئ چې یو کسب او کار په لاره واچوئ یا خپل شرکت ته د بازاریابۍ او د فروشاتو د زیاتوالي له لارې پراختیا ورکړئ، نو غوره ده چې د یو حرفه یي مشاور څخه مرسته واخلئ، ځکه چې نننۍ نړۍ کې ریسک اخیستل هغه هم پرته له دې چې د عصر له پوهې او شرایطو څخه خبرتیا ونلرئ، منطقي نه ښکاري.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx