
طالب قیادت ته سر پرانستی پیغام
لیکنه: دکتور عمر عماد
الحمد لله الذي قال في وصف المسلمين : (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) ، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين ، وعلى من اهتدى بهداه واقتفى خطاه إلى يوم الدين ، أما بعد :
(إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)
معلوميږي چې طالب یو ځل بیا د خورا ستر او تاریخي امتحان په درشل کې دی ، او په دې هیله چې دا پاتې ستونزه هم په داسې سوله ایزه توګه هواره شي چې د چا پوزه هم پکې وینې نه شي ، نو غواړم چې یو څو ټکو ته یې پام راواړوم :
1) – پام کوه طالبه : نړۍ نن سبا د یو کلي څه چې د یوې کوټې په څیر شوې ده ، هیڅ شی پکې پټ نه پاته کیږي، ستا هره وړه او غټه د افغانانو او نړیوالو له لورې په ذره بین څارل کیږي، او کیدای شي ډیره کوچنۍ اشتباه دې ډیره ستره انځور شي، نو باید تر ممکنه بریده په خپل عمل او وینا کې محتاط اوسې او چا ته د حقیقي نیوکې فرصت ورنه کړې، بلکې د انسانانو د څارنې او مراقبت نه مخکې باید رب العالمین پر ځان حاضر او ناظر او حسیب او رقیب وګڼې.
2) پام کوه طالبه چې : قدرت تر لاسه کول غنیمت نه بلکې امانت او مسئولیت وګڼې، قدرت او امارت ته د فرصت اوغنیمت په سترګه کتل په دنیا کې رسوایي او په اخرت کې سپکاوی او پښیمانی ده . أبو ذر رضي الله عنه وايي چې ما د رسول الله څخه وغوښتل چې کوم ځای مې امیر کړي، نو رسول الله صلی الله علیه پر اوږه ووهلم او راته یې وویل چې: أې اباذره ! ته ضعیف یې، او هغه ( امارت) امانت دی او هغه د قیامت په ورځ سپکاوی او پښیماني ده ، مګر د هغه چا لپاره چې په حق یې واخلي او د هغې مسئولیت پر ځای کړي .
3) پام کوه طالبه چې : د هغه بل وار په څیر د میم زر ما ټوله زما ناکامه تجربه بیا تکرار نه کړې، ځکه چې کار اهل کار ته سپارل د اسلامي حکومتولۍ یو مهم اصل او خپل اهل ته د امانت سپارل دی(إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلى أَهْلِها ) د خالد بن ولید څخه نور ډیر متقي او پخواني صحابه موجود وو ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قوماندان وټاکه او د سیف الله لقب یې ورکړ بلکې زه لا د دې نه هم وړاندې ځم او وایم چې که طالب غواړي خپل تاریخ د خپل بیرغ په شان سپین وساتي نو باید حکومتي چارې نورو اهلو کسانو ته پریږدي او خپله د یو مراقب او څارونکي په حیث پاتې شي.
4) پام کوه طالبه چې: د ولس په وړاندې ځان غالب او فاتح او ولس مغلوب او مفتوح ونه ګڼې ، ځکه دغه استعلائي او کبریایي چلند او منطق د هلاکت او بربادۍ سبب دی، عظمت او کبریا یوازې د الله تعالی ځانګړتیا ده (الْعَظَمَةُ إِزَارِي وَالْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا أَلْقَيْتُهُ فِي جَهَنَّمَ)
5) پام کوه طالبه چې : کوم وطنوال ته بې موجبه ټنډه تروه نه کړې او څوک ونه رټې، د چا نه د بې ځایه غچ اخیستلو پر ځای د بخښنې اوچت اسلامي خلق خپل کړه ، نرمښت او ښه سلوک ، په رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیرزوینه ، او عفوه او بخښنه یې ورته سپارښتنه وه: (فبِما رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ).د بدۍ په مقابل کې نیکي او احسان کول د دښمن څخه مینه ناک دوست جوړوي (وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَداوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ). که غواړئ چې د دنیا بری او د اخرت سعادت مو په برخه شي نو د خلکو په زړونو حکومت وکړئ . او د افغانستان په دې څلویښت کلن ناسور د مرهم پټۍ کښیږدئ .
6) پام کوه طالبه چې: ځان له سالم نقد او نیکې مشورې څخه پوره ونه ګڼې ، بلکه سالم نقد په ورین تندي ومنه ، مشوره وکړه اوګټوره یې ومنه ، الله تعالی هغه چا ته په مشوره کولو امر کړی چې هره شیبه یې د اسمان سره اړیکه وه – صلوات ربی وسلامه علیه – (وَشاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ) او مسلمانان یې په خپل منځي مشوره کولو ستایلي دي (وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ) .
7) پام کوه طالبه چې: خپل ټول مسئولیت یوازې په امن راوستلو کې راغوټه نه کړي ، که نه په هدیره کې د بل هر ځای نه امن او کراري ډیره وي، بلکې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو ته پر هر څه لومړیتوب ورکړه .
8- پام کوه طالبه چې : علم یوازې شرعي علم ونه ګڼې، بلکې په دې باید پوه شې چې د دنیوي علومو تر لاسه کول هم فرض کفایي دی ، نن سبا د علم زمانه ده او د الله تعالی د مرستی نه وروسته علمي پرمختګ د ټولنې د بقاء ضامن دی ، که غواړئ چې افغانستان د سیالانو سره سیال شي نو د دنیوي علومو پر مختګ ته یې پوره پاملرنه وکړئ .
9) پام کوه طالبه چې: تا د اسلام غږ پورته کړی دی ، نو خدای مه کړه ستا د رښتیني اسلام سره هر مخالف قول او دریځ او چلند به د اخروي رسوایي برسیره د اسلام او مسلمانانو پر ټنډه داسې تور داغ وي چې د هر چا کرکه به ترې کیږي ، او بیا به اسلامي دعوت د بې باورۍ د داسې څپې څخه کړیږي چې رغېدل به یې ډیر ستونزمن وي.
10) او په لنډو ټکو کې چې پورتني ټول پکې رانغاړل کیږي :
پام کوه طالبه چې: ستا په هکله منفي نظر لرونکي رښتیني او خوښ ، او ستا په هکله مثبت نظر لرونکي دروغجن او ناهیلي نه کړې.
( وما علينا إلا البلاغ )
جزاکم الله خیر احسن الجزا ډیرې نيکې ،خوږې ، ګټورې ، او په زړه پورې
ماشاالله محترمه وروره زه دی سل په سله تاییدوم او یو سو تکی وراضافه کوم: چی ملا وروره ما ستا خیته ترننه په کلی کی تر خپل اولاده د میلمانه په سیر په هرو سختو شرایطو کی خه وساتله اوس دی مسئولیت د ۹۵ فیصده گمراهانو ، چی سوک لس فیصده سوک ۴۰ او سوک ۷۰ دی د اشباع کولو د اولیه غراضو او مرولو مسئولیت پر غاره واخیست، ماشاالله تر مکتبی دی ایمان دیر قوی وو ، هغه سخت وخت می هم دعا درته کوله او اوس هم دعا درته کوم . او همیش به می دخمنی درسره وی… نور لوستل »
سلام علیکم هیڅکله به د طالب د مشروعیت او حقانیت د ادعا په نفی کولو کی تردید ونکړم؛ خو سره لدې د یو ایمانی او وطنی رسالت د اِحساس پر بنسټ غواړم دوه ټکی بیان کړم: ۱- د اسلام د حق دین د ځینو احکامو په بدیهاتو خو حتی یو مبتدی او مقتدی مسلمان هم باید پوه وی. د ” تعقل او قیاس ” اصل ته په کتو سره حتی یو خلیفةالمسلمین هم حق نلری چی د یو ښار د زندان دروازه ماته او زندایان بېله حساب او کتاب څخه خوشی کړی البته د خاصو شرائطو په رُڼا کی د… نور لوستل »
خوشې لګیا یې ## ! مذهب د ندی مالوم !
پتنګ شریکه! ۱ – #### به خپله ئې. ۲- تا لیکلی دی ” ستا مذهب معلوم نه دئ”. زما مذهب خو ځکه معلوم! نه دئ چی د سلو کلونو په اوږدو کی می ( د نن ورځی په شمول ) نه د وطن د مشر څرنګوالئ معلوم دئ، نه می د وطن د سرنوشت د تثبیت معیارونه معلوم دی، نه می د وطن په وړاندی د ګاونډیانو او لویو قدرتونو د لوبو او د دوستۍ او اخلاص د حقانیت اثبات معلوم دئ، نه می د استعمارګرانو او توطئه ګرانو سره د وطن د سیاستمدارانو او فرهنګی او سیاسی مشرانو د… نور لوستل »
حضرت خانه خوشې اپلتې ولې امکان لري چې ډیر زوړبه یې ! کوم شی چې تالیکلي دي هغه ځینوافغانی سیاستوالو ته توهین دی ! داسې دورې حوکمتونه هم تیر شوي چې هرڅه یې مالوم وو خو باید ووایمه چې اولس سیاسي او اقتصادي پوهه نلرله او نه یې لري چې ددولت تر څنګه کلک ودریږي !اوس ګوره چې بې علته درواغ وایې ، پلمې کوي په زرګونو انسانان د طالبانو له راتګ سره کابل ته په امریکایې الوتکو پورې کلک نیښلي چې ور سره لاړ شي ولي ؟؟؟ ځکه چې دوی په کالنو کالونو غلاوې کړې دي او دالري ژوند… نور لوستل »
ګوره پتنګ ساب! د امان الله خان د سکولر او افراطی طرفدارانو او د امان الله خان د متحجرو مخالفینو سره، د کلکانی د طرفدارانو او خواخوږو سره، د نادر خان د ټولی کورنۍ د طرفدارانو او خواخوږو سره، د ثور او جدی او څلورو غوایانو او شوروی د مدافعینو او طرفدارانو سره، د شوروی په وړاندی د سرتیرو جنګیالیو د مخالفینو سره، د جهادی رهبرانو او ضیاءالحق د طرفدارانو سره، د امریکا د حضور د افراطی مخالفینو او افراطی مدافعانو سره، د لیبرالیزم او دموکراسۍ د خواخوږو سره، د سلفیزم او وهابیزم او صوفیزم د مدافعانو سره او ……… نور لوستل »
غلام او حضرته یو وارې غورې وهې او بیا وایې چې زما سره نور بحث نکوې ، دا په خپله یوه هوښیاري نده ! له ځان څخه دې د تیروخت د خلق او پرچم د چوک دسر تيوریسن مه جوړوه!
خوشې لګیایې ، خبرې په لغاتونو او پوچ ریتوریک نه حل کیږي بلکې د ټولنې د غوښتنواو پسیخولوګي په درک او تداوي ! له پختو پشتو څخه نفرت لرم د هیچا زامن ندي هر ډول ته ګډیږي ! یو وخت به ته هم خپل وجدان ته سر ټیټ کړې که لرې یې !!!
غ حضرت صاحب، زه به دوه خبري په لنډه يادي کړم. اول دبيرغ موضوع، زه فکر کوم چه موږ ټول بايد صبر وکړو، هر څه په ابتدا کي دي، حکومت ندي اعلان شوي، هتمي به يوداسي بيرغ ولرو، هم طالب او هم ټول افغانان خوشحاله وي. دفعلن لپاره د بيرغ په هکله دوښمن ددي نه استفاده کوي، چه اوبه خړي شي او کبان ونيسي! دويم داچه دغه د پنجاب او پاکستان تر عنوان لاندي فورمول نور زوړ سوي دي او کار نه ورکوي او اوس ښه روښانه شوه، چه ځوک د پنجاب پخواني او اوسني غلامان وه او دي! نن… نور لوستل »
هغه. تور، سور او شين بيرغ چه ته ملي بيرغ ورته هغه خو شمالي ټلوالي نه مانه او رباني خو هم په خپل وخت بل بيرغ پورته کړي وه. هغه وخت چيرته وي، چه نن دي د بيرغ تر عنوان لاندي فلسفه شروع کړي. دلته نور ډير مشکلات په مخ کي دي، اول بايد هغه حل شي! اول گوره په ميداني هوائي باندي څه حال دي، طالبانو په واروار علان وکړ، چه وطن مه پريږدي، سر او مال مو خوندي دي او ټول عفوه اعلان شوي ولي بيا هو خلک سوء استفاده کوي او دډار پروپاگنده ئي په لار اچولي… نور لوستل »
دالري غله غربي اخلاقه به خد له خپلو دالري اشغالګرو سره تښتي ، تف لانت دې وي دا طائفه تل ددې خاورې په تاریخ کې د شیدو سر وهلی دی او خپل هیواد ته وفاداره ندي پاتې شوي !
طالبه دا یی تا کابل فتح اوس یی ن و کنترول کری دا لنګوتو او ظلم نه کیزی اوس به پته درته ولګیزی چی موژ ولی د صلحی ناری وهلی. ګوری چی تاسو وطن جورول غواری یوازی پّه ملا فلانکی او مولوی فلانکی نکيژی دا متخصصین غواری مسلکی خلک غواری دا یی تاسو تول ملک نیولی اوس سه په کوی ؟؟؟؟ ګوشش وکری چی د پوهنتونو اساتید والیان کری معینان کری دیر شه خلک پکشی دی هغه زاره یاران جواب کری