ورزش

د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی راتلونکي نړیوال جام کې د نمیبیا کرکټ لوبډلې له لوري لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د کرکټ په تاریخ کې د داسې ډيرو پېښو شاهدان یو چې د یوه هېواد لوبغاړی د بل هېواد له لوري په نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي، چې تازه د سویلي افریقا لوبډلې پخواني آلراونډر «دیوید ویسا» د نمبیبا لوبډلې له لوري د لوبېدو پریکړه کړې ده.

د نمیبیا لوبډلې مشر روزونکی پيري دي براین په یوه مرکه کې تایید کړې چې دیوید ویسا به د شل اوریزو په راتلونکي نړیوال جام کې د نمیبیا لوبډلې په استازیتوب ولوبیږي.

۶ کلن دیوید ویسا وروسته له هغې چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ د غوراوې کمیتې له پامه وغورځاوه د انګلستان په کورني سیالیو کې د ساسک لوبډلې سره په ۲۰۱۷م کال کې د درې کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ.

هغه د سویلي افریقا لوبډلې له لوري په وروستي ځل په ۲۰۱۶م کال کې په شل اوریزو نړیوال جام کې د سریلانکا پر وړاندې لوبېدلی و.

د نمیبیا کرکټ لوبډلې روزونکي په راتلونکي شل اوریزو نړیوال جام کې د تجربه لرونکي لوبغاړي په شتون خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، «دیوید ویسا د نمیبیا لپاره د لوبېدو وړ دی ځکه چې پلار یې په دغه هېواد کې زیږیدلی دی».

دیوید ویسا اوسمهال د انګلستان په ټي ټونټي بلاسټ لوبو کې لوبیږي چې ډير ژر به په لومړي ځل د نمیبیا لوبډلې سره د راتلونکي نړیوال جام په موخه یوځای شي.

د یادونې وړ ده چې نمیبیا لوبډله د راتلونکي نړیوال جام په هغو اتو لوبډلو کې شامله ده چې د غوراوي سیالیو له لارې به دوهم پړاو ته لار مومي، په لومړي پړاو کې د سریلانکا په ګډون یو شمېر نورې لوبډلې شاملې دي.

دیوید ویسا د سویلي افریقا په استازیتوب په شپږ یو ورځنیو او ۲۰ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی چې ټولې یې ۱۹۴ منډې جوړې کړي او ۳۳ نړیوالې ویکټې اخیستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx