افغانستان

بايډن: که افغانان خپل هېواد په خپله نه شي ساتلی، د امريکايي ځواکونو شتون به هېڅ ګټه ونه کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکا ولسمشر جو بايډن ویلي، چې له افغانستان خپل ټول پرسونل باسي او زياته کړې يې ده، که افغان ځواکونه په خپل د افغانستان ساتنه نه شي کولای، نو د امريکايي پوځيانو شتون يو کال او پنځه کاله هېڅ ګټه نه شي کولای.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې بايدڼ طالبانو ته هم خبرداری ورکړی، که پر امريکايانو او يا يې هم پر امريکايي ماموريت برید وکړ، دوی به سخت ځواب ورکړي.

ولسمشر بايډن دا هم ويلي، ده د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلينکن ته ويلي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني او نور افغان چارواکي وهڅوي، تر څو د وينې تويېدو مخنيوی وشي.

د بايډن په وينا انټوني بلينکن ته يې دنده سپارلې، چې د افغانستان په اړه د نړۍ له نورو دولتونو سره هم په اړيکه کې شي.

د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې امريکايي پوځيانو او استخباراتي مسؤولينو ته دنده سپارل شوې، چې امريکا ته د هر ډول ګواښونو د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

ولسمشر بايډن په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټانو د خوندي ویستلو لپاره افغانستان ته پنځه زره پوځيان رالېږي.

بايدڼ د امريکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم نيوکه کړې، چې د دوحې په تړون کې يې د امريکايي ځواکونو شمېر کم کړی او طالبان په کې برلاسي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
بايډن د نړۍ او د خپلو خلکو په سترګو کې خاورې شيندې . د يوه سفارت کار کونکو د امنيت ساتلو لپاره پنځه زره فوځيان ليږل حتماً تر کاسې لاندې نيم کاسه ده .

قیامت دی

دا تبصری نشر کری ورک شی. دا چیرته یاست مغروره کیګه مه داسی د اور طوق مو غاره شو چی تاسو خپله ورخخه بیزاره شی چی هغه د افغان ملت مسولیت دی.

قیامت دی

بایدن حقیقت ویلی افغانان دیر پست خلک دی هر چا سره دول وهی فقط پیسه او چوکی ورمخته کره خپل ورور هم درته وژنی

طوطی طالب سو

ستا ### بایدنه له عبدالله عبدالله او غنی سره دی. نوره می حوصله خلاصه شوه. دا نن چا اعلان وکړ چی امریکایان باید ژورنالیستان هم له افغانستان څخه وباسی او بیا د وویل چی امریکا یو میلیون افغان مهاجر منی. تاسی غواړی چی وطن مو بیسوادانو ته پاتی شی او یا فکر کوی چی پدی ترتیب طالبان یو وار بیا بدنامه کړی؟ کافره پوه شه چی طوطی هم طالب شو نور د طالب پر ضد خبره نشم زغملای. بیانزی، غوربندی، قیامت دی، ټول دی خبر وی.

محمد صالح

دا د نړۍ مشران لکه چي ټوله په څاهانو کي اوسیږي، هیڅ د حالاتو درست ادراک نلري او موقفونه یې دومره مهم دي چي پریکړي یې پر ملیونونو انسانانو باندي اغیزي کوي. اوس دا جوبایډن راواخلئ. دی تر اوسه پوري د فیل په غوږ کي بیده دی او داسي فکر کوي چي افغان ولس د ده د ځواکونو او د نوکرانو سره ولاړ دی چي دی توقع ځني لري چي د طالبانو څخه د خپل هیواد دفاع کي د ده د عسکرو سره ودریږي. دا ټوله د سهیل شاهین ملامتیا ده، خپله دنده یې په سمه توګه نه د اجراء… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx