افغانستان

طالبان په سوله‌ييز ډول د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته ننوتل

 نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان په سوله‌ييز ډول له هر ډول جګړې او مرګ ژوبلې پرته د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته داخل شول.

د ننګرهار  والي ضياءالحق امرخېل، د ولايتي شورا غړو او نورو مسؤولينو په ګډه پرېکړه کړې، چې جلال اباد ښار له جګړې وژغوري او ښار له جګړې پرته طالبانو ته وسپاري.

طالبانو هم ويلي، دوی نه غواړي، چې د جلال اباد په شمول هېڅ ښار او کلی وران شي او نه به هېڅ چارواکي سره ناوړه چلند وشي.

له تېرې ورځې راهيسې د ننګرهار، شېرزادو، کږه، پچير اګام، سره رود، کامه، دره نور او نورې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلي او ټاکل شوې، چې په لنډو شېبو کې د ننګرهار ولايت قصر، امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او د تورخم دروازې په شمول ټولې دولتي ادارې د طالبانو لاسته ولويږي.

حکومتي چارواکي او طالبان په ګډه هڅه کوي، چې ښار کې د ناامنيو، جګړې او چور مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ALLAHO AKBAR, MASHALLAH TALIB GUL
What a shame! I am not there

Adam Khan

BECAUSE OF SO MUCH HAPPINESS, I AM TAKING SLEEPING PILLS TO SLEEP

TEET ME MA BOLA GHORZANG RABANDI MA KA
ZA PA DE OFTADAGAI KI STAR GARANG YAM
ZA KHOSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
KA KHABAR SHOM CHE PAKHTOON DA CHA GHULAM SHO

سیدعبدالله

السلام علیکم از مزار شریف دایکندی و فاریاب هیچ خبری نیست در صفحه شما

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx