افغانستان

له جلال اباد وروسته تورخم، د وردګو، نورستان او دايکندي ولايتونو مرکزونه هم طالبانو ونيول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ زمري، ۱۴۰۰ل):  د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد نه وروسته طالبانو د تورخم ښار ګوټی او بندر نيولی او همدارنګه يې تېره شپه د نورستان، دايکندي او نن سهار د ميدان وردګو ولایت مرکز نیولي دي.

طالبانو منلې، چې د تورخم بندر سربېره د نورستان ولايت مرکز پارون، د دايکندي مرکز نيلي او د وردګو ولايت مرکز ميدانښار يې نيولي دي.

د يادو ټولو ولايتونو د نيول پر مهال جګړه نه ده شوې، او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب ډېری سيمې طالبانو ته په سوله‌ييز ډول سپارل شوي دي.

طالبانو د هېواد په لر و بر کې له کابل پرته د هېواد ښارونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د هېواد په کچه له کابل پرته مزار شريف، هرات، کندهار او جلال اباد ستر ښارونه طالبانو نيولي دي.

طالبانو ټولو پوځي او ملکي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي او هېچېرته د وتلو او تښتېدو هڅه ونه کړي، بلکې له خپلو کورنيو او بچيانو سره ډاډه ژوند وکړي او د اړتيا په صورت کې له ځايي مسؤولينو سره اړيکه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الحمد لله رب العالمين ط
الله اکبر کبيرا

عبدالله مجید وردک

وخت د اذاجا دی ، تسبیح او استغفار د رب وایه جانانه

طوطی

پنجشیریان به بیا وایی چی پنجشیر جای شیران است کسی ګرفته نمیتواند. بامیان خو په هر صورت پنجشیر باید فتح شی.

عبدالله مجید وردک

وخت د اذاجا دی تسبیح د رب العالمین وایه او استغفار وایه جانانه

عبدالله مجید وردک

وخت د اذاجا دی تسبیح د رب العالمین وایه او استغفار وایه جانانه

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx