افغانستان

طالبان: د واک تر انتقال پورې د کابل امنیت مسئولیت په مقابل جانب دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو په کابل ښار کې د احتمالي ویجاړي او ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر اعلان کړی چې یاد ښار به په سوله ییزه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د واک تر سوله ییز انتقال پورې د کابل ښاریانو او ملي شتمنیو د امنیت مسئولیت د کابل ادارې ته راجع کړی دی.

د طالبانو اعلامیه په لاندې توګه ده:

«داچې د الله تعالی جل جلاله په نصرت او زموږ د ولس په پراخ ملاتړ الحمدلله د هیواد ټولې برخې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغلې، زموږ د ولس لپاره خورا ستره بریا ده چې ټولو ته يې مبارکي وایو.

خو د هیواد پلازمینه کابل چون خورا ستر او ګڼ میشتی ښار دی، د اسلامي امارت مجاهدین اراده نه لري چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په مسالمت آمیزه توګه د داخلیدو په سر له مقابل جهت سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هيچا سر، مال او عزت ته په کې زیان ونه رسیږي او د کابل ښاریانو ژوند هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نشي.

اسلامي امارت خپلو ټولو ځواکونو ته هدایت کوي چې د کابل په دروازو کې ودریږي، ښارته د ننوتو هڅه ونه کړي.

همدا ډول د انتقال د پروسې تر بشپړیدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري ته راجع دی چې باید ويې ساتي.

ورسره یوځل بیا تکراروو چې اسلامي امارت له هیچا څخه د انتقام اخیستلو په فکرکې نه دی، هغه کسانو چې د کابل په اداره کې په نظامي او ملکي برخو کې دندې درلودې ټولو ته عفوه او امن دی، له هیچا سره هم انتقامي برخورد نه کیږي، ټول دې پخپل هیواد کې، پرخپل ځای او کور کې پاتې شي، او له هیواد څخه د وتلو هڅه دې ونه کړي.

موږ غواړو چې په راتلونکي اسلامي نظام کې ټول افغانان، بیلابیل جهتونه او قشرونه ځان وګوري یو داسې بامسئولیته حکومت ولرو چې د ټولو لپاره خدمتګار او د منلو وړ وي. ان شاءالله »

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار همدا اوس عملا د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی او ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ځینې حوزې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

اذا جا راغلی . تسبیح او استغفار وایه جانانه .

قیامت دی

افرین دیر شه، پاک مو وی چی پاکستانیانو ته مخه ورنکری که پشتون وی یا پنجاپی. ګوری هر سه اوس هم تقریبا سم دی طالبان دی ژر تر ژره زینی ولایتونو ته په پوهنتون هغه استادان جی هم شه خلک دی او هم کار باندی پوهیزی د والیانو په صفت مقرر کری که دا کار وکری تاسو باور وکری چی کابل خپله خلک ورته ووایی چی ژر راسی موژ د زناکاره فضلی او نور شرابیانو خخه خلاص کری.

طوطی

الله د هر څه ښه کړی خو یوه زما نظر دی: چی د کابل پلچرخی زندان نباید د نورو زندانونو غوندی مات شی. طور مثال هلته هغه کسان هم بندیان دی چی د ماشومانو د وژلو په او د هغوی د عزت تر پښولاندی کولو په خاطر بندیان شوی،هلته داسی کسان بندیان چی اختطافونه یی کړی، ناحق وژنه یی کړی. د یوی ماشومی پلار منتظر دی چی طالبان راشی ځکه چی کابل حکومت نشو کولی چی د هغه د لور قاتلان علنی اعدام کړی. آیا طالب دا حق لری چی د یو بنده حق په خپل لاس کی واخلی؟ الله… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظرداچه امریکادری زره یاپنځه زره فوجونه راولی علت یی په شمالی ملکوکی دروسیی دفوجوراتګ دۍ دوی بیریږی چه داسی ونه سی لکه چه( ګوا)دپرتګال څخه آزادی واخسته بیادوی دغسی کمزوری سوی وولکه نن افغانستان چه دبیسوادوپه لاس ورغلۍ ،هندستان ونیوی چه بیایی یاروس اویاچین قبضه نکی امکان لری ترهغه وخته دافوجیان پاته سی چه په افغانستان کی یوباسباته حکومت نه وی راغلی،وګورۍ دطالبانووناپوهۍ ته دافغانستان دبیعلمۍ اوپس پاته کیدوسبب نادرشاه اوزوی یی ظاهرشاه وو دوی نن بیرته هغه قانون په ملک کی نافذیدل غواړی،دظاهرشاه په وخت کی یوډالرپه ۹۰-افغانۍ وودداوودخان په وخت کی ۲۹-افغانۍ وو دوی ظاهرشاه ترداوودخان بهتربول… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx