
د ولس لومړیتوب د جګړې پایته رسیدل دي!
نن ټکی اسیا سرلیکنه
د هیواد وروستیو ډراماتیکو تحولاتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د کابل ادارې د فنا شیبیې نورې را لنډې شوې دي.
خو ښاغلی غني په هغې لنډې وینا کې چې تيره ورځ له محلي تلویزوني شبکو څخه خپره شوه وویل:
(( د امنیتي اودفاعي ځواکونو بیا انسجام زما لومړیتوب او په دې لاره کې جدي هڅې روانې دي.))
ښاغلی غني که د هیواد په دې بحراني حالاتو کې د لومړیتوبونو د درک وړتیالري نو باید تر هرڅه لومړی د جګړې په پایته رسولو فکر وکړي.
اوس مهال چې د هیواد له (۳۴) ولایتونو څخه یواځې د څلورو هغو صرف مرکزونه د غني په واک کې پاتې دي چې ښايي هغه هم په څو راتلونکو ساعتونو کې سقوط وکړي د کابل په ګن میشته ښارکې د غني دفاعي ځواکونو منسجمول په لوی لاس د کابل ښاریانو وينو بهولو او د هغوي د شتمنیو له تلف کولو پرته بله هیڅ معنی نه لري.
اوس تر بل هرڅه وړاندي باید ښاغلی غني د جنګ اصلي لامل درک او هغه نور ختم كړي.
اوس په ټول هیواد کې د جنګ یواځینی لامل د غني هغه اداره ده چې بقاء او فناء یې ټوله په بهرني اشغال پوري تړلې ده.
ښاغلی غني نور هیڅ داسې چانس په لاس کې نه لري چې د هیواد دا بحراني حالت ورباندې مثبت لوري ته بوتللی شي.
اشرف غني او د هغه تش په نوم دفاعي ځواکونه باید نور د جګړې غزولو هڅه و نه کړي او له هغو تاریخي شکستونو څخه عبرت واخلي له کومو سره چې د هیواد په دیرشو ولایتونو کې مخ شوى.
اوس مهال د غنی لپاره تر ټولو د عزت خبره داده چې په خپلو کړنو له ولس څخه بښنه وغواړي او نور خپل فاسد اقتدار ته د پای ټکی کیږدي.