افغانستان

کابل ښار ته د طالب ځواکونو د ننوتلو په اړه د طالبانو خبرتیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو په رسمي ډول خپلو ځواکونو ته قومانده وکړه چې کابل ښار ته داخل شي او هلته امنیت ټینګ کړي.

که څه هم د نن ورځې په پیل کې طالبانو د یوې بلې اعلامیې له لارې خپلو جنګیالیو څخه هیله کړې وه چې کابل ښار ته له ننوتلو څخه ډډه وکړي او د ښار په دروازو کې د خپلو مشرانو امر ته منتظر شي؛ خو وروسته له هغه چې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې پولیس وتښتېدل او خلکو د دولتي املاکو په چور او چپاول لاس پورې کړ، طالبانو خپلو جنګیالیو ته ښار ته د ننوتلو امر کړی دی.

د طالبانو تازه اعلامیه په لاندې ډول ده:

«اسلامي امارت سهار یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وو، زموږ ځواکونه له کابل څخه د باندې دي او موږ نه غواړو له نظامي لارې کابل ته داخل شو.

خو اوس راپورونه رارسیږي چې د کابل  په ښار کې حوزې تخلیه شوې دي، پولیسو د امنیت ساتلو دنده پریښې ده، همدا ډول وزارت خانې هم تخلیه شوې دي، او د کابل ادارې امنیتي کسان تښتیدلي دي.

نو د دې لپاره چې خدای مه کړه په کابل کې عام چور او تالان ګډ نشي، سوء استفاده کونکي افراد خلکوته ضرر او صدمه ونه رسوي، اسلامي امارت خپلو ځواکونوته امر وکړ چې د کابل هغو ساحوته داخل شي له کومو څخه چې دښمن تللی او سیمې د چور او تالان له خطر سره مخ دي.

بناء د کابل ښاریان دې له مجاهدینو څخه هيڅ ویره نه محسوسوي، زموږ ځواکونه به په ډير آرام سره د کابل ښار ته داخلیږي، له هیچا سره کار نه لري، حکومتي نظامي او ملکي کارونکي دې ډاډه اوسي چې هيڅوک په هغوی کارنه لري، هيچ مجاهد ته اجازه نشته چې د چا کورته داخل شي، یا څوک وځوروي او یا د چا د آزار او اذیت سبب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ورکړل شوو راپورونو له مخې ډاکټر محمداشرف غني، حمدالله محب او محمود فضلي د تاجکستان هېواد دوشنبې او له هغه ځایه درېیم هېواد ته تښتېدلي او ټاکل شوې ده چې واک په سوله ییز ډول طالبانو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

فقط یو کار وکری چی هغه خلکو ته خبر ورکری سوک چور وکری سزا اشد مجازات دی. بس خیر او خیریت دی. تولو خلکو ته علان وکری چی ته کورو خخه تر سبا مه راوزی تر سو غله او داکوګان معلوم شی. اوس نو راغلی خه راغلی خدای تعالی مو سره کره. پام چی حمید کرزی او نور دولتی چارواکی قتل نه کری زکه دیره بده انګیزه به ولری. بیا تکراروم چی تاسو کی جاسوسان شته دی دیر باید په احتیاط اوسی چی شی خراب نشی. اوس موبایلونه شته دی ستاسو د هر ساعت ویدیو خپروی

طوطی

د قدرت وږی په پاکستانی چل او ول سره ځآنونه قدرت ته ورسول. اوس به ګورو چی افغانستان کومی خواته بیایی او څوک به یی په رسمیت وپیژنی.

قیامت دی

دی سرتمبه وو ته رسمیت مهم نه دی خدای دی وکری چی یو سه سری شوی وی

قیامت دی

دا منفی لایک راکره خو علت یی هم ولیکه زه پوه شم که چیری ته په حقه وی نو زه به زان اصلاح کرم او داخبره دزره له تله کوم

عبدالرقیب

کله چي د بدر په غزا کي مسلمانانو ته د کفارو ستر ستر مشران په لاس ورغلل نو پیغمبر ص د دوئ د سرنوشت په اړه شورا راوغوښتل. حضرت عمر فاروق رض صلاح ورکړل چي دوئ باید ټوله اعدام سي، ځکه چي بشري جنایتونه یې کړي دي او جرم یې ثابت دی. حضرت ابوبکر رض مشوره دا وه چي دوئ بیا هم زموږ عزیزان دي، صله رحمي باید ترک نه کړو. د دوئ څخه فدیه واخلو او ازاد یې کړو. اکثریتو رایه پر هم دې خبره سول او د کفارو سرکښه سرداران بیرته ایله سول. الله تعالی ج په قرآن… نور لوستل »

قیامت دی

طالبه چیرته ورک یی خو ورشی میدان هوایی ته خلګو دنیا ته وشرمولو طیاری وزر ته نژدی یی زانونه کلک نیولی چی امریکا ته لارشی شرم دی . ویدیو کی شکار ه انسانان د په هوا د الوتکی خخه را شوه کیژی. پزه مو دنیاته پری شوه شرم په کار دی.

قیامت دی

طالبه ته یی کابل کی مصروف کری یی خو اسلام اباد کی د هزاره او تاجیکانو سره د ای اس ای خبری روانی دی پاکستان هیج وخت تاسو یوازی نه غواری بلکی باید یو سردرد درته پیداکری همدا خلیلی محقق رحمانی مسعود او … خبرو د پاکستان سره بوخت دی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx