نړۍ

اردوګان: اسراييل بايد محاکمه شي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان وايي، که اسراييلو پر غزه خپل بريدونه ونه درول، نو هېواد به يې پر ضد نړيوالې محکمې ته عريضه وکړي او د جنګي جرمونو پر تور به يې محکمې ته ور وغواړي.

اردوګان نن د ترکيې په سويل مرسين ښار کې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين په لړ کې په يوې غونډه کې خپلو پلويانو ته و ويل، چې اسراييل پر غزه له بريدونو لاس نه اخلي او دوی به په دې اړه نړيوالي محکمه کې د اسرييلو پر ضد عريضه کوي.

اردوګان د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند دی، چې د راتلونکې اګست مياشت په لسمه نېټه به ترسره کيږي.

اردوګان زياته کړه، چې اسراييلو په خپلو ظلمونو او وحشت کې له هټلره هم واړوله.

امريکا غوښتل، چې اردوګان د اسراييلو او حماس تر منځ د اغېزمن منځګړي رول ادا کړي، مګر د اردوګان وروستی موقف، چې د اسراييلي ظلمونو پر ضد يې د فلسطينيانو بشپړه پلوي پيل کړه؛ امريکا هم له خپلې خبرې په شا شوه.

اردوګان وايي، چې اسراييلو د فلسطينيانو ټول وژنه پيل کړې او دی نه پوهيږي، چې لويديځې نړۍ ولې د اسراييلي ظلمونو او وحشت په اړه خوله پټه نيولې، مګر ترکيه به هيڅکله په دې اړه پټه خوله پاتې نشي.

د امريکا د بهرينو چارو وزارت د يوې اعلاميې په ترڅ کې د اسراييلو په اړه د اردوګان وينا، چې اسراييل يې له هټلر څخه هم وحشي ګڼلي، «تېروتنه او دښمني» بللې.

بل پلو نيويارک کې د يهودو نړيوال پارلمان د اردوګان د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې نوموړی د نړۍ په سطحه د اسراييلو لوی دښمن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم أحمد

ستا خبره به هغه وخت صحت ومومی چي کله ته د اسرائيلو سفارت له ترکیی نه ختم کړی او دغه خبری چې ته يی داسرائيلو په هکله کوی د خپل ولس د دوکه کولو لپاره یا دخپل خواهشاتو پوره کولو لپاره ونه کړی پټه دی پاتی نه وي چې په ترکيه کی انتخابات هم نژدی دي. دا هم دستا لپاره يو طلايی چانس دی چې تری استفاده کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x