نظــر

د هرات په تحول؛ یو مکث!

استاد محمد زمان مزمل

آمر صاحب اسماعیل خان په معاصر تاریخ کې او بیا د شوروي پر ضد د شوي جنګ د عروج یوه هسکه وه.

د کب ۲۴ مه په هرات او ټول افغانستان کې او بې د شوروي د مخکښو جنرالانو په کتابو کې هغه څوکه ده چې د شوروي د غره غوندې تجاوز پکې د اول ځل لپاره تندی مات شو.

اوس مې هم یاد دي چې مایاروف د خپلې الوتکې له چوکۍ نه د هرات د محشر پېښې کرارونکی قرارداد له الوتکې څاره، او چې نجیب پکې پارېدلي هراتیان زندان ته نیول مایاروف د هرات د بیا پارېدو له ویرې پر نجیب په خپل کتاب او هلیکوپتر کې بدې ردې ویلي.

اسماعیل خان د ټولو وړو او لویو اشتباوو باوجود زموږ د هېواد له سړو نه یو مخکښ انسان ده.

که څه په وروستیو کې پکار وو چې د سولې په کاروان کې د یو سپینږیري مهربان مشر په حیث باید روان شوی وای ولې بیا له طالب مشرانو او خپله له امیرخان متقي صاحب په شوي تعامل او کړې وینا کې ډېره قدرداني کووم.

د شوروي د وخت مجاهدین د ټولو کمبودونو باوجود زموږ د عزیز تاریخ یؤه برخه دي د هغوی همدغسې او تر دې لا زیات درنښت پکار وه.

ما چې د متقي صاحب خبرې اورېدې د اورېدو په لړ کې منتظر وم چې کېدای شي ورته ووایې:
چې د خپل جهادي تاریخ په احترام ته د هرات د خلکو اوس هم والي او مشر پاتې شه.
ولې تر دغه ځایه چې مې ولیدل او واورېدل زه یې د خدای بښلي محسیني صاحب د درنې پړې له کمربند وښکلم هلته چې ما د خدای بښلي مژده او قدرمن انجنیر احمدشاه په شمول هغه ته وویل:
په طالب مشرانو کې ډېر بدلون راغلی.

ولې هغه په یوه عصبي لهجه زه وګواښلم چې ته ساده یې او که پر ما دې د ساده ګومان کړئ زه طالبان تر تا ښه پېژنم دا کرایې کمپاینونه د نورو لپاره مکوه.

واقعاً محسیني صاحب د یو مذهبي عالم په توګه د ګواښنو خبرو په یو تنګ قرنطین کې هم بې ځوابه کړم او هم یې د مژده صاحب او حمدشاه صاحب د خندا.

کاشکې محسیني صاحب ژوندی وای چې زما له سره یې د کمپاین تهمت په خپله پورته کړی وای.

دا هېواد او دا ملت د غچ ،انتقام او سپکاویو دومره ولیدل چې د نیمې پېړۍ وروسته تر دغه چې په هرات کې ولیدل شول تر دغه زیات د یؤ ملي پخلاینې مظاهره پکار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

استاده محترم، کله چه ستاسی پوهانو لیکنی سړی لولی نو سړی اغیزمن شی، خو بیا یوه یونیمه داسی خبره و کړی چه سړی ستاسی په فراست شکی شی. لکه لومړی “چې د خپل جهادي تاریخ په احترام ته د هرات د خلکو اوس هم والي او مشر پاتې شه” ای خلکه، د دا قسم خلکو سره دومره عاطفی او ژور تلل چه ولایت ورکړل شی، نتیجه یی بل شی راوځی دا خلک د پوره تعصب او تنګ نظری نه ډک دی، دوهم، نن جهانی صیب لیکلی وو “چه ویل کیژی چه علی احمد جلالی به ممکن د موقتی اداری مشر… نور لوستل »

Sayed

هغه کتاب د يوې عُقدې له مخې ليکل شوی. ښه به دا وي چې ښاغلی مزمل د طاهر کاڼي ژباړې ولولي. بيا دې په خپلواکه او منصفانه توګه خپل نظر وړاندې کړي. کل حزب بما لديهم فرحون.
کاشکې چې زموږ اخوان المسلمين وروڼه د بل په نيلي نه، بلکې پخپله يوه خپلواکه اراده د خپل نظر څښتنان وای. ځينې قضاوتونه يو اړخيز او د يو ډول عُقدې او کرکې بوي لري.

عبدالروف

ډیر ساده سړی ئې ۔ پرون دې په امارت ٗ پرته له کوم موجه دلیل نیوکي کولي او اوس له امارته هغه چا ته ولایت غواړي ٗ چې تر څو نیول کیده ٗ وجنګید ۔ دا د امارت پراخه سینه او صله رحم وو چې په قدر سره خوشي او په کور ئې کیناوه ۔

قیامت دی

دا زما تبصری ولی نه خپروی، خیر په اخرت به حساب درسره وکرم

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx