افغانستان

د کابل د وروستيو حالاتو په اړه د ذبيح الله مجاهد تازه څرګندونې

ذبيح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ويلي چې:

1- د کابل د خلکو د نن ورځې د ځورېدنې له امله د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین بخښنه غواړي.

2- دا چې ټولې امنیتي حوزې خالي شوي دي، دا مو اړینه وبلله چې ژر تر ژره زموږ مجاهدین پلازمېنې کابل ته ننوځي، ترڅو د بانکونو، دکانونو، موسساتو، سفارتونو، دفترونو او مارکېټونو د چور مخنیوی وکړي،

3- د پلازمېنې کابل له شریفو خلکو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو چې یواځې دې نن شپه له کومې جدي اړتیا څخه له کور څخه بهر ونه وځي، که کومه جدي پېښه وه کولای شي چې زموږ مجاهدین ورسره مرسته وکړي.

4- زموږ ځواکونه قول اردو او ځینو حوزو ته رسېدلي دي او دا لړۍ همدا مهال ښه په قوت سره روان دی،

5- ټولو نظامي او ملکي ادارو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ ډول اندېښنه دې نه کوي.
6- کابل ښار په حوزو باندې تقسیم شوی دی، موږ مخکې له مخکې د کابل د ښار نقشه اخیستې ده، په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه لرو.
7: هغه اوباشان چې هڅه کوي د خلکو مال، دکانونه، موټران، بانکونه او کورونه چور کول غواړي د اسلامي امارت مجاهدین به دوی سره سخت چلند وکړي چې بیا یې فکر هم ونکړي

د کابل ښاريانو د ډاډ په خاطر يي شير کرئ تر څو ارام او هوسا واوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zia

اسلاموعلیکم ‌ورحمته الله
قدرمن زبیح الله مجاهد صاحب د کابل ساتل
او کنترول زیات قطعاتو ته ارتیا لری
کوشش وکی تر سو حالات تر خپل کنترول لاندی راولی
د دیری خوشحالی نه زان رانه ورک شئ
زنده باد امارت اسلامی افغانستان

عبدالله مجید وردک

مننه وروره . لا اقل د تلویزیونو د چلولو یو سوک پبدا کری ر. خلک به مو کورونو کی په ژوند بنه وینی.

قیامت دی

طالبه مشوره در واخله!!!
د تلویزیون تول کار کوونکی را وغواری او مختلف د کوچنیانو، تاریخی، فرهنګی، تولنیز، علمی او معلوماتی پروګرامونه نشر کری هم به خلګ او کوچنیان مصروف شی او هم ستا سو په تغیر خلګ پوه شی.

قیامت دی

دیر مو فکر وی چی، د چارواکو و کورونو ته ستاسو په نامه پاکستانیان او نور جاسوسان ورزی حتی کیدایشی د شزو کالی یی هم چور او نوری بی عزتی وکری کوشش وکری چی د چاواکو د کورونو امنیت ونیسی

قیامت دی

نن و ورز فقط دوه نفرو غلو ته سز ا دشریعت مطابق ورکری چی تول اولس یی و وینی بیا سوک جرات د غلا او مردارخوری ونه کری

Sayed

د ډآکټر نعيم د وينا له مخې اوس خو مو کابل فتحه کړ، نو بيا ولې مخپټی ناست يې؟ څوک چې د فتحې مبارکي ولس ته ورکوي، نو مخپټی نه، بلکې مخلوڅی وي. تر څو به مخپټی اوسې؟

قیامت دی

همدا اوس په میدان هوایی کی بیګناه خلګ شهیدان شول. وطالبه !! یو ۱۰۰ کسیزنه قطعه او افغان کماندویان خپله سره هماهنګ شی او نظم راولی دا خو باور وکری چی دومره غت کار نه دی تاسو ولی هر سه میدان خارجیانو ته خوشی کری هغوی سوی استفاده کوی. قسم دی طالبه که یوزلی دا ملت در باندی راپورته شو که مو بیا مخ جهان راوګرزوی ګوری دا خبری ندی

عبدالرقیب

ملګرې! د کابل خلګ دومره نه دي په زحمت سوي. بخښنه د لښکرګاه او کندهار ښارونو، او د قره باغ او ارغنداو ولسوالیو د خلګو څخه وغواړه. هغه د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا زیات په تکلیف سوي دي چي ماشومان، نر او ښځي یې بمبار سول، کورونه یې سوري سول، باغونه یې وچ سول، بې کوره او بې ګوره سول. اوس دا هم نه سې ویلای چي په خبر نه یې عکسونه خو یې تا خپله پورته کول. د کابل خلګو څه تکلیف ولیدئ، هغوئ ته هر څه پر تیاره ورسیدل. پر اخیرت باندي دي ډیر ډاریږم چي د… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x