افغانستان

ترکيه: په کابل کې به زموږ سفارت د پخوا په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دوی په کابل کې خپل سفارت نه تړي، بلکې د پخوا په څېر به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ويلي، په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو ارزونه کوي او له ټولو خواوو سره په اړيکه کې دي.

ښاغلي اوغلو وايي، دوی په افغانستان کې له خپلو ډيپلوماټانو او نورو ترکي اتباعو سره په اړيکه کې دي، کوم ترکان، چې له افغانستانه راځي، د هغوی لپاره د هوايي کرښو او الوتنو معلومات ورکول کيږي او کوم چې هلته پاتې کيږي، د هغوی لپاره لازمې لارښوونې او تدابير په نظر کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې په کابل کې به د ترکيې سفارت د پخوا په څېر پرانيستی وي او هلته د ترکي ډيپلوماټانو د امنيت ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د ښاغلي اوغلو په وينا دوی د ترکي ډيپلوماټانو او عامو اتباعو د امنيت په اړه له ځايي مسؤولينو سره په اړيکه کې دي او دوی په دې اړه ډاډه دي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو ځواکونه په فاتحانه ډول کابل ته ننوتل د ولسمشرۍ ماڼۍ سربېره د ټول ښار امنيت يې په خپل کنټرول کې اخيستی او ټولو هېوادوالو ته يې د بشپړ ډاډ او امنيت سينه ډبولې او دا ټولې فتحې يې د الله تعالی خاص نصرت بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

روابط ورسره تینګ کری دغه وخت کیدایشی دیرکومک درسره وکری هدف مالی کومک

قیامت دی

یو ملګری می د کابل جریان رسره شریک کر میدان کی بد حالت دی طالبه اوس یی نو کمترول کره!! ګوره طالبه خارجیان یی در خرابوی د میدان کنترول په لاس کی واخلی یو ګویا واخلی او تول خلک رخصت کری چی پرواز نشته دی.

قیامت دی

طالبه توجه توجه!!!! ژر تر ژره دا خبری عملی کری. ۱- یو سو غله حتمی مجازات کری. تر سو خلک پوه شی چی عملی سزا وینو. ۲- خپل د صففو خخه پاکستانی پشتانه او پنجابیان رخصت کری. ۳- تولو دفاترو ته کار اجازه ورکری. ۴- تجاران تشویق او ژر نرخونه کنترول کری. ۵- رسنی فعالیت اجازه ورکری البته په یو شرط چی فاسد پروګرامونه بند دی. ۶- کابل کی دری ورزی رخصتی اعلان کری تر سو کارونه کنترول شی ۷- پروازونه چی ستاسو اختیار کی وی بند کری. ۸- حساس اسناد زیارتون موزیوم ارګ بانکونه او د چارواکو کورونه باید… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د ترکیی خلک ښه مسلمانان او د اسلامی امت یوه ویاړلی برخه ده ، د عربی خلافت وروسته د ترکانو خلافت او جهادی کړنی ډیر شهرت او تاریخی ویاړنی او لویه سرمایه ده ، مګر دا چه ترکیه هم د اروپایی استعماری قدرتو سره شریکی پولی لری او هم اسراییلو ته نزدی پرته ده انګریزانو د عربی نشنلیزم په مټ لمړی عربان له عثمانی خلافته جلا او بیا یی عثمانی خلافت ته د ترکیی په نشنلیزم ( اتاترک په بیه اخستلو) د پای ټکی کيښود او اوس یی د عدالت ګوند دننه اردګان په بیه رانیولو. په هر صورت، اردګان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx