افغانستان

طالبان: د کابل فتحه ستره تاريخي ورځ ده او له ټولو جهتونو سره خبرو ته تيار يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ زمري، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېده، د کابل فتحه د افغانستان په تاريخ کې ستره تاريخي ورځ ده او ټول ولس ته يې د دې سترې فتحې او د امريکايي ښکېلاک پر ضد د شل کلن جهاد او مقاومت د بريا مبارکي ويلې ده.

ډاکټر محمد نعيم زياته کړې، چې ټول ولس د دې تاريخي ورځې د ليدو په هيله وو، موږ اوس دې فتحې ته رسېدونکي يوو، دا يوه ستره بريا ده، موږ په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتلو په هيله يو او موږ ټول به د يوه بيرغ لاندې په ګډه ژوند کوو.

د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا طالبان به اسلامي امارت قايم کړي، ډاکټر محمد نعيم وويل، چې راتلونکو ورځو کې به دا هر څه روښانه شي او اوسمهال په دې اړه څه ویل له وخت مخکې دي.

په افغانستان د بهرنيو سفارتونو او ډيپلوماټانو د خونديتوب په اړه د قطر دفتر وياند وويل، چې دوی په هېواد کې د ټولو ډيپلوماټانو او سفارتونو د امنيت په اړه جدي دي او د دې لپاره لازم تدابیر لري.

د سياسي روغې جوړې په اړه ډاکټر محمد نعيم وويل، چې دوی له ټولو سياسي جهتونو سره خبرو ته چمتو دي، هېڅوک دې د نهيلۍ فکر نه کوي، ټول د همدې خاورې اوسېدونکي يو او په ګډه به د روان بحران د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې کوو.

ښاغلي نعيم زياته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې نيت نه لري، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او نه هم په خپلو کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو مداخله مني.

ښاغلي نعيم وويل، چې د دوی ځواکونه د پلازمېنې کابل په شمول ټولو ولايتونو ته په سوله‌ييز ډول ننوتي، دوی له ولس سره هېڅ ستونزه نه لري، بلکې ټوله جګړه او دښمني يې له اشغال او غلام نظام سره وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ملت ته د څه شي مبارکي ورکوئ؟ ملت ته د پنجاب د نوي سيده اشغال او د فتحې مبارکي ورکوئ؟ يوازې ته په سترګو روغ يې او دا نور ټول ملت ړوند دی؟ له دارالمنافقين نه د يو ګاونډي اسلامي هېواد او د خپلې خاورې د اشغال مبارکي ورکوې؟ تاسې د قطر په دوحه کې د چا په غېږ کې ناست او د چا په بسپنو شخوند وهئ؟ عجيبه منطق دی چې خپله خاوره او خپل ځان له ټول ملت سره د مزدور په لاس کې ورکول دي او بيا لا ولس ته يې ستره تاريخي فتحه بولي. په نورو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

الحمد لله چي ګران هيواد او زړه ته راتېر هيوادوال مو د بهرني نيواک او د هغو د غلامانو له تاړاکونو او کړاوونو او د کفر بواح د ناولتياوو او بخولو څخه په خير وژغول سول . دا لويه او عظيمه خوشالي او نيکمرغي د اسلامي امارت مشرو مولوي صاحبانو، د سنګر اتلو او زړه ته راتېرو مجاهدينو ، د اسلام سرلوړۍ، او د هيواد او خلکو د ژغورني د لاري د شهيدانو اروحونو، د هغو کونډو او يتيمانو او درنو هيواد والو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وايم . الله سبحانه دي زموږ اسلامي هيواد او مسلمان خلک… نور لوستل »

دوکتور غروال

اوس د امریکا لعنتی لوبه اهسته اهسته عملی شکل مومی ، لیونۍ ددرواغو چیغی وهوونکۍ او د سی آی ا‍‍‍ ي ستر جاسوس ټټر وهلو چی نوموړۍ به په ژوندیتوب د ارګ څخه ونه وزی اما د بادار په امر په عجلی سره خارج ته په تیښته کښي شو تر څو د کوچنیوالی څخه تربیه شوو بی سواده وحشی او د پنجابی پاکستان بچیانو ته ارګ خوشۍ کړی ، البته دا وحشیان د افغانانو بچیان دی اما د شورویانو په شان دا حلقه د کوچنیوالی څخه د پنجابی پاکستان په غیږ کښی روزل شوی او لوی شوی دی دوی په نام افغانان… نور لوستل »

قیامت دی

مهمه مشوره طالبه جان ته!!! ۱- دوی یا دری ورزی تولی اداری رخصت کری او چاته بیله کوم ستونزی خخه اجازه د ګرزیدو مه ورکوی تر سو هر سه تاسو په بهتر کنترول کی واخلی او غلو او مردارخورو ته زمینه د فساد او غلا وچور برابره نشی. ۲- اعلان وکر ی چی هرسوک کابلیانو ته ودرید هر سه تری غوشتل یا ویل هغه طالب نه دی او په مشخصو شمیرو ته ارتباط ونیسی. ۳- د کابلیانو خخه په امنیت کی کمک وغواری چی هر چا چیری چور یا غلا لیدل او یا مشکوک شخص نو په اعلان شوی نمرو… نور لوستل »

ملا جانان

صحرایي خو بالاخره هم هغه صحرایي دی. چي بیا په تیره د صحرایي تر څنګ وردګ هم وي. د ۳۷.۵ ملیونه ولس د غیر مشروط ملاتړ څخه برخمنه ډله به هم د جهتونو سره خبرو ته اړتیا ولري؟؟؟؟؟؟ جهتونه ولاړه په جرتکو سول. اوس باید د دولت په سیاسي، نظامي، اقتصادي، پوهنیز او ټولنیز سیکټور کي ولس محوره اصلاحاتو لپاره کار وسي. ځوانان باید تشویق سي چي په خپل مصرف فرهنګي ټولني رامینځته کړي او د ولس د فکري تنویر لپاره فعالیتونه پیل کړي. د محلي شوراګانو د ټاکنو لپاره باید شفافي ټولټاکني وسي. محلي شوراګانو، اتحادیو، ټولنو، تجارتي خونو… نور لوستل »

Adam Khan

ATALLANO MUBARAK MO SHA

عبدالمالک همت

د پنجشير ولايت مو ولي بې نيولو پرېښود؟ په دې کي څه مصلحت دی؟ بل دا لوی جنايتکار تورن اسماعيل مو چي تر ګردو د اسلامي امارت سره بده سابقه لري ولي داسي په دعا وتکبير خوشي کړ ، تاسي خو د شمال د لنډغرو سره د مذاکرو لپاره ولېږه، نو د ده سر ولي له مشهده را ښکاره سو؟

قیامت دی

مفته مشوره!!! همدا اوس لاس په کار شی اعلان وکری چی تول ریاستونه او لور موقفونه به کدر او علمی خلګو ته تر اسنادو او شفاف امتحان وروسته ورکول کیزی، په دی اعلان سره دیری خلک وزی نه

طوطی

ماته د کارمل وخت را یاد شو. هغه وخت روسان راغلل کارمل یی راوست له تاجکستان څخه. کله چی طالبان هم کابل ته راغلل ورسره ۵۰۰۰ امریکایی عسکر هم کابل ته راورسیدل په نوم د دی چی مونږه خپل د سفارت شل یا پتځوس کسه مامورین وباسو. د کابل آسمان B-52 او نورو امریکایی الوتکو په سر اخیستی وه. طالبانو یوه وعده هم ماته کړه او په خپله وعده یی وفا ونکړه. په شروع کی دوی ویلی وه او ویل یی چی کابل ته به نه ننوځی خو دوی کابل څه چی ارګ ته هم ننوتل. هغه بی نظمی یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم دا د اسلامی امارت د سیاسی اړخ ویاند داکتر نعیم د انعطاف او هیوادوالو ته په مینه څرګندونی او له هیلو ډک خبرونه وایی حقایق او واقعیتونه کله کله فرق کوی حقایق تل حقایق وی او واقعیتونه مثبت او منفی اړخونه دواړه لری. حقایق داسی دی افغانستان سل سلنه مجاهد ولس د اسلامی نظام غوښتونکی دی، ځکه یی د شلو کلو په اوږدو کی د اسلامی امارت د مجاهدینو هر اړخیزه ملا ورتړلی وه چه له امله یی اشغلګر قوتونه د ټولو وړتیاوو او پیاوړتیاوو سره سره په ډونګو شول او د هغوی غلامان یی هم پسی واخستل… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx