افغانستان

عمران خان: افغانانو د غلامۍ زولنې ماتې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، طالبانو د غلامۍ زولنې ماتې کړې او خپل هېواد يې د ازادۍ په نعمت ونازاو.

ښاغلي عمران خان دا څرګندونې په اسلام اباد کې د کلتوري امپرالېزم په عنوان يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړي دي.

نوموړي دغې ناستې تهد وينا پر مهال پر انګليسي ژبه پر ښوونه هم نيوکې وکړې او دا يې له نوي نسل سره جفا وبلله.

د پاکستان لومړي وزير دا څرکندونې وروسته تر هغه کړي، چې له څو ورځو چټکو پرمختګونو وروسته طالبانو تېره ورځ د پلازمېنې کابل ښار او ولسمشرۍ ماڼۍ ونيوله.

طالبانو د کابل فتحه د ټولو افغانانو تاريخي بريا بللې او ويلي يې دي، چې د روان بحران د پای ته رسولو لپاره له ټولو جهتونو سره خبرو اترو ته تيار دي.

د افغانستان سربېره د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو کې هم په افغانستان کې د طالبانو پر بريا او د امريکايي يرغل د ماتې په اړه ډېرې خوښۍ ښکاره شوي او د طالبانو بريا يې د ټولو مسلمانانو بريا بللې ده.

د پاکستان، سوريې، فلسطين او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو اتباعو د طالبانو په بريا خوښي ښکاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

طالبه یاد ساته !!! که د ژر حالت کنترول نه کر اولس درباندی پورته کیژی بیا یی ستا پلار هم مخ نشی نیولای. زه خو فکر کوم ولسی قیام ته لار هواریژی داسی به مو وشری چی سرکان به ستاسو په جسدو دک وی. حالت ژر تر ژره کنترول کری.

طوطی

د ادی میړه به څنګه خوشحالی نکوی. پروګرام د هغوی وو طرحه او پلانونه د هغوی وو. طالبان دی هغه وخت وویاړی چی نړی یی په رسمیت وپیژنی.

عظيمی

ډير بيعقل او غلام طبيعته شخص یی طوطی۔ افسوس چه نمره ويشونکي ژر و تښتیدي که ته په دا خالی کوپړه په یوه نمره ارزی۔ الله تا ړوند بينا کړی۔

دکتور مجاهد

طوطی شاه اوس هم ژوندی او بی لیاری دی، اوس هم کمیشن تر لاسه کوی او که د دی خبرو سره عادی شوی یا به له هیواده بهر وی د هالیند د مستر دام فاحشه خانو ښار کی به هستوګنه لری د څټو کنډو کی یی نور ځای نه لری طالبانو د څتو کنډو هم نیولی فکر کوم چه طوطی شاه به د لوی طوطی شاه ( غنی ) سره تښتیدلی اوسی . دا سمه ده چه غلام غنی به هم خیال کی ځان د کابل ارګ کی ګوری او هماغه بخوان (( غرتی )) به ولی [ چه امان… نور لوستل »

غلام سخی نوزهی

ان شالله چی دیر ژر به پ رسمیت وپیژندل سی او رسمی به امارت حاکم سی او جنگ به ختم سی

طوطی یمه

دا می څه لیکلی: په هر صورت اوس باید کوشش وکړی شی چی پاکستانیان هم زولنی ماتی کړی تر څو یو لوی افغانستان پدی منطقه کی جوړشی. اوس جهاد په افغانستان کی نه په پاکستان کی روا دی.

زمری سیلاب

طوطي جانه الوزه مه شیطان دې په ذهن کې ناست دی لیرې یې کړه، طالبانو نړۍ ته ماتې ورکړې او خپلواکي یې د خپل هیواد لپاره ګټلې ځکه ویاړي د نړۍ لخوا د رسمیت پیژندلو لپاره یې جهاد نه دی کړی، که یې په رسمیت پیژني و دې پیژني که نه لاس دی یې خلاس وي. و ما علینا الی البلاغ.

Sayed

ورک شه ##،
د جنرال نيازي د ## بوي دې لا تراوسه له بنګال او هندوستانه ورک نه دی او ته بيا موږ ته له غلامۍ د خلاصېدو خبرې کوې. د دې خپل اشغال دې ولې څه نه وای؟ موږ ته اړينه ده چې تر هر څه له مخته لومړی ستاسې د پنجاب د غلام له غلامۍ څخه ځان خلاص کړو.##!

عبدالله مجید وردک

وایه کنه جانانه وایه .

الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی د افغانستان ازادی د ټولی اسلامی نړۍ او مظلوم بشریت خپلواکی ده، ټولو ته یی مبارکی وایو، دا د ټولی اسلامی نړۍ او مظلوم بشریت د خپلواکیو تر لاسه کولو شروع او د نړیوال استعمار دایمی شرمیدلی ماته وه ، دی جګړه کی دجال د عیسی ع په واسطه مات نه بلکه ووژل شو له وژلو وروسته د امپریالیزم ژوندی کیدل خیال او مهال دی. دوهمه خوشخبری د پاکستان د صدراعظم عمران خان انقلابی شعارونه د قدر وړ دی، پاکستان هغه هیواد وو چه د انګریزانو د مستقیم نفوذ او هغه کلنی دوه بیلونو ډالرو ترلاسه کولو… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx