نړۍ

چين: کابل کې زموږ سفارت اوس هم فعال دی او له طالبانو سره دوستانه ښې اړيکې غواړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د طالبانو له لوري د کابل له فتحې وروسته چين ويلي، چې په کابل کې د دوی سفارت اوس هم فعال دی او له افغانستان سره ښې او دوستانه اړيکې غواړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، د امريکايي پوځيانو د وتلو پر مهال يې له طالبانو سره اړيکې وې او اوس، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نو دا اړيکې ورسره نورې هم غښتلې کول غواړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هووا چونينګ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې طالبان له تېرې اوږدې مودې راهيسې له چين سره د ښو اړيکو هيلې ښکاره کوي او له چين څخه يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصاد کې همکاري وکړي.

نوموړي ويلي، دوی د هغه چا هرکلی کوي، چې افغان ولس ته درناوی لري، تر څو په ازاده توګه خپل راتلونکی وټاکي.

چين د افغانستان سولې په اړه ډېر فعال هېواد دی، له تېرې اوږدې مودې راهيسې له طالبانو سره اړيکې لري او تېره مياشت هم د طالبانو د سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخوندي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چين ته تللی و.

چين ته د سفر پر مهال طالبانو ويلي و، دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او نه به په خپلو چارو کې بل چا ته د مداخلې حق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس دا پانه مخ په ښه کیدو ده. د جنګ بوی نن دی پاڼی څخه نه راځی. ټول عمر دی پاڼی زه ځورولی یم او اوس باید خپل دین ادا کړی او ښه ښه خبرونه د ترقی، د پیشرفت، د آبادی مونږه ته وړاندی کړی. انشاءالله لدی ورسته به د ترقی خبرونه له نن ټکی څخه اورو بیا به زما له تبصرو او مفتو مشورو څخه خوند اخلی او زدکړه به تری کوی.

مجاهد

طوطی جانه، د نن ټکی اسیا پاڼه په خپل سابقه حالت او دریز کی قرار لری هیواد خپلواکی ترلاسه کړه اشغالګر او دهغوی غلامان یی پسی واخستل له هیواده یی وشړل کمیشن کاری ختمه شوه ، طوطی شاه دکمیشن دندی ختمی شوی ، نو ظوطی شاه به هم بدلیږی بله لیار نه لری او د اسلامی امارت د بخښنی له فرمان به ګټه پورته کوی. نو د طوطی شاه بدلون د پاڼی بدلون نه رامنځته کوی بلکه د افغانستان خپلواکی طوطی شاه هم بدل کړو او که بدل نه شی د نورو غلامانو په شان به هیواد کی ځای نه… نور لوستل »

احسان الله

دااسلامی امارت دهوانوردی په نوم کوم وزیر یا ریس لری کنه چه دکابل هوایی ډګر کی نظم دیسپلین رامنځته کړی ترڅو نړیوالو او کورنیو ملکی الوتنو ته زمینه برابره شی اوس خو په تصویرونو او ویډیوګانو کی داسی ښکاری چه دکابل په ښار سونامی راغلی وی او خلک کوښښ کوی چه هوایی ډګر ته په ننوتو دسونامی څخه ځان وژغوری

الحاج استاذ بیانزی

احسان الله صاحب! امریکا فکر کولو چه طالبان به د کابل او ارګ له نیولو وروسته زموږ له سفارت غچ اخستنه پیل کړی نو د سفارت ویستلو د پاره یی د څو زره په نوم څو سوه امریکایی عسکر د کابل به هوایی دګر کنترول په نوم بیا راوستل، طالبان هم په حکمت مخی ته روان دی لمړی غواړی چه کابل او ولایتو کی ثبات او حکومتی تشکل پیاوړی او په پشو ودروی او په هوایی ډګر د امریکایانو شتون ته د میلمنو به حیث فکر کوی. دا یو اخری نظامی ازموینه وه چه طالبانو ټول هیواد او له هوایی… نور لوستل »

طوطی

بله خبره: هغه ریل ګاډی چی په لومړی ځل چین ته ولاړ بیا لادرکه شو. مهمه خبره: د غنی د ریل ګاډو پروګرام چین سره، منځنی آسیا سره، د بین المللی تجارت TIR نړیوال ترانسپورتیشن دا پروګرامونه د غنی خورا د افغانستان په ګټه ول فکر کی دا پروژی کلکی ساتی که پکار نه پوهیږی زه به داسی انجنییران او ماهرین درته معرفی کړم چی په مسلمانی هم تاسو څخه یوه درجه جګ وی او تحصیلات یی هم د ماستری په سطحه. زما یوه مشوره ده او بس. طوطی په باغونو له ګلانو کی خوښ دی، فکر ونکړی چی کندی… نور لوستل »

قیامت دی

خبر داری!!! پام چی د کابل شاروال سلطانزوی کار ته پرینژدی ویل کییژی چی سم انسان نه دی موژ نور شه مسلکی انجینران او شه خلک لرو چی کار وکری

الحاج استاذ بیانزی

د چین هیواد حکومتی تشکل اوس هم داسی سکولر چه له کمونستی او کمونستانو غیر بل دین او ایین ته اجازه نه ورکوی ، مګر اقتصادی سیستم یی بیا نیمه کمونستی او نیم ازاد ډول لری، د امریکا او روس سره په اقتصادی رقابت کی یی مخکی شول هغه دا چه د خپلو تولیداتو د کیفیت په ځای کمیت ته ترجیح ورکړه ، د نړیوالو د هر ډول ماشین الاتو جوړونی د ښه والی په ځای یی ډیروالی کی هلی ځلی وکړی او بیه یی نړیوال مارکیت کی څو خلی راشکته کړه نړیوال مارکیت کی یی نورو ته ماتی ورکړه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx