نظــر

طالب د کابل غېږ کې!

طارق بدر

دا ښايي د چا په خوب کې هم نه ورتلل، چې د کابل کوڅې به د سنګر د ګردو وهلیو ځوانانو د پښو د ښکلولو ویاړ ګټي؛ خو یوازې یو اوسپنیز باور موجود و، چې ولی الله حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله درلود، هغه د امریکا د غرور په اوج کې د امریکا پر ماتې داسې باور درلود، لکه اوس چې يې موږ وینو!
نن هغه مبارکه ورځ وه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه ستړي سرتېري د ښار د خوندیتوب لپاره د کابل د مغرورو غرونو پر وړاندې ودرېدل، چېرته چې د حال پر ژبه د غازي محمد جان خان د سرتېرو سترګې حیرانې پاتې وې، چېرته چې له شهدای صالحینو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین د مبارکۍ پيغامونه الهامېدل او د کابل دنګو غرونو د اصحابو رضی الله عنهم اجمعین سرشاره سرښندنې او د دې خړو ځوانانو د باروتي سینو لولپه کېدل سره پرتله کول، د حال پر ژبه يې همدا ملنګ ټولګی پر دې ګرده کره د نبوي سپاهیانو یوازیني لارویان بلل.

الحمد لله؛ د کابل فتحه د مسلمان ولس د ستړیو سرتېرو د قربانیو، سرښندنو او زنداني شکنجو هغه پایله وه چې انساني عقل يې په ټپه دراوه؛ شین سهار مې د ښار په لوري مخه ونیوله، لومړی مې په یوه شنه رینجر کې چې وړاندې تر دې به يې له څنګ سره تېرېدل ځان ته کار کتل و، څو څڼېور زلمي ولیدل، ور وګرځېدم، لاسونه مې يې لاسونه کې ټینګ کړل، هر یوه ته مې په اوښلنو سترګو هرکلی ووایه، ځان راته بد ښکارېده چې له ټانګ او ان تیاري سره د موټر سایکل د دې جنګیالي پر وړاندې خوله پرانیزم، خو زړه مې سره راټول کړ:

ـ موږ د دې عظیم نعمت حقدار نه یو، خدای خبر دا لوی احسان راباندې له کومه وشو؛ ګورئ یارانو د کابل تر کوڅو راتګ د باروتي سینو د ځوانانو پر غوښو او هډونه پلونه ايښودل و، هېر يې نه کړئ!

په مسکا يې ډاډ راکړ، نږدې ټوله ورځ مو لسګونه سرتېري په غېږو کې ونیول او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مو د خپل محبت اظهار ورته وکړ، خو د کوټه سنګي تر پله لاندې یو سرتېري تر ماښام چورتي کړی وم؛ ده له چا اوبه وغوښتې همالته يې مخ ته څو لپې ور واچولې، داسې ښکارېده چې لا يې هم د وردګو ګردونه نه و څنډلي؛ ور نږدې شوم، کلک مې په غېږ کې ونیو، ده د خبرو ډېر فرصت راکړ، له ما الفاظ تښتېدلي و، د هغه خړ پړ وضعیت، زړې څپلکې او د کابل د دې رنګینو کوڅو ظاهري پړق!

څه چې مې سهار کوم سرتېري ته ویلي و، ده ته مې په جزییاتو ور یاده کړه، سترګې يې را ډکې شوې، پر خپل شنه څادر يې پرلپسې سترګې موښلې، ده له ولسه مننه کوله او ما دوی د ولس د دین ساتونکي ګڼل؛ تر ډېره يې غېږ کې ونیولم، همدې وخت کې یو ځوان راغی، له دې سرتېري سره يې د تصویر ایستو هیله وکړه، ما يې تصویر واخیست؛ بېرته مې سرتېری مخاطب کړ:

ـ پوهېږې، یوازې څو میاشتې وړاندې ستا نوم جرم و، ستا نوم د فیسبوک ادرس بنداوه، ستا تصویر په موبایل کې د زنداني کېدو لپاره کافي و؛ خو اوس یو څوک پخپله تصویر درسره اخلي، دا ستا د دې خړو څپلکو د ستړیو، د لوی رب د احسان او د سرښندونکو باروتي ځوانانو د قربانیو واضح ژوندی مثال دی!
د ښار وضعیت تر پخوا په جوش کې و، ځینې له مینې، ځینې له نادیده ګۍ پر هر سرتېري را ګرځېدلي و، د دوی هم د خلکو له مینې او د فتحې له جوشه خولې مسکۍ وې، مازیګر مهال دهبوري پارک ته لاړو، چې طالب سرتېرو له ښاري ځوانانو سره د ولیبال لوبه کوله، لنډ ویډیو کلیپ مو ترې واخیست او د لوړو زده کړو وزارت ته مو مخه کړه، د اسلامي امارت یو مسؤل چارواکي د تېرې شپې داستان راته تېر کړ، چې څنګه يې ټول ښوونیز بنسټونه له ممکنه تخریب یا هم لوټه وساتل او څنګه يې تر سهار پرې همدلته مېشتو محصلینو او مخلصینو ملګرو په مرسته پیره وکړه، وړاندې لاړو او تر سپين محمدي توغ لاندې مو تصویر ویوست چې د وزارت په انګړ کې دنګ مغرور رپاند و؛ له راوتلو سره یو ملګری را په څنګ شو:

د وزارت مرستیال به دغسې دروازه کې درته ولاړ و؟ خدای خدای به مو کاوه چې دلته مو کومه امضا بنده نه وي؛ الحمدلله

زموږ شریک سنګر نن ټکی اسیا او خواله رسنیو ته مو د ښار له بېلابېلو څنډو لنډ کلیپونه برابر کړل او د اسلامي امارت د واکمنۍ لومړۍ ورځ تر اختر کمه نه وه؛ لوږه تنده او پر پښو ډېرو ګرځېدو له پښو غورځولي و؛ خو هرې هغې صحنې به انرژي راکوله چې ځوانان بر پر سرتېرو را ګرځېدلي و او په رڼو سترګو به يې د هغوی چلند، ټوکې او خنداوې لیدل، دوی حیران و، چې شل کاله شل ډوله چینلونو د شلګونو کارکوونکو په خولو ولې دا پرېښتې انسان خواره را معرفي کول؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود افغان

ناوکه الله دي را وله دا فتح یوازي د هغو ځوانانو نده چې په غرو کې به اوسېدل، دا ستاسو په شان د هغو زلمو هم ورسره شریکه ده، چې د دښمن تر هتکړیو لاندي به يې د دین او وطن د ازادي سندري ویلې او د خپل ننګ او ناموس او وطن دفاع به يې کوله. طارق بدر مي ډیر لوستی و، خو دا دی نن خبر شوم، چې هغه په ښار کې میشت د وحشي یرغلګرو په منځ کې یو نازک ناوک ځوان دی. خو ځوانه سخته مي زړه را ډک ډک کیږي، په خدای مي دي قسم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx