نظــر

يوه بله معجزه يا زموږ د وياړلي تاريخ تکرار

ډاکټر فاروق اعظم

الله پاک زموږ په کمزوره، بيچاره خو په ايمان قوي ولس داسې محيرالعقوله کارنامې کړيدي چې زموږ راتلونکي نسلونو او د نړۍ نورو قومونو ته درس او عبرت دی.

يو وار يې په دغه کمزوري قوم هغه انګرېز وځاپه چې پر امپراتورۍ يې لمر نه ډوبيده، بيا يې د شوروي سوسياليستي اتحاد هغه شريره جهاني ټلواله دړې وړې کړه له کومې چې ټوله آزاده نړۍ ناآرامه وه. دادی اوس يې بيا زموږ په مجاهد ولس مغروره متجاوزه امريکا، ناټو او د هغو ملګري په شرمو وشرمول او داسې ماته يې ورکړه چې د ګوډاګي فوج اعلی سرقومندان په رڼا ورځ وتښتيد او ملګرو يې د تيښتې په حال کې د الوتکو په ټايرونو پورې ځانونه وځړول.

د امريکا هغه تريليون ډالره چې ظاهراً د ښه حکومتولۍ او د امنيتي ارګانونو په تجهيز او تعليم و تربيه لګيدلي وه په دوه اونيو کې د امريکا او نړيوالو په ناميمون حضور کې ذوب او تبخير سول.

زه ددغه تاریخي او ویاړمن بري مبارکي ټول افغان مجاهدينو، زوريدلي ولس او خاصتاً د شهداوو سپېڅلو ارواحو ته وایم. د مجاهدينو قيادت ته خواست کوم چې د امتحان په دغه حساسه مرحله کې مغرور نه سي بلکې دغه محيرالعقوله فتحه د الله عزوجل نصرت وګڼي او په شکرانه کې يې خپل د مظلوم او کړيدلي ملت بې لوثه خدمت وکړي (لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ)، ټول زوريدلی ملت په غيږ کې ونيسي، کار و اهل ته وسپاري، خپلې ملي ګټې تعريف او د هغه پر بنياد د ګاونډيانو او نړيوالو سره په متقابل احترام تعامل وکړي.

د یو موټي، هوسا او پرمختللي مسلمان افغانستان په دعاء

فاروق اعظم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

ښاغلی محترم ډاکټر صاحب فاروق اعظم صاحب! ستاسو سترګي ښایستې دي چي معجزات او ویاړونه په وینئ یا کیدای سي چي د عینکو د عدسیو ښایست مو موي. که نه دا د افغان ولس د سیاسیونو او مذهبیونو د نهایت درجه بېکفایتي منظره ده چي یو څو لنډغر پر افغان ولس باندي خپله بدمعاشي چلولو لپاره په خپله خوښه د بهرنیو دولتونو رسمي ځواکونه راغواړي او افغانان باندي بې عزته کوي او دا چي د یوه ناخوښه ولس مشر د لیري کولو لپاره هر ځل داسي ډول ډمامې جوړیږي. سردار داود څه په ډنډورو د دندي کوښه سو، ترکی، حفیظ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx